
ملګریه! دا دی رمضان راورسېد…
لیکوال: ادهم شرقاوي
ژباړه: خدیجه وردګ
سلامونه ملګريه!
رمضان راورسېد مګر ته لا هم په خپلو ګناهونو کې ډوب یې، ملګریه! د زړه درزونه دې وګنډه او په ټپي روح دې پټۍ ولګوه، د الله در ته مخه کړه او ورته ووایه چې ستا ګناهګار بنده ستا خوا ته راغلی، ستا جدایۍ او لریوالي سخت ځورولی!
ورته ووایه چې ای الله! له ما پرته ستا بنده ګان ډېر دي مګر ستا پرته زما بل رب نشته، زما لاره تا ته درغلې او د روح قبله مې ته یې، زما پر لوري خپلې تړل شوې دروازې راپرانیزه، د توبه کوونکو په ډله کې مې راوله، له لمونځ کوونکو سره مې نوم ولیکه او د روژه دارانو سره مې یو ځای حشر کړه!
ملګریه! رمضان راورسېد…
هغه میاشت چې مرۍ پکې وچیږي؛ مګر زړونه پکې تازه کیږي، ګېډې پکې خالي کېږي مګر روحونه پکې ډکیږي، بدن پکې کمزوری کیږي مګر ایمان پکې پیاوړی کیږي، حرکت پکې سستیږي مګر عقیده پکې پخېږي.
ملګریه! ایمان دې تازه کړه! الله تعالی ستا تندې او لوږې ته اړ ندی، هغه مونږ ته رمضان ځکه رالېږلی چې پاک مو کړي، له سره غسل راکړي تر څو د هغه وړتیا پیدا کړو نو یوازې په لوږه او تنده یې مه تېروه!
رمضان غذایي رژیم نه دی بلکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پلونو تګ دی، که د لارې له سختیو ځورېدلی یې نو د الله خوا ته ورشه ځکه چې د هغه له لوري راغلی یې، د هغه سره باید یو ځای وې او د هغه خوا ته دې ورتګ دی.
ملګریه! رمضان راورسېد…
که لوږې او تندې پسې اخیستی یې نو هغه کسان در په یاد کړه چې له لوږې او تندې سره سره یې تورې راواخیستې، روحونه یې په ورغویو کې ونیول او خپله وینه یې د الله لپاره وپلورله.
رمضان د بدر میاشت ده، هغه وخت چې اسلام د لومړي ځل لپاره د قرآن د دفاع له خاطره توره راوویسته او همدغه توره به تر هغه وخته ویستل شوې وي تر څو له دجال سره پرې وجنګیږي.
رمضان د مکې فتحه ده، هغه ښار چې له ډېر وخت وروسته یې خپل هویت بېرته ترلاسه کړ، د توحید مرکز، د «لاړ شئ تاسو آزاد یاستی» او د هغه بلال ښار چې نیمې نړۍ ته یې د «الله اکبر» اعلان وکړ.
رمضان د قادسیې میاشت ده، د سعد بن ابي وقاص او ابو محجن میاشت ده، هغه وخت چې د بري له ترلاسه کولو وروسته عمر بن الخطاب پوښتنه وکړه چې جګړې څومره وخت دوام وکړ؟ ورته وویل شول چې له سهاره تر مازیګره. عمر وویل: سبحان الله! حق د باطل پر وړاندې هېڅ وخت نه ځنډنی کېږي شاید د دې سبب یا زما ګناهونه وي یا هم ستاسو ګناهونه.
رمضان د بلاط شهداء میاشت ده، هغه ښار چې له پاریس څخه په اویا کیلو مترۍ کې پروت دی او د عبدالرحمن الغافقي میاشت ده؛ هغه کس چې ویل یې: اې الله! زما وینه وبهوه تر څو ته را نه راضي شې.
رمضان د عموریه، معتصم او د هغه لښکر میاشت ده چې د یوې ښځې په لوټل شوي عزت پسې راووتل، نو اې الله مونږ ته مو خپل عزتونه بېرته راوګرځوه!
رمضان د عین جالوت، مُظفر قُطز او مغولو میاشت ده، هغه وخت چې مجاهدینو په ځمکه کې روژه ونیوه او په جنت کې یې روژه ماتی وکړ.
رمضان د شقحب میاشت ده، هغه جګړه چې ابن قیم او ابن تیمیه یې په لومړي صف کې جنګېدل، چېرته چې د قلم مشواڼۍ د جهادي وینې مخه نه نیوله او فقې نه شوای کولی چې د جهاد خنډ وګرځي.
ملګریه! دا دی رمضان راورسېد…
هغه میاشت چې د زړونو صافوونکې ده نو زړه دې پکې پاک کړه او خبردار چې په کوم زړه چې ورننوتی یې، په هماغه ترې ونه وځې!
او سلامتي دې وي ستا په زړه!