شعـــــرونه

د اسيا زړه کې اختر/ نومير

فدا محمد نومير

خلک وتي دي کوڅو او بازارو ته
هر يو غوږ دی خپلواکۍ و ترانو ته

په زړګي د اسيا کې بيا اختر دی
څڼې غورځوي ځوانان و اتڼو ته

لکه زرکې پيغلې بيا ګودر ته درومي
شين خالۍ نجونه هوس کا چنارو ته

ډکوي به په سرو لپو منګوټي خپل
نه به ترس نه به وي وېره ګودرو ته

و هيرمند ته به کوچيان کوچي په مينه
څړ ځايونه لټوي به  ورمو ته

چې ېې ماته نه لويده د چا و زړه ته
تکيه نه سوه غلي غلي  توپانو ته(۱)

په هسک غاړه به د غرو څه راکوزيږي
ها چې ختي مجبوريت څخه وه غرو ته

شنې جنډې به په مزار يې په رپا سي
چې ځوانۍ يې کړې  قربان پاک ارمانو ته

جرنيلان  چې يې حيران وه و تدبير ته(۲)
اوس هم هغه جرنيلان يې لويږي پښو ته

له حيرته نړيوال ګوته په غاښ دي
د افغان د بهادرانو شاه ځلمو ته

د نومير د خوب تعبير وختو خدايه!
چې په شعر به ېې وايه پټو اسرو ته

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x