نظــر

بایډن به نور شل کلنې لاسته راوړنې هدیرو کې شماري!

عبدالحمید راشد

الله تعالی په قرآنکريم کې فرمايي: قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِ ٱسۡتَعِينُواْ بِٱللَّهِ وَٱصۡبِرُوٓاْۖ إِنَّ ٱلۡأَرۡضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۖ وَٱلۡعَٰقِبَةُ لِلۡمُتَّقِينَ سورة الاعراف” 128 ايت”

ژباړه:  موسی علیه السلام خپل قوم ته وویل: په الله تعالی پناه وغواړئ،  بیشکه ځمکه د الله تعالی ده، په خپلو بندګانو کې یې هغه چاته په میراث ورکوي چې خوښه یې شي، او عاقبت او انجام متقیانو لره دی.

دا ثابته خبره ده، چې د تاریخ په اوږدو کې تل الله متعال د مؤمنانو مساعدت او مرسته کړې، د نوح له طوفان وروسته هم الله متعال د ځمکې خلافت او واګي څو متعددو وګړو ته چې له نوح سره یې ایمان راوړی وه ورکړې، هلته هم ځمکه څو متعددو وګړو ته په میراث پاتې شوه.

همدا ډول د صالح، هود، ابراهیم، طالوت او نورو انبیاوو فاسد قومیان الله متعال تباه کړل، خو د خلافت واګي یې هماغه وخت هم لږکیو ته ورپرېښې وې، خو هغه لږکې د الله متعال امر ته منقاد او غاړه ایښودونکې وه.

زموږ د مجتبی صلی الله علیه وسلم غزوات او تاریخ ته چې نظر وکړو؛ هلته هم دده ملګري لږکي وه، کمیت یې کم وه، خو د کیفیت له نګاه څخه تر ټولو ښه روزنه همدوی لیدلې وه.

داسې په سلګونو واقعات د رسول الله په ژوند کې شته چې زموږ لپاره روښانه عبرت او د لارې مشال را په ګوته کوې.

کیسه نه اوږدم د افغانستان تاریخ کې هم امپراطورۍ ماتې شوي او دا وطن د امپراطورانو په هدیره تبدیل شوای دی.

وروستۍ امپراطوري چې دلته د هدیرو خاوندان شول، هغه د امریکا د لويې وچې او ناټو قوتونه وه، چې په شلو کلونو کې هر څه بدل شول، دوی په ۲۰۰۱ میلادي کال کې افغانستان ته د پریمانه غرور سره ننوتل، بوش اعلان وکړ، چې دا د صلیبي جنګونو د بیا پېلیدو پیلامه ده، دوی هغه وخت په زرګونو خلک ووژل، اسلامي امارت یې له منځه ویوړ د طالبانو په مشرانو یې هر اړخیز بندیزونه ولګول، په ولسي وګړو او عامو خلکو یې د ګوانتانامو، بګرام، ابو غریب او نور کرغیړن محبسونه ډک کړل، خپل فرهنګ یې په ګران هېواد کې عام کړ،  افغانستان کې یې داسې تصرفات وکړل ګویا د امریکا په کوم ایالات کې کوي، د افغانستان فضا او ځمکه یې په بشپړ ډول تصرف کړه.

خو دوی نه پوهېدل چې دلته د میرویس خان، احمدشاه ابدالي او صلاح الدین ایوبي لمسیان غافله نه دي، هغوې لا ژوندي دي.

د مجاهدینو قربانۍ او د اشغالګرو هدیري:

مجاهد صفته ځوانانو ورځ او شپه یوه کړه، خپل مال، اولاد، کورنۍ او هر څه یې په خطر کې واچول، لکن د اشغال، فساد او تیري کوونکو مقابلې ته یې په نشتو امکاناتو ور ودانګل، مجاهدینو په لمړیو کې هېڅ نه درلودل، د صلیبي اشغالګرو قوتونو چې په ماډرنو اسلحو او د ټکنالوجۍ په پوره وسایلو سمبال وو، مقابلې ته ورودانګل، هغوی داسې قربانۍ ته ورودانګل چې مثالونه یې فقط په بدر، احد، تبوک، یمامې او نورو غزواتو کې لیدلای شو، دوی د انس ابن نضر تاریخ تازه او د استشهاد ډګرونه یې تاوده وساتل، په کم وخت کې یې د ماډرن اشغال غرور مات او د هېواد مختلفې برخې غرونه، رغونه، سرکونه او نور ځایونه یې د اشغالګرو په وینو ولړل، استشهادیانو داسې عملیات ترسره کړل، چې په غربیانو یې رڼا ورځ توره تیاره او د خپلو خوږو بدنونو په نذرانې یې په اشغالګرو د قوي عملیاتو په پایله کې د اسمان کنارې ولیدلې.

په کم وخت کې دومره مردار کړل چې بایډن او د کفر نور مشران به یې له شمارلو عاجز وي.

بهرني ځواکونه ویستل کیږي؛ وځي نه!
دا هغه جمله ده، چې اوس یې د اشغالګرو  روزل شوي غلامان هم په معترفانه ډول زمزمه کوي او په ډېر صراحت سره وایي چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او د طالبانو او مجاهدینو د قربانیو په پایله کې د ګران هېواد څخه پښې سپکوي.

د دوحې توافقنامه او سیاسي بری:
کله چې امریکا په افغانستان کې په بشپړ ډول ماتې وخوړه، مالي، بدني او په وروستیو کې له قوي سیاسي ماتې سره مخ شوه، سمدستي یې تللی عقل بېرته سرته راغی، د طالبانو بندیوان مشران چې ګویا له بنده او یا هم له ورکې جغرافيې د جنګ رهبري کوي راخوشې کړل، ځینې یې د ای اس ای له کرغیړنو زندانونو، ځینې یې هم د ګوانتنامو، ځینې یې د باګرام او ځینې له نورو ځایونو قطر ته ورسول، امریکا د کامل غرور سره خلیجې هېواد ته په سوال زارۍ شوه، هغه طالب چې تروریست یې باله د سیاسي حریف په توګه ورته قایله شوه او له خلیجي هېواد نه یې ورته د د رسمي دفتر غوښتنه وکړه.

هماغه و چې طالب د خپل کلتور، افغاني لباس او نبوي څهرو سره د تورو غرونو او زندانونو څخه ووتل او سیاسي خبرې یې پیل کړې.

طالب د رب د ارشاد سره سم چې فرمایې:

وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلۡمِ فَٱجۡنَحۡ لَهَا وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ سورة الانفال 61 ايت.

ژباړه: که دوی سولې ته غاړه کېښوده؛ نو ای پیغبره  ته هم ورسره د سولې لاره غوره کړه، په الله توکل وکړه، الله پوه او اوریدنکی ذات دی.

هماغه و چې خبرې پیل او د څو پړاوو خبرو او مستحکم سیاسي دریځ په نتیجه کې له امریکا سره داسې هوکړې ته ورسېدل، چې له سیاسي پلوه ورته د نړۍ سیاسیون حیران او ګوته په غاښ دي.

داسې تواففنامه یې امضاء کړه، چې د اسلامي اصولو سره بند په بند عیاره او جوړه ده، اسلامي اصول پکې نه دي مات شوي او نه پکې داسې تنزل شوی، چې د هېواد او خلکو ګټې پکې په خطر کې ولویږي. الحمدالله.

شل کلنې لاسته رواړنې او د بایډن حال:
دغه کلمات چې تر ډېره بریده یې د ساتلو یادونه کیږي، امریکا او حلقه بګوش غلامان یې زمزمه کوي، په حقیقت کې هېڅ شالید نلري، ځکه امریکا چې د څه لپاره راغلې وه، هغه یې ونه لېدل بلکې په شمار مسخه شوې او د ډالرو په زور روزل شوې غلامان څخه پرته چې هغوې به هم د اشغالګرو څخه مخکې له دې هېواده پښې سپکوي نشته.

دلته دوی ډېرې ډرامې ترسره کړې چې نتیجه یې هېڅ وه، فقط هماغه نتیجه یې بارزه او روښانه وه، چې بایډن د اشغال او اشغالګرو د رسمي خاتمې په موخه د اعلان څخه وروسته د امریکایې مردارنو هدیرې ته ورغی او هلته یې د اشغالګرو قبرونه شمارل.

همدا لاسته راوړنې شل کلنې دي او بس نور خو به ان شاالله هېواد او هېوادال په کلیاتو او جزیاتو کې خپل اصلي اسلامي کلچر او کلتور ته ورګرځي ان شاالله.

وماذالک علی الله بعزیز.

په هېواد کې د سوچه هر اړخیز اسلامي نظام د قیام په هېله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x