افغانستان

مجاهد: د قطر د مذاکراتي پروسې د دوام په اړه غور کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو کې د څلور میاشتني ځنډ ته په غبرګون کې ویلي، چې د نورو اقداماتو ترڅنګ دوی اوس په دې هم غور کوي چې په قطر کې د کابل حکومت له استازو سره پیل کړو مذاکراتو ته دوام ورکړي او که څرنګه؟

ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې د بي بي سي پښتو څانګې سره د یوې مرکې په ترڅ کې کړي دي.

نوموړي ددې ترڅنګ له افغانستانه د عسکرو د ایستلو او د «اشغال» د پای ته رسولو له اعلانه هرکلی کړی او دا کار یې د «جنګ طلبو» کړیو غوښتنو د نه منلو په معنی سره بللی دی.

داچې د دوحې تړون مطابق باید د ټولو بهرنیو عسکرو د ایستلو پروسه له مئ میاشتې څخه ځنډیږي په هکله یې مجاهد یې تأسف ښکاره کړی او دا کار یې د دوحې توافقنامې څخه سرغړونه کړې، د کومې له امله چې د ده په خبره «بې باورۍ» رامنځته کوي او د پایلو مسئولیت یې هم د امریکا يي جهت په غاړه اچولی دی.

د بي بي سي د خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې«د امریکا له دې پرېکړې وړاندې په قطر کې ستاسو د سیاسي دفتر ویاند ویلي ؤ، ترڅو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، طالبان به د سولې په تړاو په هیڅ کومې غونډه کې ګډون ونه کړي او اشاره یې د ترکیې غونډې ته وه، اوس هم په هماغه پرېکړه ولاړ یاست؟ ذبیح الله مجاهد ویلي، چې هو، دا یو اصولي دریځ ؤ چې مونږ ونیو څو پورې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، مونږ په هغسې کنفرانس کې ګډون نه کوو چې په هغې کې د افغانستان په اړه نهايي پرېکړه کیږي.

داچې طالبانو تردې مخکې د امریکايي عسکرو په حضور کې په میاشتو میاشتو د کابل حکومت له استازو سره بین الافغاني مذاکرات کړي په هکله یې مجاهد څرګنده کړې چې دغه مسئله باندې هم دوی غور کوي او استدلال یې وکړ چې د بهرنیو عسکرو ایستلو کې د ځنډ او سر غړونې له کبله دوی اوس د دوحې تړون ټولې مادې تر غور لاندې نیولي او داهم باور نه شي کیدای چې امریکایان به په خپلو تازه ژمنو څومره عمل وکړي، ځکه خو دوی اوس هر څه له نږدې څاري.

د روژې په میاشت کې د اوربند او «مسلمان وژنې» په هکله د مسلمانانو د عالمانو د نړیوالې ټولنې غوښتنې په هکله ذبیح الله مجاهد ويلي، چې دوی یوازې د خپلو سیمو او ځانونو دفاع کوي او د ځان دفاع په هر مسلمان فرض ده او د کابل حکومت د عسکرو او طالبانو ترمنځ د جګړې په هکله مجاهد د بي بي سي د خبریالې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې یو مسلمان د خپلو خلکو او هېواد نه دفاع کوي او بل مسلمان په خپل هېواد کې د «اشغالګرو» د بقاء لپاره جګړه کوي دا دواړه ډیر توپير لري.

د طالبانو ذبیح الله مجاهد په داسې مهال د روانې اپریل میاشتې په ۲۴مه نیټه د ترکیې په استانبول غونډه کې د ګډون څخه یوځل بیا انکار او په قطر کې د کابل حکومت استازو سره د پیل کړو بین الافغاني مذاکراتو د دوام په هکله د غور خبره کوي، چې ټاکل شوې ده د روان کال ستمبر په ۱۱ مه ټول امریکايي او د ناټو عسکر له افغانستانه وه ایستل شي.

د چارو څارونکي دا اندېښنه هم څرګندوي چې کیدای شي د امریکايي عسکرو د ایستلو د ځڼد له کبله طالبان په امریکايي او افغان عسکرو خپلو بریدونو ته یوځل بیا زور ورکړی او لا زیاتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، چې دا کار به راتلونکي وخت کې د مذاکراتو پر میز د طالبانو دریځ لا پیاوړی کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Mujahid Saib, Da Dango Dango Gharoono Zwan, and Barialai Wakmannah, Tata Mo Sallam, Are you still trying to learn? Don't you understand that enough means enough. Have you not been talking for the last 12 years? Did you not sign agreements? Do you still want to talk? If you want to talk, then be honest - What would be the difference between you and Kabul Admin? You have to answer my questions right now. You Silly Boy. Be careful the world would be laughing on you KA DA MUJAHIDDO POORA NA SHOAH KHOGA WATANA MUJAHIDDI BA DI GATTEENAH BAS, ZAMA… نور لوستل »

امین زاهد نیازی

صالبان باید مذاکرات مخته یوسی تر څو دجنګ اینده مسولیت دطالبانو په غاړه نشی او ملت دی ددی اوږدی مایوسی نه وژغوری او هم دی دترکی په راتلونکی غونده کی ګډون وکړی او ددریځ دلاری دی امریکان ددوحی تړون دشوی موافقی سرغړونکی معرفی کړی تر څو دطالب لوری ژمنتیا نړیوالو ته ثابت شی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x