ټولنیزه برخه

ګرانه لیکواله او قدرمن شاعره!!

خالق یار احمدزی

زما ګران لیکوال او قدرمن شاعره! غواړم نن دې په څو کرښو کې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړم او خپلې ماتې ګوډې کرښې دې مخې ته کیږدم، خو هیله ده، زما دا کړنه بې ادبي تعبیر نه کړې او ترپایه یې په سړه سینه راسره ولولې.

قدرمنه قلمواله! الله ج پر تا زیاته پیرزوینه کړې چې ته یې د ادب په ستوري بدل کړی یې او ولسونو ته د لیکنو له لارې د خپل فکر ښه رسونه او ترجماني کوې.

ته باید د دې کار د لاښه مخته بیولو لپاره ځینې کړنلارې په پام کې ونیسې تر څو ادبي ډګر دې په خدماتو لا ښکلی او رنګین شي.

تر هر څه وړاندې د خپلو کرښو په ترسیم کې د الله ج رضاء او د ولسونو پوهاوی خپله موخه وګرځوه او له ناوړه افکارو، عقاید او خیالاتو د هغوی د مخ اوښتو پلانونه وسنجوه.

په خپلو کرښو کې دې د اسلامي عنعناتو او رواجونو ښه ځلونه کوه، د مشرانو تاریخونه راسپړه، د خپلې جغرافیې په هکله ولسونو ته مالومات ورکوه، د ساینس او ټکنالوژي له مهمو پیښو یې خبروه، د پښتو ادبي ژانر په هکله ورته څیړنیز توکي برابروه، او د خاورې د مالکیت او له دین، ناموس او مقدساتو څخه د دفاع احساس ورکوه.

هڅه کوه، هره کرښه دې د خپلو همفکرو لپاره رغوونکې، مثبته او اصلاحي بڼه ولري او د دې ترڅنګ د دین او وطن د پټو او ښکاره دښمنانو تخریب هم په کې نغښتی وي.

په ټولنه کې هغه ناخوالې، ستونزې او مشکلات تل را برسیره کوه، چې خلک ورسره لاس او ګریوان دي او ترڅنګ یې د مسؤلینو او مشرانو د تشویق او هڅونې لپاره د ځینو رغوونکو چارو خبرونه هم رسنیز کوه.

د روانو ناخوالو رسنیز کول او د تاریخ حافظې ته سپارل یې، مسؤلیت دی چې باید ترسره یې کړې.

که د سیاسي لیکنو ترڅنګ، مهمې دیني لیکنې درته ارزښت لري، نو هڅه کوه دیني مطالعه دې پراخه وي او یواځې په کاپي پیسټ ګوزاره مه کوه.

پر دې وپوهیږه! هر شعر، نثر، کیسه او نورو لیکن توکو کې چې د خدمت، ثواب او اصلاح موخه نه وي، نیت صفاء نه وي او د پیسو، شهرت او نورو امتیازاتو د ترلاسه کیدو لپاره کښل شوی وي، بې ګټې خواري ده او نتیجه ترې لاسته نه راځي.

کوښښ کوه هره لیکنه له بشپړې څیړنې او ارزونې وروسته خپره کړې، ځکه د هرې لیکنې کره والی ستا د اصلیت او اعتماد برخلیک ټاکي.

که طنزیه توکي لیکې، هیله ده د یوه انسان انساني کرامت درڅخه تر پښو لاندې نه شي او دا د یوه متدین کس ځانګړنه ده چې باید ویې لري.

په سیاسي سوژو کې لیکنیزې کرښې دې باید په دروغو، عوام فریبي او د مقابل لوري په توهین او تحقیر ورټولې نه وي، حقیقت لیکه که څه هم د خلکو د پام وړ نه ګرځې..

کوښښ کوه خپلو کرښو کې د اسلام، هیواد او مقدساتو دښمنان وخت پر وخت افشاء او خلکو ته وښایې.

له هر ګوند، نظام او ډلې پورې چې ځان تړلی بولې، په ملاتړ کې یې تر حده زیاته غلوه او بیباکي مه کوه ستاینه یې همدومره پکار ده، چې په کې موجوده وي.

د احساساتو پرمهال هیڅ هم مه لیکه، کله دې چې فکر او دماغ آرام وه او له تشویشونو، اندیښنو او غمونو لرې وې، نو قلم دې څرخوه.

هڅه کوه خپل مهم کالمونه، لیکنې، شعرونه او ټول لیکنیز مواد جمعه بندي کړې او که اړینې وې، نو تر هر اړخیزې بیا ارزونې وروسته یې چاپ کړه.

د ټولنیزو رسنیو لپاره لنډې لیکنې تیاروه، ځکه اوږدې لیکنې د خلکو د پام وړ نه وي؛ هو! که اوږده لیکنه هم وه، نو باید دومره جالبه وي، چې لوستونکی په کې ترپایه د ستړیا احساس ونه کړي.

د هرې لیکنې په تړاو سرچ، لټون او پراخ پوښښ کوه او د خپلو خیالاتو له مخې یې مه لیکه؛ ښه به وي چې مهمې لیکنې دې مأخذونه له ځانه سره ولري.

د ټولنیزو رسنیو څارونکی نه؛ لیکوال له ځانه جوړ کړه، که د نورو کرښې لولې نو په دې فکر یې هم لوله چې ترې ددغه هنر “لیکوالي” زدکړه وکړې.

په مجالسو کې د علماوو لخوا مهمو مسائلو، د سپینږیرو تاریخی او ارزښتناکو خبرو او د برجسته شخصیتونو مهمو ویناوو ته خپلو لیکنو کې ځای ورکوه.

په لیکنو، شعرو او نورو ادبي پنځونو کې له غلا، نقل
او نورو هغو اقداماتو ډډه کوه چې سبا دې له امله اصلیت خدشه دار کیږي؛ دومره ولیکه څومره دې چې زده وي، د پردیو کرښو پټول له سړي لیکوال نه شي جوړولای.

شاعرانو ته:
شاعران د شعر لیکل تر الهام او تخیل پورې تړلی بولي، خو که تاته دا تعریف د منلو نه وه او په خپل عزم دې کړۍ سره نښلولې نو باید د قافیو جوړښت، شعري وزن، روانتیا او جالبیت ته یې ښه پام وکړې او ترڅنګ یې باید ستا شعر یو روښانه پیغام له ځانه سره ولري.

د شعر لیکلو لپاره له سندرو او بیباکه سرودونو اوریدو ډډه وکړه ځکه دا کار دې ټولې هڅې بې برکته او بې اغیزې کوي.

هر شعر دې له هر څومره ښه جوړښت سره هغه مهال د تقدیر وړ ده، چې په یوه سپیڅلې روحیه او مثبت فکر لیکل شوی وي، د سترګو، قد او خال او ښایستونو په هکله نني او پروني شعرونه دې نه یواځې داچې د سختې غندنې وړ دي، بلکې د ولسونو په ځانګړې توګه، تنکیو ځوانانو د بې لارۍ او بې بندوباریو ته د هغوی د هڅولو لامل هم جوړیږي.

که مو دا لیکنه تر پایه لوستلې وي، نو په آخر کې د جزاک الله جمله ووايئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

مننه او جزاکم الله ډیر مفید نصائح و غم داده د نقد زغم نشته لیکنی باید هراړخیزي وې سالم نقد باید تل ولرو ترڅو مو په ټولنه کی اصلاح راشې
لکه تبلیغ والا یوازي فضائل نکړو بیان وعیدونه ډیر مهم او مؤثر دي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x