افغانستان

محقق: له طالبانو سره جګړې ته چمتو یو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): په امنیتي چارو کې د کابل حکومت د مشر سلاکار «محمد محقق» وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به ښایي کورنیو جګړو ته لار هواره کړي؛ خو حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره وجنګېږي.

طلوع نیوز د محقق له قوله لیکلي، چې حکومت به طالبانو ته د جګړې میدان په اسانه پرېنږدي او چمتو دی چې له طالبانو سره جګړه وکړي «که طالبان سوله وکړي، موږ خوښېږو؛ ځکه د افغانستان د خلکو وژنې ته باید ادامه ورنکړل شي؛ خو که هغوی جګړه وکړي، نو هیڅوک به خپلو حریفانو ته میدان په اسانۍ پرېنږدي. موږ قاطع یو، چمتووالی نیسو او چمتووالی لرو.»

محقق ددې تر څنګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو اندېښنه ښودلې او په خبره یې، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې یو نوی فصل پرانستل شي، چې ښایي د افغانستان په زیان وي او له امله یې د «ترهګرۍ» جبهې غښتلې شي.

د محقق پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکا او ناټو د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو هوډ څرګند کړی.

طالبان که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته خوښ ښکاري، خو حکومت د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان لپاره ښه نه بولي او داسې اندېښنې شته چې که له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ نشي، نو د حکومت امنیتي بنسټونه به د طالبانو د بریدونو په وړاندې تم نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

This idiot is thinking about green card, BELIEVE ME

No worries, come on, DA GAZ AW DA MAIDAN

احمد

د # نوش جان که. # مزدور محقق

طوطی

وایی: بګیل مړز جنګ نشی کولای.

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
محقق ته نه ښايی چي دا ډول ويناوي د تاريخ په دې حساسه مرحله کي وکړي . او نوموړي د دا رنګ ويناوي جنګ ته پکۍ وهل دي . د جنګ په ډګر کي يې افغان ولس ته اراده له پخوا څخه څرګنده ده ، کندهاريان دا وينا لري « مه ځغله پر ګاره ، را معلوم سوې لکۍ داره ».

رښتينيار

او سګ زنجيري اخوندهای ايران آرام باش. تو هيچ ګويي هم کرده نميتواني، اګر برای مردم ستم ديده ورنج کشيده افغانستان کدام تکليف خلق کنی به سرنوشت سلف تان عبدالعلی مزاری دچار خواهيد شد. مرګ بر شما رافضی بی وجدان !

ګل احمد

د مور شیدې – چي په هزاره وو کي غیرتي پیدا سو. محققه## پر دا خپله خبره ټینګ ودریږه، چي پر شا نه سې. د تیرو ۲۰ کلونو د قرض کاته دي پرته ده، وصولي به کوې. ته او ستا ظالم وحشي چنګیزیان باید حساب ورکړئ او هغه هم د جګړې پر ډګر. خدای دي وکړي چي دا نور چنګیزیان هم ستا په شان غرت (غیرت) ښکاره کړي.

غوربندي

تاسو په ډالرو او تومانو پړسېدلي خاینین نور په افغانستان کې ځای نلری….

دوکتور غروال

د قاتل ، جاسوس ، چورکوونکۍ او متعصب محقق طالبانو ته د ایران بیراغ لاندی د جګړی اعلان کوی ایا دده دا اعلان د ایران په نمایندګی دی او که د ارګ سالاکار په حیث د کابل حکومت په نمایندګی؟؟؟؟

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x