افغانستان

طالبان: چا ته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان له خاورې هند او نور ګاونډیان وګواښي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، د هند په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ضد استعمال کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» له یوې هندي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې له پیله د طالبانو پالیسي داده چې د افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او هیڅ ډلې او جهت ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو په ضد استعمال کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې طالبان له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او له ګاونډیانو او د سیمې له هیوادونو څخه هیله لري، چې د افغانستان په سولې پروسه او نورو برخو کې مرسته وکړي.

نعیم له هند څخه د تښتول شوې هغې الوتکې چې د طالبانو د حاکمیت په مهال یې په افغانستان کې ناسته وکړه ، پېښې ته په اشارې  ویلي، چې د یادې الوتکې موضوع د طالبانو له لوري د هند له حکومت سره په تفاهم حل شوه او طالبانو هغه مهال له هند سره همکاري وکړه او د الوتکې د سپرلیو ژوند يې وژغوره.

نوموړي ددې تر څنګ هغه تورونه بې بنسټه بللي، چې ګواکي طالبان د کوم هیواد یا جهت تر نفوذ لاندې دي او ټینکار یې کړی، چې طالبان په خپلو ټولو پریکړو کې مستقل دي او بشپړ ولس یې تر څنګ ولاړ دی.

د طالبانو پورتنی موقف داسې مهال دی، چې ناټو او امریکا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پریکړه کړې او پر هند، پاکستان او نورو هیوادونو یې غږ کړی، چې د افغانستان په سولې پروسه کې مرسته وکړي.

وړمه ورځ د هند لوی درستیز له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو په وتلو اندېښنه څرګنده کړې وه او د هغوی له وتلو وروسته یې د یوې امنیتي خلا له رامنځته کېدو ویره ښودلې وه.

طالبانو تر دې وړاندې هم په بیا، بیا له ګاونډيانو سره د ښو اړیکو درلودلو هوډ  څرګند کړی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه به هیڅ ډول خطر نه ورته پيښېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

That is absolutely correct. Afghanistan is Afghanistan and was always an objective nation. 
The 9/11 was planned in Saudi Arabia to use it  as an instrument to conquer Afghanistan - 
what a sweet  dream.  But everything went wrong.  Thanks to Mujahid Omer.
طوطی

طالبان دی خپل خلک افغانان نه ګواښی نور هر څه چی کوی و دی کړی.

عمر

دا خو يو واضح حقيقت دي چه دا #مارتيان يواځي په افغانستان کي اسلام غواړي هغه هم ددوي په ديوبندي عقيدي پوري تړلي دين،
ان شاء الله رحمن ذات به مو دا خوبونه پوره نکړي
اسلام تر افغانستان پوري تړلي ندي
والله په شکلونو کي مو د ## نښي ښکاري

ګوم نام

ههههههههههههه هغه ورځ موږ د ده مرکه ولیدله چی بیا وتښتیدل منطق ورخلاص شو نور په تیښته بریالی شو

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x