نظــر

کورنۍ دعوه په بهرنيو قاضيانو نه فيصله کيږي!

عبدالغفار سربڼ

نوې طرحې نوې طاغوتي لومې:
دغه دی بيا د افغانانو ټاټوبی د معلوم الحالو کړيو له خوا له هماغه خطير او بهرني لابراتوري تجربې سره مخامخ کيږي کوم چې د يو اټکل له مخې دا سل کاله او په بل حساب دا دو څلويښت کاله د قدرت د لېونيو مينانو په مټ او خواهش زمونږ خلک د دوو يرغلګرو زبر ځواکونو تر قدمونو او ټانکونو لاندې غلام کړل.

هو! د بهرني پردي غير اسلامي نظام په لټه کې او په لطايف الحيل او دسايسو ځان قدرت ته رسولو لپاره د هيواد شتون او بقا له ستر خطر سره مخامخ کول ددغو ډلو ټپلو حرفوي او مسلکي مهارت ګرځيدلی دی.

تاريخ ګواه دی چې د ترقۍ او سوکالۍ په بهانه او د زيار ايستونکو د حقوقو د داعيې په چل او د کور کالي ډوډۍ، د برابرۍ او دموکراسۍ او ولسواکۍ تر سرليکونو لاندې څلور ميليونه وګړي قتل او دوه ميلونه ژوبل او له لسو مليونو زيات بې کوره او مهاجر شول، خو پرته له سرو وينو، قبرونو، کونډو او يتيمانو او لوږې او بيکارۍ،بېوزلۍ بل کوم ارمغان له ځان سره را نه وړ.

اخر دا پوښتنه به کوم څوک ځواب کړي که نه چې د افغان خاوره به تر کله د بهرنيو ناجايزو نظامونو لابراتوار وي؟

اوس اوس نړيواله ديپلوماسي د امريکې په غوښتنه په کافي قوت د افغانستان د ستونزو د څيړلو په موخه فعاله شوې ده. مسکو او بيا نږدې راتلونکې کې په استانبول کې دا کوښښ روان دی چې په ظاهره دې ستونزې ته کومه د حل لار پيدا کړي.
حقيقت دا دی چې دا ټول ددې لپاره کيږي چې ناټو او امريکې ته د وتلو هغه شرايط برابر کړي چې دوی پرې ونه شرميږي. اصلي خبره واضح ده چې دغه هيوادونه هم خامخا معينه دلچسپي په دغه ناستو کې لري خو امريکايان دا تلاش لري چې د دوی له وتلو وروسته د دوی اجير او مزدور ليبرال جمهوري غوښتونکي هم په واک کې برخه ولري.
مخکې له دې چې د مسکو او استانبول ناستې تر سره شي امريکايي ادارې بيا د زلمي خليلزاد په ناولو لاسونو د يو انتقالي نظام طرحه وړاندې کړې چې ما نن ټکي اسيا پاڼې کې ولوستله. بيا په ډيره بېشرمۍ او سپين سترګتۍ غربي نړۍ دا کوښښ کوي چې د افغانستان پر خلکو يو ليبرال ديموکرات نظام وتپل شي. يعنې ټول تلاش همدا دی چې طالبان په دې راضي کړي چې سهامي شرکت کې برخه واخلي او له هاغه اسلامي نظام نه په شا شي کوم چې افغانستان ته خپلواکي، ثبات، ناپيلوب او امن راولي.

که د دوی دا هيله ترسره شي او بيا پر داسې يو نظام چې ديموکراسۍ په اصولو باندې استوار وي فيصله وشي او دا فيصله هم بهرني زبر ځواکه قاضيان او د دوی شغالي منطقوي انډيوالان وکړي نو دا به د بحران او ستونزو نوی پيل وي داسې يوه فيصله به په افغانستان کي بيا داسي بي ثباتي، توکم واکي او داخلي جګړې له ځان سره راولي چې هاغه تېر ناورين به د دنيا هېر شي.

څلويښت کلنې بې ثباتۍ، بلواکۍ، اشغال داسې حالت پر وطن راوستلی چې هر قوم، هر توکم او هره مذهبي فرقه او حتی داسې علاقه داري لکه پنجشېر ځانته بيرغونه، جمهوريتونه او نظامونه اوچت کړي.
نظام، قانون او قواعد څوک په سترګو نه شي ليدلی فقط پخپل سري او زورواکي چليږي. لکه په ځنګل کې چې څوک زورور دي هغه يې خوري او کمزوري ورته ګوري. د ځنګل قانون غني چيغې وهي چې تعهد ما با بيرغ سه رنګ ماست خو چې ګورې هر توکم خپل بيرغ جګ کړی او هغه ته سلامي وهي.

په دې او نورو وړانديزونو کې انتخابات او جمهوريت ته ارجحيت او اولويت ورکړل شوی حتی ډير اسلام دوست اشخاص هم دا جرئت نه کوي چې د دغو دوو “مقدسو ” الفاظو سره مخالفت وښيي. اخر د خجالت ځای دی چې ديموکراسۍ ته د بې بديل نظام په توګه وکتل شي. بيا په افغانستان کې خو دا کارنامه هغسې خوسا او بدبويه نتيجه درلودله چې پرته له نفاق، جنګ او وينو بله کومه لاس ته راوړنه يې له ځان سره نه ده را وستې.

په دې طرحه کې سړی ليدلی شي چې هغه خلک چې نه غواړي سره کښيني په زور او تهديد کښينول کيږي. دا اوله مداخله بيا همدوی سره په واک کې په زور شريکول. دا بيا مداخله ده.

بيا په طرحه کې داسې ازغي او ګلان سره ګډوډ شوي چې لږ اسلامي وي لږ تکنوکراسي او ديموکراسي او ليږ هم د روسانو خيال ساتل شوي او لږ هم د ايراني روافضو. خو اخري فيصله بيا راجع شوي اساسي قانون ته.
هغه قانون چې وګړي او واکمن لمسوي چې هغه نقض کړي.

بلې اساسي قانون افغانستان غوندې هيواد کې فقط پرګنې او واکمن پاروي او لمسوي چې هغه تر پښو لاندې کړي او د قانون په خلاف بغاوت وکړي. نو داسې قانون به څه رنګه ثبات او نظم راولي چې په هر بند او فصل کې وګړي سرکشي او نافرمانۍ ته پاروي او د ازادۍ او برابرۍ تر کاذب عنوان لاندې خلک اخلاقي ضد، ملي وحدت ضد، ديني ضد او هويتي ضد اعمالو ته را بولي.

هغه جګړه ماران چې د دوی بقا د بشري، اخلاقي، مدني او اسلامي قوانينو پر نقض چليږي او که سرغړونې بندې شي نو د دوی حيات له خطر سره مخ کيږي، کله کولای شي چې له داسې طرحې سره موافق شي.

بلې ظاهراً په ناسته کې حتی تړون کوي او قسم خوري چې هره فيصله مني خو له مجلس نه چې رخصت شي د شوي تړون خلاف لاس په کار کيږي.
نو ځکه غني او شريکان يې د خليلزاد امريکايي ازمايل شوې نسخه رد کړه. نورو اجيرانو هم حتی په دې وړانديز کوم جدي غبرګون ونه ښود.

طالبان خو پرته له شک او ريب نه د هرې بهرنۍ نسخې او طرحې چې د ليبراليزم او ديموکراسۍ اساسات ولري مخالف دي. دا ولې؟
دا ځکه چې دغه ټولې نقشې زمونږ په هيواد کې ازمايل شوي، تجربه شوي، بيا ازمايل پرته له بحران بل شی نه راولي.

داسې که فرض شي چي په بهرنۍ کومې طرحې موافقه وشي چې هغې کې انتخابات اصل وي او جمهوريت نظام، نو څه به وشي؟
انتخاباتو ته څوک دريږي؟ غني او شريکان د امريکا په ملاتړ عبدالله د هند او… په مرسته عطا د ايران…محقق او خليلي د ايران په زور، دوستم د ترکيې ازبکستان …په زور اتمر او خلقي پرچمي اشغال وهلي ملخان د روس او امريکې په مشروط زور.

نتيجه دا چې هر څوک چې پيسې او بهرني ملاتړ او د مزدورۍ او وفادارۍ چيغې اوچتې وهي هماغه لومړی ګټونکی بيا نور يې شاته ګټونکي منل کيږي.
ددې لپاره چې د يو بل پر پښو ونه خيږي او پريږدي چې بهرني بادار ته خدمت وکړي نو په واک کې نورو ته هم د رايو په انډول برخه ورکول کيږي.سره له دې چې هيڅوک پر خپلې برخي راضي نه دي خو له ويرې ټوپک ته لاس نه وروړي، خو په خوله د بيان د ازادۍ په برکت رقيب ښکنځي او رټي.

دغه رنګ واکدارۍ ته چي څو شتمن نخبه ګان، سرداران او ملکان په واک کې شريک دي او د بې ثباتۍ له ډاره ظاهراً يو بل تحمل کوي د بل وجود قبلوي تر څو دده برخه په کشمکش کې ضايع نه شي، ديموکراسي او جمهوريت ويل کيږي چې دغه ده دا دوه څلوېښت کاله ازمايل کيږي. د خلکو شتون بيخي په دغسې واکدارۍ کې نه ليدل کيږي. سره له دې چې د ولسواکۍ نوم لري.

بل نوم هم په دې زياتوي: پلوراليزم يعنې څوګوني، دا خبرې چې کيږي چې بايد هيڅ کس او ډله حذف نشي، له همدغه ليبرالي ايديولوژۍ سرچينه اخلي.

په دغه نظام کې که څوک قاتل، غل، زاني، فاسد، ليونی او خلاصه هر څوک چې څو کسه وګړي يا يو توکم په ځان پسې ولري په واک کې د اشتراک او يا کامل واکمن کيدلو حق او امکان لري.

دا ټول تقسيمات د انصاف، مساوات، برابرۍ، ورورولۍ، او ازادۍ تر بيرغ او عناوينو لاندې پرمخ بيول کيږي.

عدل په دې نظام کې نه شته، د انتخابېدو حق هغه ته ور په برخه دی چې د پيسو په بدل کې څو زره لاسليکونه راجمع کړي بيا د پيسو په بدل کې رايې وګټي او همدغه نظام ته سيکولر ديموکراتان بې بديله نظام وايي. اوس بيا په استانبول کې همدا پر افغانانو منل او کول غواړي.

له سحر نه تر ماسخوتنه غرب پيرودل شوي اجيره مطبوعات او ميډيا افغانان له داخلي جګړې، د قدرت له خلا، بې ثباتۍ نه ډاروي او دا د ناټو په امر او لمسون. دوی دا وايي چې بايد په بيړه پر يوې ادارې فيصله وشي ترڅو اخ و ډب پيښ نه شي. وايي وخت نه شته. بايد د بهرنيو په هغه تقسيماتي اشتراکي ادارې چې دوی يې حکم لاسليک کړی افغانان جمع اسلامي امارت موافقه وکړي.نو دادې د استانبول ناستې طرحه شوه.

افغان ورونو! هر هغه حالت چې راشي له دغه ويرونکي او بحراني ژوند نه به چې د اشغال د بيرغ لاندې او د غلامۍ تر جغ لاندې تيريږي بهتره وي. ځکه بېواکي او بلواکي خلک پوزې ته رسولي.

ډېر غرب روزلي نوابغ دا وايي چې د غرب جوړ شوي دولتونه ليبيا، عراق او تونس … کې بده نتيجه نه ده ورکړې. دا کم عقله نه پوهيږي چې افغانستان داسې يو هيواد دی چې د تاريخ په اوږدو کې په دې هيواد کې بهرنۍ نسخه نه ده چليدلې او تل ذاتي، فطري او هويتي ځانګړتياوو دلته ثبات راوستی.

افغانستان ته اسلامي وطني او افغان هويتي طرح او نسخه په کار ده، نه بين المللي او منطقوي. قطع نظر له دې چې يادو هيوادونو کې وينه بهيدنې لا زياتې شوي دي.

ای د افلاطون او ارسطو په مدينه فاضله او جمهوريت مينو سيکيولرانو!
تر کله به په پرديو نسخو پسې کله د روس او هند کله د امريکا او اروپا دروازې ټکوئ او هغوی به د نظام جوړولو ته کله له پيسو سره او کله له بمبارد او طيارو سره هيواد ته را بولئ، تر څو ګواکې دلته مضبوط نظام جوړ کړي؟
بس نه ده همدومره ازمايښت او تجربه؟

طالبانو ته د ولس پيغام واضح دی:
مجاهد ولس څه له پاسه څلور مليونه قربانۍ د خپلواکۍ او اسلامي هويت لپاره ورکړي دي، دا دوه ارزښتونه د معاملې وړ نه دي. که امارت اسلامي په استانبول، مسکو، واشنګتن يا هر بل ښار کې ناستې کوي؛ ودې کړي خو يو انتخاب او يو دريځ لرلی شي هغه دا چې پس له دې چې يرغلګر ولاړل اسلامي نظام ټينګول دي.

تاريخ کې قومونه دي چې په يوې اجماع او اتفاق سره يو نظام او واکداري جوړوي، بهرنيان که کوم قوم ته واکداري جوړوي هغه بقانه شي لرلی او په ډېره لنډه موده کې او په يوه کودتا او بغاوت ړنګيږي او د تاريخ کندې ته لويږي. دا د کومې تېرې پيړي کيسه نه ده، دا حوادث پر دې خوار ولس په همدې رواني پيړۍ کې څو ځلې تېر شوي دي.

اي ټولو هغو وطنوالو چې لا تر اوسه افغاني او اسلامي هويت ته تعهد لرئ او ستاسو ديني، وطني، وفاداري لا تر اوسه نه ده معيوبه شوې، هماغه سوړې او سوري ته لاس مه وروړئ چې يو وار له هغې مار چيچلي ياست.
ازمايلې بهرنۍ نقشې د سر په بيه تماميږي.
پس د شي له سل کلني سيکيولر، ليبرال، ديموکرات، کمونيست مستي او نشه يي نه را په سد شئ. استغفار وکړئ! د الله کتاب ته رجوع وکړئ، نبوي سيرت ته مخه کړئ! ديني ملي جرګو ته مخه کړئ، صالح غازي مجاهد سپين ږيرو او مشرانو ته مو مخ کړئ او په يوه عادل اسلامي نظام دعا وکړئ.

نړيوال او منطقوي مداريان لګيا دي بيا تاسو ته نقشې جوړوي، ټولو ته دا څرګند ګړئ چې چاته د نظام د جوړونې په باب د مداخلې اجازه نه ورکوي، دوی ته مخامخ ووايئ چې زمونږ په مينځ کې تاسې ته د قاضي دنده چا نه ده درکړې، مونږ يو اصلي قاضي لرو او هغه الله دی.! احکم الحاکمين.

په يو غږ ناټو او امريکا ته دا پيغام ورکړئ چې د دوی ځواکونه بايد د دوحې د تړون له مخې د مې تر لومړۍ نيټې افغانستان پريږدي او بيا به ددې هوډ نه کوي چې افغانستان ته له وسلو سره راننوځي. دا به نو بيا يوه تاريخي پريکړه شي.

بري تل د الله له خوا وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

الله تعالی دې په ګوتو او قلم ٗ برکت اضافه کړې . سلو په سلو کې د تائید وړ لیکنه .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x