نړۍ

مولا نا فضل الله: دحکومت په خلاف به نوی بریدونه پیل کړو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۱) دپاکستاني طالبانو یوه مشر مولوي فضل الله وپاکستان حکومت ته خبرداري ورکړی دي چی وسلوال به یی په وړاندی نوي بریدونه پیل کړي.

مولنا چي له  ۲۰۰۹ کال  څخه مخکی دخیبر پښتونخوا ایالت ملاکنډ ډیویژن کی زیات شمیر وسلوال درلودل اوپه دغه سیمه کی یی داسلامي شریعت دنافذه ولو لپاره دحکومت په خلاف په وسلواله جګړه لاس پوري کړی وو،   وروسته پاکستاني فوځ له لوري دنوموړي په وړاندي عملیات پیل کړو اونوموړي یی دی ته اړیستی چی سیمه خوشي کړي.

تیره ورځ نوموړي یوځل بیا پاکستان حکومت ته ګوت څنډنه کړی ده چی وسلوال به یی په ملاکنډ ایجنسي اوټول پاکستان کی داسلامي شریعیت دپلي کولو لپاره دحکومت په خلاف په تازه بریدونو لاس پوري کړي.

دخیبرپښتونخوا په سوات سیمه کی د پا کستاني عسکرو له توندو عملیاتو څخه وورسته مولانا فضل الله له سیمي څخه نادرکه شو، چي په دی ورستیو کی دپاکستان حکومت ویلي چی دافغانستان کنړ اونورستان ولایتونو کی خوندي ځالي لری ، خپله هم هلته اوسیږي اوکله کله له هخه ځایه څخه دپاکستان په لوري وسلوال ار استه وي.

څو ځلی  دپاکستان حکومت دافغانستان دحکومت په وړاندي احتجاج هم کړی دي ګواکی مولانا فضل الله په نورستان اوکنړ کی اوسیږي،خو دافغانستان حکومت یی په وړاندی عملیات نه کوي.

مولانا فضل لله وایی پاکستاني چارواکو یو ځل بیا له امریکایانوسره اړیکي ټینګی کړی دی ترڅو دمجاهدنو په وړاندي نوی دسیسي جوړي کړي، نوموړي زیاته کړه مونږ په تیرو څو کلنوکی دسلګو ملګرو قربانی ددی لپاره ورکړي دي چي سیمه کی اسلامي قانون پلي شي، نوترڅو پوری چی دغه هدف ته رسیدلي نه یو زمونږ مبارزه به دوام ومومي.

که څه هم دحکومت له لوري څو ځلي طالبانو ته دخبروکولو وړا ندیزشوی دی، خو مولانا فضل الله وایی مونږ د حکومت ټولو کړنو اوحرکتونوته دشک په سترګه ګورو، او داسي ښکاري  لکه حکومت او امریکایان چی یوځل بیا یوبل ته نژدی شوی وي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x