روغتیا

له کرونا ویروس څخه د مړینو شمېر له ۳ ملیونو پورته شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نږدې ۱۴۰ ملیونو ته رسیږي په داسې حال کې چې د یادې ناروغۍ څخه د مړینو شمېر له ۳ ملیونو پورته شوی دی.

له دغې ساري ناروغۍ څخه، چې د ۲۰۱۹م کال په دیسمبر میاشت کې رامنځته شوه تر دې دمه شاوخوا ۱۱۹ ملیونه کسان بیرته روغ شوي دي.

اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو زیات زیانمن شوی هېواد امریکا دی چې ۵۶۵ زره کسان په کې له یادې ناروغۍ مړه شوي، ورپسې لاتیني امریکایي هېواد برازیل دی چېرته چې کرونا د ۳۶۱ زرو زیاتو کسانو ژوند اخیستی دی. دغه راز په هند کې له ۱۷۳ زرو زیات او په برتانیا کې له ۱۲۷ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

په حاضره وخت کې له یادې ناروغۍ تر ټولو زیات هندوستان زیانمن شوی چې یوازې د پنجشنبې په ورځ یې له ۲۰۰ زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړي. دغه هېواد کې زیاتې پېښې دا ښيي چې دا به د ناروغۍ راتلونکی مرکز شي چې د برازیل څخه یې پېښې زیاتې شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس د معلوماتو له مخې تر دې دمه د نړۍ په ۱۶۱ هېوادونو کې ۷۵۱ ملیونه ډوزه د کرونا پر وړاندې واکسین خلکو ته لګول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x