لیکنېنظــر

بایډن ښه پریکړه وکړه…!!

لیکواله: وانډا فلباب براون — واشنګټن ډي سي
ژباړه او لنډیز: موسی فرهاد

د بایډن دا پریکړه چې له افغانستانه تر راتلونکي سپتمبره ټول ځواکونه راوباسي؛ ډېره پرځای پریکړه ده. دا ځکه چې په افغانستان کې د امریکا نوره پوځي ښکیلتیا له بیهودګي پرته بل څه نه وه؛ البته دا په دې مانا نه ده چې د امریکا له راوتلو وروسته به هلته یو آیډیال حالت رامنځ ته شي، بلکې د ډېر یو خونړي حالت خطر په هرصورت موجود دی. اقتدار او سیاسي فضا ته د طالبانو بیړنی پرمختګ هم د جدي اندیښني وړ دی.

د داخلي جګړو او کشالو رامنځته کیدل یقیني بریښي، خو دا هغه څه دي چې امریکا یې پخپل پوځي حضور هم نور نشي سمبالولی. د امریکا اساسي هدف د ترهګرۍ د خطر کمول و، چې هغه یوه لسیزه وړاندې د اسامه له وژلو سره پای ته ورسید.
القاعده کمزوې شوې، داعش موجود دی، خو داعش سره طالبانو سختې جګړې کړي، چې ښایي دا خطر هم نیشت وبلل شي.

د بایډن ادارې دا درک کړې چې امریکا او متحدینو ته یې د ترهګرۍ خطر نور له افغانستانه ډېر کم دی. اوس د نړۍ په نورو برخو کې لکه افریقا او منځني ختیځ کې د ترهګرۍ مخنیوي ته توجه پکار ده. مثلاً په صومالیه کې الشباب یو لوی خطر دی چې د پرمختګ په حال کې دی. که څه هم طالبان به په کلي توګه له القاعده سره د اړیکو پریکولو لیوالتیا ونلري، مګر امیدواري شته چې د دوحې د تړون له مخې طالبان القاعده ته اجازه ورنکړي چې امریکا ته خطر متوجه کړي او امریکا باید په دې برخه کې په دوامداره ډول له دیپلوماسۍ، مشروطو مرستو، بندیزونو، حتی کله ناکله له لرې ساحله د بریدونو او نورو لارو چارو څخه ګټه پورته کړي.

امریکا ته اوس د افغانستان په پرتله، د چین، روس شمالي کوریا غوندې ستراتیژیک خطري مسایل په مخکې دي چې باید چاره یې وکړي او دا هغه وخت ممکن دي چې امریکا په افغانستان کې له پوځي ښکیلتیا څخه ځان څنګ ته کړي.

د افغانستان سخت ځمکني حقایق:
امریکا په دې هدف کې ناکامه شوه چې په افغانستان کې طالبانو ته ماتي ورکړي، له دوو لسیزو سختو جګړو باوجود طالبان د پرمختګ په حال کې دي. نه یوازې پرمختګ، بلکي د آینده افغانستان په سیاسي میدان کې تر ټولو ستر سیاسي او نظامي ځواک ګڼل کیږي او دا امکان هم ډېر کم دی چې د امریکا مزید پوځي حضور دې دا واقعیت بدل هم کړای شي او داسې هیڅ لاره هم نه تر سترګو کیږي چې په نتیجه کې د کولمبیا غوندې یوه معاهده ترسره شي، چې یاغیان د حکومت برخه وګرځول شول.
تر اوسه د امریکا نظامي شتون د طالبانو په پوځي او سیاسي پرمختګ کې که څه هم خنډ اچولی خو مستقل مخنیوی یې نه دی کړی، حتی چې د امریکايي ځواکونو شمېر تر یولک پورته وو؛ هم یې مخنیوی ونشوای کړای. آینده هم دا توقع نشي کیدای.

همچنان امریکا او متحدین یې په دې ونه توانیدل چې د افغانستان په حکومتي دستګاه کې په لوړه کچه د پراخ فساد مخنیوی وکړي، د حکومت لوړ پوړي خلک چې د حکومتولۍ پرځای په فساد او په سیاسي اختلال کې لاس لري؛ د امریکا او نورو ډونرانو له مؤثرو تهدیدونو سره مخ نشول. همدا لامل دی چې د هغوی ادارې فساد له قابو کولو ووت.

بله مهمه خبره دا ده چې د امریکا پوځي حضور چې ترڅو پورې وي، د افغانستان حکومت دې ته هواداره کیږي نه، چې په ریښتیني توګه د سولې او واک ویشلو له لارې له طالبانو سره جوړجاړی ته ځان ورسوي.
برعکس د بهرنیو ځواکونو د وتلو ثابته نېټه بیا طالبانو ته دا انګیزه ورکوي چې پر مذاکره او سوله باور کم کړي او واک ته د رسیدو امیدونه یې زیات شي.

د ځواکونو د ایستلو وخت دی کنه؟
ځینې په دې فکر دي چې د بهرنیانو د وتلو لپاره شرایط برابر نه دي، بایډن په دې باور دی چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې خو همدا د شرایطو په تمه وخت تیر سو، د ده په باور، آخر ترکله به یې ځواکونه هلته میشت وي او دوی به د شرایطو برابریدو په انتظار وي؟

ناټو او پاکستان:
د امریکا له دې ورستۍ پریکړې به یو شمېر اروپايي متحدین هرو مرو د ناراحتۍ احساس کوي، ځکه دوی د لوژستیک، استخباراتي وسایلو، مالوماتو او نورو برخو کې اوس هم ټول انحصار پر امریکا کوي او امریکا له کلونو راهیسې خپلو متحدینو ته زارۍ کولې چې افغانستان ته مو د ځواکونو لیږل زیات کړئ او هلته په بیسونو کې د میشتیدنې پر ځای د جګړې میدان ته راووځئ، خو دوی دا کار ونکړ حتی د آیساف تر میشن لاندې یې له جګړې پرته، په نورو برخو کې هم د پام وړ برخه وانخیسته، امریکایي عسکرو به په طنزیه انداز ویل: ISAF(آیساف) مانا “I Saw America Fight,” ما امریکا په جګړه کې ښکیله ولیده.

دا چې له افغانستانه په وتلو کې د امریکا احتیاج رفع کیږي، طبعاً به یې د ناټو په اړه پالیسي تغیر کوي؛ چې دا د اروپايي متحدینو د ناراحتۍ سبب کیږي. دا راز پاکستان چې د امریکا او ناټو لپاره د هوایي او زمیني رسد له امله یې د امریکا پالیسي یرغمل کړې او ځان ورته مجبور احساسوي؛ له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو وروسته ښایي امریکا بیرته د پاکستان په اړه خپله پالیسي له سره و ارزوي، د زروي ټیکنالوجۍ، پوځي او ملکي سیاست، ډیمکراسۍ او بیان آزادۍ په برخه کې خپل خدشات را برسیره کړي.

راتلونکي ته انديښنه:
لکه مخکې مو چې وویل، افغانستان کې سیاسي حالات بهتر نه دي، طالبان د واک نیولو پرخوا ور نژدي کیدونکي دي، اندیښنې دا دي چې د ښځو حقوق، بشري حقوق، د وګړو آزادي، د اکثریت پر رایه باور او داسې نور ارزښتونه به کمزوري شي.
طالبان پر ټولټاکنو باور نلري، هغوی چې څه غواړي د یوې اسلامي شورا له لارې د نظام چلول چې د ایران په څیر یو ماډل به رامنځ ته کوي. طالبانو خپل جنګیالي د اقتدار د نیولو لپاره تیار کړي، چې د امریکا او ناټو د ځواکونو له شتون پرته به افغان ځواکونه د هغوی د مخنیوي توان ونلري.د جمهوري او بشري ارزښتونو دا کمزوري به رښتیا ډېره اذیت ناکه وي، خو د امریکايي ځواکونو له موجودیت نه هم توقع نه وه چې دا حالت دې د بهترۍ خوا ته یوسي.

د بایډن د اعلان نیمګړتیا:
د استانبول د کنفرانس په شپو ورځو کې د امریکايي ځواکونو د اخراج اعلان به هغه دیپلوماتیکې هڅي نورې هم کمزورې کړي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د جوړجاړي لپاره امریکا او نړیوالې ټولنې روانې کړې وي، که څه هم طالبانو اعلان کړی و چې ترڅو ټول بهرنیان وتلي نه وي، تر هغو په سیاسي غونډو کې ګډون نه کوي.
مګر امریکا ته بیا هم پکار ده چې دیپلوماتیکې هڅي جاري وساتي، کنه د اشرف غني حکومت به نور هم د انزوا او کمزورۍ طرف ته ولاړ سي.

امریکا او نړیواله ټولنه کولای شي، پر طالبانو له نورو لارو فشارونه زیات کړي، ترڅو یو جوړجاړي ته غاړي کښیږدي، لکه د سفرونو بندیز، بین المللي مرستې مشروط کول، ځینو افغان ملاتړو ته د امریکايي ویزو آسانتیا، افغان ځواکونو ته اکمالات رسول، استخباراتي ښکیلتیا او داسې نورې لارې چارې دي چې امریکا یې د ابزارو په توګه کارولای شي.

پای ……..!!
ژباړه او لنډیز
موسی فرهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

موسی فرهاد صاحب ! ډیره مننه چه د واښنګټن ډی سی یوی لیکوالی بربنده لیکنه مو د افغانانو د پوهاونی د پاره ژباړلی او نن ټکی اسیا کی نشر شوی ، د پام وړ ډیر ټکی پکی نغښتی چه ارزونه یی په دی کوچنی تبصره کی ستونزمنه ده کیدی شی په اړه یی یوه لیکنه کی پری بحث وکړو . مګر دا خبره چه د امریکا ناکامی یی افغانستان کی په ډاګه کړی او هغه هم د واشنګټن د یوی امریکایی لیکوالی له خوا ډیر اعتبار او د اهمیت وړ ده هر څوک د ځآن زیاته او د نورو کمه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x