افغانستان

د ملا محمد عمر مجاهد په ژوند او کارنامو لیکل شوی کتاب چاپ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل):د طالبانو د اسلامي غورځنګ د مؤسس ملا محمد عمر مجاهد په ژوند او کارنامو لیکل شوی مستند کتاب د ( ثالث عمر) په نوم تازه په تازه له چاپه راوتلی دی.

دغه کتاب چې د طالبانو د فرهنګي کمیسیون د تاریخ د برخې د مسؤل لیکوال او شاعر ( قاري عبدالستار سعید) لخوا لیکل شوی، ویل کیږي چې د ملا محمد عمر مجاهد په اړه لومړنی مستند کتاب دی چې د لومړي لاس معلوماتي منابعو په اساس لیکل شوی او د طالبانو د مشر د ژوند ډیرې ناویلې خبرې په کې راغلي دي. د کتاب له محتوی څخه ښکاري چې معلومات یې د ملا محمد عمر مجاهد له کورنۍ، نږدې ملګرو، د طالبانو د رهبري شوری له غړو او نورو هغو کسانو څخه اخیستل شوي چې له ملا محمد عمر مجاهد سره یې د ژوند په بیلابیلو پړاوونو کې مخامخ رابطه او نږدې ملګرتیا درلوده.

د ( ثالث عمر) په نوم دا کتاب چې په ۵۲۰ مخونو کې په ښایسته ډیزاین او صحافت خپور شوی، په مقدمه، اتو فصلونو او څو ضمیمو مشتمل دی. چې مهم عنوانونه یې په لاندې ډول دي.

مقدمه: له عمره تر عمره، لنډ تاریخي سرګذشت

لومړی فصل: له زیږېدو تر ځوانۍ

دوهم فصل: د کمونیزم پر خلاف جهاد

دریم فصل: د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ ایښودل

څلورم فصل: د افغانستان اسلامي امارت

پنځم فصل: د امارت مقام او د امیر المؤمنین روزمره فعالیت

شپږم فصل: په افغانستان د امریکا پوځي یرغل

اووم فصل: د صلیبي یرغل په مقابل کې د جهاد تداوم

اتم فصل: تأثرات او خاطرې

او د کتاب د وروستۍ برخې په ضمیمو کې د ملا محمد عمر مجاهد ځینې مهمې ویناوې، پيغامونه او مرکې راغلي دي.

دغه کتاب چې د ملا محمد عمر مجاهد او طالبانو د اسلامي تحریک په اړه مهم اثر ګڼل کیږي، ویل کیږي چې د نورو ژبو ژباړه یې هم تر کار لاندې ده او په نږدې راتلونکې کې به یې عربي، فارسي، اردو او انګلیسي نسخې هم چاپ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نوراغا نوری

السلام علیکم و رحمت الله وروره ددغه کتاب pdf که درسره وي را وایستوه مننه

طوطی

آیا د هغه د وژلو بحث هم پدی کتاب کی شته کنه؟ دا چی تر دوه کالو طالبان خبر نه ول چی ملا صیب چیری دی نو په غیاب کی یی چا د جنګ فتوای ورکوله؟

Adam Khan

I wish you were here with your mujahids today

But Allah knows very well. Today, your every single Mujahid Talib is an Omer.

AI MUJAHIDAH OMER KHANAH
STA KARNAMO TAH SHWAH DONIA TOLA HIRANAH
TA HAGHA CHA TA MATI WARKRAH CHI TOLA DONIA TRI WERIDALLA
STA ERADO AW HARAKAT CHINA AW ROSIA RA ZHONDI KARAL
TA KHO DA AFGHANISTAN SATOONKAI NA BALKI DA JAHAN SATOOKAI SHOI

سیدزرغون شاه آغا

دا کتاب چیری او څنګه لاس ته راځی؟

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x