افغانستان

زابل کې له طالبانو سره د جګړې پرمهال ۲۳ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۲۳ پولیسو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

طالبان وايي، تیره ورځ د شاه جوی ولسوالۍ په «چینو» سیمه کې یې سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) په هغو پوستو پراخ بریدونه کړي، چې د ملکي خلکو د «آزار» او «اذیت» باعث ګرځېدلې وې.

د طالبانو د رسمي ویب پاڼې الاماره د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې یې ۲۳ اربکیان(محلي پولیس) وژلي او ۵ نور یې ژوندي نیولي دي.

طالبانو دغه راز په یاده نښته کې د خپلو پنځو ملګرو د ټپي کېدو ترڅنګ ویلي، چې د دولتي عسکرو ۴۰ میله سپکې او درنې وسلې یې «ولجه» کړي او ۱۲ عرادې ټانګونه یې هم په جګړه کې له منځه تللي دي.

باید وویل شي چې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د کابل ـ کندهار پر لویې لارې پولیس تل مسافر او موټر چلوونکي ځوروي او غیر قانوني پیسې ورڅخه اخلي، چې کله ناکله ددغو پیسو د نه ورکولو په صورت کې مسافر او موټر چلوونکي په «شهادت» هم رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x