افغانستان

امریکا د عسکرو د خوندي ایستلو په موخه افغانستان ته نور پوځیان رالېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت «پنټاګان» وایي، له افغانستانه د عسکرو د ایستلو د امنیت د خوندیتوب په موخه د لنډې مودې لپاره افغانستان ته نور عسکر هم لېږي.

د پنټاګان ویاند «جان کربي»‌ په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې له افغانستانه په منظم او خوندي‌ ډول د پوځیانو د را ایستلو په موخه ښایي افغانستان ته په لنډ مهالي‌ ډول نور پوځیان واستول شي، چې تر راتلونکو ‌څو میاشتو به هلته پاتې شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې پنټاګان به د طالبانو د بریدونو په وړاندې جدي‌ واوسي‌ او د ولسمشر بایډن او د دفاع وزیر‌ «اسټین» له امر سره سم به یادو بریدونو ته قوي‌ غبرګون وښودل شي.

د کربي په خبره، د امریکايي‌‌ پوځيانو له وتلو وروسته به هم یو شمېر قراردادیان په افغانستان کې‌ پاتې شي، تر څو له دولتي‌ عسکرو سره مرسته وکړي او امریکا به هم له افغان عسکرو سره مالي مرستو ته دوام ورکړي.

پنټاګان داسې مهال افغانستان ته د تازه دمو عسکرو د را لېږلو هوډ کړی، چې امریکا وایي، د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې تر یوولسمې نېټې په بشپړ ډول له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

ورته مهال ناټو سازمان هم له امریکا سره یو ځای د عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی.

بل لور ته طالبان بیا وایي، امریکايي‌ او ناټو عسکر دې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوې توافقنامې سره سم د روانې میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

طالبان ګواښ کوي، که بهرني عسکر په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي، په وړاندې به یې غبرګون وښودل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x