افغانستان

دفاع وزارت د طالبانو له زندانه د ۲۰ دولتي عسکرو د خلاصون ادعا کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): دفاع وزارت ادعا کوي، چې په نیمروز ولایت کې یې د طالبانو له زندان څخه ۲۰ تنه دولتي عسکر خلاص کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، کمانډو ځواکونو تیره شپه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو زندان عملیات کړي، چې په ترڅ کې ۲۰ تنه دولتي عسکر او پولیس د طالبانو له زندانه آزاد کړي، چې په دوی کې ۱۷ تنه عسکر او ۳ د پولیسو افسران دي.

نوموړي دغه راز په دغو عملیاتو کې د مولوي بشیر په نوم د طالب قومندان په ګډون د ۷ طالبانو د وژلو خبر هم ورکړی دی.

طالبانو تراوسه ددفاع وزارت ددغې ادعا په هکله څه ویلي نه دي؛ خو تردې وړاندې یې له خپلو زندانونو څخه د دولتي عسکرو د خوشې کولو دولتي ادعاوې ناسمې بللې وې، بلکې خوشي شوي کسان یې د نشه یې توکي روږدي او جنايي مجرمین یاد کړي وو، چې د درملنې او حقوقي دعوو په اساس په بند کې ساتل کېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
No, No these guys are not prisoners. Have a deep look. 
They do not have long beards, They have healthy fresh skin and hair cut,
 they have new high quality clothes, they have frish muddy trousers and
 it looks like they were just running in the muddy water outside 
 KHWAJA RAWASH airport.


Dr. Najeeb used to do the same thing to confuse the public.
Adam Khan

These people do not have chains in their hands. They are just holding their hands at the back

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x