اقتصادټکنالوژي

د هېواد بانکي نظام (لومړۍ برخه)

سهراب ویسا

په لومړي سر کې اړینه ګڼم، چې د بانک په تعریف ځان پوه کړو، چې بانک څه ته وایي او ولې د بانک شتون په اوسني وخت کې هېوادوالو لپاره اړین دی.
بانک هغه سوداګریز رسمي ارګان ته ویل کیږي، چې د هېواد سوداګریزو قوانینو په رڼا کې فعالیت کوي او اصلي دنده یې دا وي، چې د خلکو پیسې د حسابونو په پرانیستلو سره او د بانکي سوداګریزو قوانینو په رڼا کې یادې پیسې راغونډه وي او هغه صنعت کارانو یا سوداګرو ته يې په پور ورکوي، چې د کاروبار لپاره یادو پیسو ته اړتیا لري.

بانک یواځینی رسمي او قانوني ارګان دی، چې خپلې سوداګریزي چارې د پیسو په راکړه ورکړه ترسره کوي، یعنی په ساده ژبه دا ویلی شو، چې بانک یواځینی ارګان دی چیرته چې د پیسو په راکړه ورکړې سره هم د ځان لپاره ګټه ترلاسه کوي او هم سوداګرو ته د سوداګریزو چارو په برخه کې د پیسو د پور ورکړي لپاره خدمات وړاندې کوي او د یادو خدماتو په بدل کې ګټه لاسته راوړي.

که چیرته په ګران هېواد افغانستان کې د بانکي نظام تاریخ ته ېوه لنډه کتنه وکړو، چې په کومه زمانه کې بانکي خدمات په هېواد کې دود شوي، نو لومړۍ به دا ووایو چې په سلطنتي او شاهي دورو کې هېڅ ډول بانک شتون نه درلود بلکې شاهي خزانې په شاهي زیرمو کې ساتل کېدلې، خلکو به خپله وټه (سرمایه) په خپله ساتله، په ځینو سترو ښارونو کې به خلکو خپلې پیسي یا داراي د ښار مخورو کورنیو غړو سره د معلومې مودې لپاره د امانت په ډول سپارله او د دې امانت په بدل کې به یادې کورنۍ ته کوم ډول ګټه نه رسېدله او د دې کار په بدل کې داسې کوم ځانګړيو قوانینو او مقرراتو هم شتون نه درلود، بلکې د اعتبار په ډول به د امانت چارې د مخورو کورنیو په مېنځ کې ترسره کېدلې.

د امانت ساتلو همدې لړۍ ته په کتلو سره دا ثابتیږي، چې په هره زمانه کې داسې ېو ارګان ته سوداګرو او عامو خلکو اړتیا لرله، چې خپله سرمایه په خوندي ځای کې وساتي او د ودې لپاره یې هم لارې چارې وسنجوي. د هېواد دننه په ځینو سترو ښارونو بازارونو کې لکه کابل، قندهار، ځینو افغاني صرافانو او ترڅنګ يې هندي صرافانو فعالیت درلود، چې هندۍ روپۍ، عربي سکي، روسي سکې، انګلیسي پونډ به یې پلورل او پېرل، د دې ترڅنګ به یې خلکو ته د حج او عمري خدمات هم وړاندې کول، حتی په ځینې وختونو کې به دولت هم له دغو صرافانو څخه خپل د اړتیا وړ اسعار پېرل، بیا په کال 1311 کې محترم عبدالمجید زابلي ېو سهامي شرکت، چې د هاشمي سهامي شرکت په نوم یادېده رامېنځته کړ، چې وروسته بیا د غوایی میاشت په 1312 کال کې  دغه سهامي شرکت د افغان ملي بانک په نوم و نومول شو او د لومړني بانک په حیث یې هېواد کې خپل فعالیت پیل کړ.

په پیل کې افغان ملي بانک د مرکزي بانک په حیث خپلې بانکي چارې په هېواد کې پرمخ وړلې او د وخت په تېريدلو سره د ملي بانک دندې او فعالیتونه پراخېدل، او په همدې لړۍ کې د سوداګرۍ چارو د لا سمون لپاره د سلواغي په 17مه په کال 1318 کې دوهم بانک د افغانستان بانک په نوم رامنېځته شو او د مرکزي بانک د چارو د سمون مسؤلیتونه هم ورته وسپارل شول او خپل فعالیت ته یې د مرکزي بانک په حیث ادامه ورکړه. په لومړۍ سر کې د افغانستان بانک سرمایه  120 میلونه افغانۍ وه، چې د هېواد په پلازمېنه کابل کې یې خپلې بانکي چارې پيل کړلې. په کال 1354 کې د افغانستان بانک سرمایه ېو میلیارد افغانیو ته لوړه شوه.

د یادولو وړ ده، چې په هېواد کې د بانکدارۍ نظام بنسټ اېښودونکی محترم عبدالمجید زابلی ښودلی شو، ځکه یاد کس لومړنۍ افغان سوداګر ؤ، چې د سهامي شرکت په رامېنځته کولو سره یې د دې وړتیا پیدا کړه، چې د یاد شرکت چارې په سمه توګه مدیریت کړي او د بانکدارۍ نظام ته یې برابر کړي او د بانکدارۍ په برخه کې يې دومره وړتیا لرله، چې د مرکزي بانک چارې هم ورسره سمبالې کړي ترڅو په دي وتوانید چې د مرکزي بانک پرانیستلو لپاره لار هواره کړي.

په اوسني عصر او زمان کې الحمدالله دا ویلی شو، چې د هېواد دننه ډیر پياوړی مرکزي بانک موجود دي، چې د افغانستان بانک په نوم یادیږي او د بانکدارۍ په برخه کې يې ډېر روښانه قوانین رامېنځته کړي. یاد مرکزي بانک په هېواد کې د خصوصي سکتور په برخه کې هم بانکونو ته د فعالیت اجازه ورکړې، چې فعلاً ډېر زیات خصوصي بانکونه د مرکزي بانک ( د افغانستان بانک) د څار لاندې خپل فعالیتونه د بانکي قوانینو په رڼا کې ترسره کوي. خصوصي بانکونه په هیڅ ډول نشي کولای، چې د مرکزي بانک د قوانینو خلاف بانکي چارې ترسره کړي ځکه د بانکدارۍ قوانین د مرکزي بانک له خوانه دوی ته په واضیح او روښانه ډول ورکړل شوي، چې د یادو قوانینو په رڼا کې دوی خپله پانګونه وکړي او خپله راغونډه شوې وټه بې ځایه ضایع نه کړي.

د افغانستان بانک لیدلوری:
د افغانستان بانک لیدلوری، د هغه پولي مؤسسې لید لوری دی، چې نړیوال غوره فعالیتونه د بیو د ثبات ساتلو او د پیاوړي مالی سیستم لپاره پلي کوي، په کوم چې د ملي اقتصاد د ثبات، د پانګې اچونې د وړ شرایطو د جوړونې، د خصوصي سکتور د پراختیا او د پراخې اقتصادي ودې لامل کيږي.

د افغانستان بانک ماموریت:  د بیو ثبات ساتل او د یو پیاوړي مالي سیستم جوړول، د افغانستان بانک ماموریت ګنل کيږي.

د افغانستان بانک عمده دندې:
د افغانستان بانک ېو مرکزي او دولتې بانک دی چې زیاتره وخت د دولت د بانکوال او د مالی سلاکار او استازي په توګه دنده ترسره کوي، او د مرکزي بانک عمده دندې په لاندې ډول ښودلی شو.

1.    د افغانستان د پولي سیاست طرح کول، ترلاس لاندې نیول او اجراؤ کول.

2.    د ارزي سیاست طرح، ترلاسو لاندې نیول، اجرا او د افغانستان د اسعارو ترتیبول.

3.    د افغانستان د اسعارو رسمي زېرمو ساتنه او اداره کول.

4.    د افغانستان د کاغذي پیسو او فلزي مسکوکاتو چاپول، ضربول او خپرول.

5.    د دولت د بانکوال او د مالي سلاکار او استازي په توګه دنده سر ته رسول.

6.   د جواز صادرول یا ثبتول، تنظیم او پر بانکونو، د اسعارو پر صرافانو، د پولي خدمتونو پر وړاندې کوونکو، د ورکړې د سیستم پر مجریانو، د بها لرونکو سندونو د خدمتونو پر وړاندې کوونکو، دبیه لرونکو سندونو د لېږدونې د سیستم پر مجریانو او نورو هغو اشخاصو باندې څارنه چې د افغانستان بانک کولای شي د قانون د حکمونو مطابق د هغوی څارنه وکړي.

7.    د هغو بیه لرونکو سندونو د ورکړې او انتقال لپاره د اغېزمن او سالم سیستم جوړول، ساتنه او وده چې د دولت یا د د افغانستان بانک لخوا صادر شوي وي او د ورکړه ایزو (پرداختي) معاملو او هغو معاملو د حساب تصفیه او تسویه چې په دغه ډول بیه لرونکو سندونو کې صورت مومي.

د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه:
بنسټیز ارزښتونه د افغانستان بانک د اجرااتو بنسټ جوړوي. دا ارزښتونه د افغانستان بانک د پیژندلو او د حرکت او بهیر لاره منعکسوي. د افغانستان بانک ټول کارکوونکی اړ دی څو د هرې دندې په ترسره کولو کې د بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه په پام کې ونیسي.

د افغانستان بانک بنسټیز ارزښتونه په لاندې ډول دي:

۱. د عامه خلکو دګټو لپاره د خدمت ژمنه

د افغانستان بانک د عامه اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی.

۲. د اړوندو مراجعو او شریکانو دګتو په پام کې نیول

د افغانستان بانک اړ دی څو خپلو شریکانو لکه ؛ خلکو، ملی شورا او حکومت ته ( چې د افغانستان بانک یې دپولي استازي په توګه کار کوي ) تر ټولو ښه خدمتونه وړاندې کړي.

۳. اخلاق او ریښتینوالی

د افغانستان بانک او د هغه کار کوونکي په خپلو ټولو کړنو کې د مسلکي اخلاقو او ریښتینوالۍ رعایتولو ته ژمن دي.

۴. روڼتیا

د افغانستان بانک د روڼتیا او حساب ورکونې تأمینولوته ژمن دی او د خلکو لخوا د خپلو ټولو کړنو څارنې ته ښه راغلاست وایي.

۵. بېلګه يیزه رهبري

دافغانستان بانک ژمن دی څو په اداري او انفرادي کچه د غوره کړنو په تر سره کولو سره خپل مقام د بېلګې په توګه تثبیت کړي.

۶. ډله يیزکار

د افغانستان بانک ژمن دی څو د دې ادارې په بېلا بېلو بر خو کې د ډله ایزه کار فرهنګ دود کړي.

۷. مساوات او عدالت

د افغانستان بانک له خپلو مشتریانو، کار کوونکو او نورو شریکانو سره د منصفانه چلند د رعایتولو اصل ته چې له هر ډول تبعیض، تعصب او غیر مسلکي ملاحظاتو خالي وي، ژمن دی. دا چلند د مناسب کاري چاپیریال را منځته کول او د جنسیت (جندر) په اړه حساسیت هم رانغاړي.

۸. محرمیت

د افغانستان بانک د خپلو ټولو مشتریانو،کار کوونکو او له نورو شریکانو سره په ټولوچارو (اړیکو او معاملو)کې د محرمیت ساتلوته ژمن دی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د افغانستان بانک پرته نور دولتي بانکونه هم موجود دي، چې د افغانستان بانک د څار لاندې فعالیتونه کوي لکه افغان ملي بانک، پشتني بانک، نوی کابل بانک، دا ټول دولتي بانکونه دي، چې د هېواد په کچه اکثره ولایتونو کې فعالیت لري او غوره بانکي خدمات خپلو مشتریانو لپاره وړاندې کوي. د دې ترڅنګ خصوصي بانکونه هم موجود دي، چې د افغانستان بانک له خوا دوی ته د فعالیت جواز ورکړل شوی او د هېواد په کچه په اکثره ولایتونو کې نمایندګي لري او خپل بانکې خدمات وړاندې کوي،  لکه عزیزي بانک، بانک بین المللي افغانستان، د افغانستان اسلامي بانک، میوند بانک، افغان یونایتد بانک، د کوچنیو پورونو لومړنی بانک (Micro Finance Bank)، غضنفر بانک، په همدې ډول د دوه بهرنيو بانکونو نمایندګۍ هم شتون لري لکه الفلاح بانک، نېشنل بانک اف پاکستان، نومیږي.

دا درست هغه بانکونه دي، چې د ېو واحد مرکزي بانک او د هېواد بانکي قوانینو څار لاندې خپل فعالیتونه پرمخ وړي او هر بانک یې د کامل اعتماد وړ بانک دی، هېواد وال په ډاډه زړه کولای شي، چې د دغو بانکونو له خدماتو څخه ګټه پورته کړي او خپله داراي د بانکي قوانینو په رڼا کې د لا ښه مدیریت لپاره د بانکي حساب په پرانېستلو سره د خپلې خوښې بانک کې غونډه کړئ، له دي کار سره تاسو کولای شی، چې خپله داراي په یوه قانوني او خوندي ځای کې د غوره سوداګریزو چارو لپاره په امانت وسپارۍ.

دوام لري……..

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x