افغانستان

د کابل هوايي ډګر تر ډله ېیز برید لاندې دی

نن ټکی آسیا(پنجشنبه،د چنګاښ۲۵مه،۱۳۹۳ل): همدا نن سهار وختې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د درنو چاودنو او ډزو غږونه واورېدل شول.

له سېمي نه ورکول شوی خبر کاږي، چې څو تنو په وسلو سمبالو کسانو د کابل هوايي ډګر ته څېرمه په یوه ودانۍ کې، چې تر رغونې لاندې ده مورچلې نیولې او پر کابل هوايي ډګر یې برید پيل کړی.

د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط، د پېښي پخلی وکړ ، خو دم ګړۍ يې د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه.

ویل کېږي، چې برید کوونکي په سپکو او درنو وسلو سمبال او جګړې ته ادامه ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې سیمې ته تازه ځواکونه او د بیړني  غبرګون ځواکونه رسیدلي .

د برید مسؤلیت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده، چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د امریکایانو نظامي او ګڼ نور بهرني مرکزونه پراته دي.

دا په روانه میاشت کې پر کابل هوايي ډګر پر له پسې څلورم خونړی برید دی، چې ترسره کېږي.د مخکنیو بریدونو مسؤلیت وسلوالو طالبانو منلی و.

وړمه ورځ هم په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي کارمندانو موټر د طالبانو تر چاودنې لاندې راغی،چې پکې لږ تر لږه درې تنه ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

د پېښي د نورو جزییاتو لپاره له «نن ټکی آسیا» سره اوسئ.

 

تازه ترلاسه شوي معلومات:

د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال ایوب سالنګي د کابل پر نړیوال هوايي ډګر باندې ډله یېز وسلوال برید تایید کړ.

نوموړي زیاته کړه، چې برید کوونکو نن سهار وختې څلور بجې جګړه پيل کړې او تر دې مهاله څه کم شپږ بجو پورې لا هم مقاومت کوي.

هغه زیاتوي چې وسلوالو د هوایي ډګر شمال لوري په یو کیلو مترۍ کې د قصبې په ساحه کې یوې نوې جوړیدونکې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځایه پر هوایي ډګر ډزې کوي.

د سیمې یوه اوسیدونکي او عیني شاهد وویل چې په سیمه کې دامنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي.

هغه زیاتوي چې تر اوسه د ګڼ شمیر چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.

دی وایي چې وسلوال پر هوایي ډګر ډیری د راکټ مرمۍ توغوي.

امنیتي سرچینې وايي، چې برید کوونکو د هوايي ډګر شمالي دروازه ،چې د ایساف نظامي مرکز او د دوی اړوند نظامي تجهیزات او وسایل پکې ولاړ دي تر هدف لاندې راوستی.

ویل کېږي، چې په فضاء کې بې پېلوټه، جیټ الوتکې او د ایساف چورلکې درګرده دورې وهي، ترڅو د ایساف نظامي مرکز ته د بریدګرو لاسرسی له خنډ سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x