نظــر

د بایلونکي پهلوان(جو بایډن) تېښته او لاپې

الحاج استاذ بيانزي

د افغانستان په اړه د امريکا د نوي جمهور ريئس (جو بايډن) پاليسي بالاخره په ډاګه او اعلان شوه، ښاغلي بايډن د دوحې تړون ته ژمنتيا هم ښيي، د دوحې تړون کې د مې اول تاريخ د ټولو اشغالګرو فوځونو د وتلو اخري ورځ ټاکل شوې مګر بايډن د ټولو فوځونو د وتلو لپاره د مې مياشت لومړۍ ورځ او د سپټمبر يوولسمه اخري ورځ ټاکي او بې له دې چې د کوم ډول شرايطو يادونه پکې شوې وي، مګر کابل کې د امريکا سفارت به يې د غلامې ادارې سره هر اړخيزو مرستو ته دوام ورکوي، که دا لاسوهنه نه وي لاسوهنه به ښکر لري؟

۱ ــ له طالبانو سره د امريکايانو قبلي رسمي تړون دا و چې د دې کال د مې د مياشتې تر لومړۍ نيټې به ټول اشغالګر له هيواده باسي. مګر امريکا د خپل استعماري فطرت له مخې بې له دې چې طالبانو سره نوي تفاهم ته رسيدلي وي په خپله خوښه د دوحې قبلي رسمي تړون نقض او د وتلو لپاره د سپټمبر يوولسمه ورځ اخري نيټه ټاکې يعني ۴ مياشتي اشغال نور هم غځوي. له رسمي او منل شوي تړون وروسته په خپله خوښه بل تړون د انساني او بين الملل اصولو خلاف عمل نه دی.

۲ــ د سپټمير يوولسمې پورې د اشغال غځول د امريکا په خوښه، نه د دواړو اړخو ترمنځ د بل نوي تړون او يا تفاهم له مخې ترسره کېږي. سره له دې چې ۴ مياشتي د اشغال نور تمديد به د امريکا د نوو تلفاتو او خساراتو لپاره تر بل هر وخت ستونزمن او تر ټولو بد تصميم وي، مګر امريکايي چارواکي يې د خپلو هيوادوالو او نړيوالو د خطا ايستنې لپاره ورته غاړه ږدي.
خلکو ته د سپټمبر د فاجعي يادولو لپاره د سپټمبر يوولسمه اخري ورځ ټاکي چې په دې ورځ د القاعدې مشر ( اسامه رح ) مو د نيويارک ايالت ټاورونه د ځمکې سره ځمکه او څه کم درې زره امريکايان يې پکې ووژل؛ د غچ اخستنې لپاره مو افغانستان اشغال، اسامه بن لادن مو ووژلو او اسلامي امارت مو ونړولو او باثباته حکومت مو شاته پريښود همدغه يې د شلو کلو موخې او لاسته راوړنې وې.

۳ــ بايډن وويل چې ((د زرګونو پوځيانو د خدمت د لګښت لپاره په ميلونو ډالر لګوو نور بايد ورته د پای ټکی کېښودل شي)).

زموږ وژنه خو دوی ته حلاله مګر د ((تريلونو))  ډالرو په ځای د ((ميلونو)) ډالرو يادونه کوي چې ماليه ورکونکي خطا باسي، د تريلونو ډالرو زياته برخه يې امريکايي چارواکو او غلامې ادارې غلا کړې، له هغو تريلونو ډالرو کمه برخه د اشغلګرو عسکرو او غلامو عسکرو لپاره خرڅ شوي چې په ميلونونو بې دفاع افغانان او په زرګونو امريکايي او اروپايي غريب عسکر پرې ووژني، هغه ډالر له امريکايي عوامو پټوي چې هم يې بچېان وژني او هم يې په تريلونو ډالر غلا کوي.

۴ــ  بايډن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د فاجعې د شلمې کليزې تلين لمانځي، چې د دغې ورځې د غچ اخستنې لپاره تللی و، موخې يې ترلاسه او د برياوو سره راستون شو، د نړيوال نفوس کنترول کې يې هم عمده لاس اړونه لرله.

۵ــ بايدن د بايلونکي پهلوان په شان ځغاسته کې لاپې کوي وايي[ سيمه څارو، طالبانو ته اجازه نه ورکوو چې د القاعدې او نورو ډلو سره اړيکې ولري]

امريکا نړيوال پوليس يا نړيواله شاهنشاهي لري، د سيمې له څارلو يې هدف د اسلامي حکومت د جوړونې مخنيوی دی، د حيرانتيا وړ، امريکا د کفري القاعدې سره يووالی لري د خرو په شان يې هر غوبل ته ځغلوي مګر اسلامي القاعده غيرقانوني او دهشتګر دي!

۶ــ  بايلونکی پهلوان بې خلطې هوايي ډزې او لاپې کوي چې [[ طالبانو ته به اجازه ورنکړو چې په دوی بريدونه وکړي]]

ګټونکي طالبان يې له هيواده په زور باسي، د بريدونو لپاره له امريکايانو جواز تر لاسه کولو اړه لري؟

۷ــ بايډن وايي[[ چې د دوحې قبلي تړون ورته معنی لري يعنې مني يې] هغه تړون کې د مې د مياشتې تر لومړۍ نېټې به ټول اشغالګر له هيواده وځي او د وتلو لپاره يې د ټرمپ په ډېرو ننواتو ۱۴ مياشتې وخت ورکړی شو،  بايډن ته که هغه تړون معنی لري د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې يې بايد ټول فوځونه له دې هيواده وباسي نه دا چې د اشغال دوره ۶ مياشتې نوره هم وغځوي!

۸ــ بايډن وايي چې ټول امريکايان او ناتو له افغانستانه په وتلو اتفاق نظر لري، ۷ کاله دمخه ناټو ويلي وو چې د کابل اداره له ځانه دفاع کولای شي، ۷ کاله  وروسته بايد لا پياوړي شوي وي.

پهلوان د بايلنې څنګ کې ځان ګټونکی هم ګڼي فرمايي، القاعده مو محوه او غلامه اداره مو په پښو درولې، مافياوې ډلې مو جوړې چې نشه يي توکي قاچاق او د ځمکې لاندې باندې ذخيرې به راسره نيمې او مظلوم ولس به راله استثماروي نو موږ په خپله خوښه او خپلو موخو سره له دې هيواده ووځو.
که داسې وي د دوحې په ځای به مو کابل کې تړون لاسليک کړی و، طالبان خو رسمي حکومت نه درلود.

۹ــ پهلوان د تيښتې په حال کې طالبانو ته اخطار ورکوي چې [[ که ډز راباندې وکړي ښه به نه وي]] لاسونه او سترګې مو استشهادي مټو درتړلي پښې مو دفاع کوي چې وتښتي، په خپله نه ووځي، ويستل کېږي او نه مو موخې ترلاسه شوي، تر ټولو لويه موخه مو د څو سري، بې ثباته او کمزوري حکومت پريښودل دي چې ستاسې په تېښته کې ستاسې د دفاع وړتيا او پياوړتيا نه لري، د ځان د د فاع لپاره څه نه لري ستاسې دفاع به په څه وکړي يتيمان دي د غلامې ادارې حيثيت هغه هوايي وداني( چې د امريکا په اوږو ايښودل شوې) ته ورته چې د امريکا د اوږو خالي کولو سره په ځمکه راپريوځي، د نجيب څخه به په بدتره برخه ليک سره مخ کېږي ان شالله.

۱۰ــ تر دې به د امريکا لپاره بله لويه څو مخي چېرې وي چې هم د روغې جوړې ملاتړ يادونه او هم د غلامې ادارې ملاتړ ته دوام ورکوي، هم دا کوي او هم دا.

ومن الله التوفيق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x