دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده «شلمه برخه»

اسدالله رزين

د هغوی ښکاره او پټ یو شانته و، هغوی موخن او موخه یې هم شریفه وه، هغوی موخه پخپله نه ټاکله، هغوی په ورکړل سوې موخه کار کاوه، هغوی شادي هالو ته په لوڅ او بې عزته غربي فيشن کې نه ورتلل او له ځانه سره به یې د شرابو کارتنونه نه وړل، د هغوی لوڼې د پردو تر هوس نه ځاریدې. هلته په فریجونو کې د هر زوی او لور د شرابو خانې نه وې معلومې،د هغوی کورونه د ساز آواز، هندي، عربي او غربي نڅا مرکزونه نه و. هغوی په خپل بازار او هیواد کې پردي نه ښکاریدل او په پردي توب یې ویاړل هم نه.

امتي صاحبه!
هغوی د خپل اسلامي او انساني فرهنګ په پولو کې اوسیدل، هلته ژوندون ډیر آسانه، بیخې ارزانه، ډیر ښایسته او د هرچا لپاره په ښو او لاس ور رسیدونکو شرائطو میسر و هلته محبتونه، لوریدنې او تقوی ګانې سره تبادله کیدې.

امتي صاحبه!
هلته هر کور د انساني ژوند، ژوندۍ بیلګه او د انساني کیدو ترښو ښه مدرسه وه. هلته هیڅوک هم پردي نه و، هلته اسلامي ورور ګلوۍ حکم چلاوه. هلته د تعاون روح ژوندی او ټول ژوند یو او بل ته د لاس ورکولو په سیالۍ ودان و. هلته انسان له انسانه نه ډاریده. هلته ژوند بلکل د ژوند په معنی و او نومیده هم ژوند، هلته ژوند د ښه ژوند او ابرومند مرګ لپاره کاریده. هلته چا د چا ژوند نه تهدیداوه او نه یې هم تحقیراوه او ژوند د هرچا حق و. هلته په رښتیا هم ژوند نعمت و، خیر و، ثواب او بیخي عذاب نه و.
هلته ژوند ته په ښه سترګه تل کیدل. هلته چا په زور ژوند نه کاوه، هلته چا په پیرو، سمنتي دیوالو، ازغي لرونکو سیمانو او سپيو په مرسته ژوند نه کا وه او هلته په واک کې مشرانو هره شپه ځای نه بدلاوه، هلته چا په ژوند بمباردونه نه کول، چاپې نه پرې اچولې او ژوند یې تر ټانګ هم نه لاندې کاوه.
هلته د انسان د تهدید لپاره د اتومي وسلو د جوړیدو او زور آزموینو سیالۍ نه وې روانې.
هلته امریکایان او ناټو خېل او اروپایان تر هیچا هم نه و ښه.
هلته د همدغو شین سترګو د ساتلو لپاره مسلمان ولس په دار نه را ځړیده.
هلته د مجاهدینو په ګولیو لګیدلو امریکایانو ته هیچا هم د ژر بیرته روغیدو دعاوې نه کولې.
هلته بیخي داسې بې غیرته څوک نه و چې واشنګټن ته د امریکایي ژوبلو یرغلګرو پوښتنې او غم شریکۍ ته افغاني ډالۍ په لاس او د واشنګټن به کوڅو کې لوحې ګوري، روغتونونه لټوي او تر دغه نامه لاندې د بیا بې غیرتۍ اعلان ورته وکړي او د غلامۍ تر هغې بلې لوکړۍ په غاړه کې وشرنګوي.
هلته د توپانونو او نورو طبعي پېښو په صورت کې تور پوستو هم د امن او نجات حق لاره.
هلته تور پوستي هم انسانان وو، هلته بلال، صهیب، سلمان او ابوذر ټول یو رنګه ځایدل او هلته معیار تقوا وه.

امتي صاحبه!
د نبي یاران عجب یو رنګه خلک و، دوی(رض) رښتیا هم لکه ډېر خواږه سکه وروڼه داسې وو.
زما په اند چې ان شاء الله په یاده باره کې به مې تاریخ هم ملګری وي، انساني نړۍ به پخپل ټول تاریخي او تر تاریخ مخکې دور کې د سکه وروڼو دا رنګه بیلګه يیز او په هره برخه کې بریالی حکومت نه لیدلی او نه هم اوریدلی وي او د سکه توب دلیل یې هم قرآن او حدیث و چې اوس هم شته او نه به دارنګه هر چا ته د منلو وړ، په هره جغرافیه کې د چلیدو د صلاحیت او کفایت لرونکی او د ژر تعمیم او تصمیم په ستاینه ستایل سوی حکومت د چا په یاد وي، یاد حکومت که له یوه لوري انساني خټې ته درناوی کاوه له بله لوري د هرچا د روا ګټو، حیثیت او وقار یو هوډمن ضامن هم و.

امتي صاحبه!
د فطري اصولو پیروي او اغیزمن توب له ورایه پکې ښکاریده. د دوی نظام لکه د یوه بریالي کور د  نظام په څیر و، هر چا به تر بل ډېر او له ښه زړه پام پرې کاوه، هر چا به ځان تر بل مسئول باله. ټولې ګټې، خیرونه او خوشالۍ به یې پرې لورولې.
پیغام او آرمان ته په درناوي کې به د نن ټول کارونه نن سر ته رسیدل، تر ټولو ډېر منصبي مسئول او مشر به ډېر ستړی، ډېر خوار پوښی او ډیر وږی و او تر ځان ستړی هوسا کول، خوار پوښه پټول او وږي مړول یې په لومړیتوبونو او موخو کې و.

امتي صاحبه!
همدغه لاملونه وو چې محمدي امت په ټولو معنوي، اخلاقي او مادي نعمتونو کې بسیا او ډاډمن و، زما په اند یواځې همدغه نظام دی چې د وروڼو نظام نومول کیدای سي او انساني نړۍ چې تر قیامته پورې د کوم ودان تلپاته او یو تر بل په جاریدو کې د وړاندې کیدو په ځانګړنه ستایل سوی کوم نظام ته اړتیا لري. هغه همدغه د سیرت په فضیلتونو او برکتونو کې پیچلي د پرمختګ په لور روان د نبي د یارانو نظام ده.

امتي صاحبه!
د اسامه بن زید تر مشرتابه لاندې تیار سوي او د شام په لور خوځیدلي ځواکونه چې د محمد(ص) په مبارک ژوندانه او د دوی په له حکمته ډک حکم کې صورت نیولی و د (ذي خشب) سیمې ته رسیدلي وو چې د رحلت غمیزه را مخکې سوه او له کبله یې د بشپړ ماموریت د سر ته رسولو په لاره کې مهالي ځنډ پیښ سو، ابوبکر صدیق(رض) د رسول الله(ص) له تکفین، تجهیز او بیعت اخستلو سمدستي وروسته بیرته د اسامه ځواکونه د شام په لور خوځیدو ته چمتو کړل.

د نبي یاران راټول او صدیق ته یې وویل چې:مرتدینو څه تخریبي لاسوهنې پیل کړي او ستونزې یې راولاړې کړې دي، نو ښه به دا وي چې داخلي وضعې ته پام ورواړول سي او د اسامه په مشرتا به کې ځواکونه شام ته له تلو را وګرځوي.
ابوبکر صدیق(رض) ورته و فرمایل: په هغه خدای قسم چې یو دی، هغه ځواکونه چې رسول(ص) پخپله د اسامه په مشرتابه کې تیار کړي او موخه یې هم ورته په نښه کړې ده او د خوځیدو امر یې ورکړی نه به یې را و ګرځوم او نه به یې له منځه یوسم.

و روی سیف بن عمر عن ابي ضرة و ابي عمرو غیرها عن الحسن البصري:
کله چې امیرالمؤمنین ابوبکر(رض)د اسامه(رض) لښکرې تیارې کړې، نو ځنې انصارو عمر فاروق(رض)ته وویل چې: ابوبکر(رض)ته ووایه چې له اسامه پرته بل څوک دې بولۍ(قومانده)په غاړه واخلي.
عمر(رض)هم د انصارو خبره له ابوبکر(رض) سره شریکه کړه. ابوبکر په ځواب کې ورته وویل:
ای د خطاب زویه! مور دې در باندي بوره سي، ایا د محمد رسول الله(ص) تر غوره کړي بل غوره کس څوک شته چې زه هغه غوره کړم.

ابوبکر صدیق(رض) د اسامه(رض) لښکرو ته د محمد(ص)د ټاکلې موخې په لور د خوځیدو امر ورکړ او پخپله هم د بدرګې (مشایعت) لپاره په پښو ورسره روان و او د سپرلۍ مرکب یې عبدالرحمن بن عوف تر جلب نیولی و او اسامه پخپل مرکب سپور و.

اسامه ته حیا و دریده چې زه سپور او د رسول(صلی الله عليه وسلم) خلیفه پیاده را سره روان دی، نو یې د غار یار ته وویل چې ای د رسول الله(ص)خلیفه! ته هم سپور سه او یا زه هم کته کیږم. ابوبکر (رض) ورته وفرمایل چې په خدای قسم چې نه به ته ښکته او نه به زه سپور سم.

عمر(رض) روان حالت په ډیر غور څارو، خو د ابوبکر صدیق(رض) د اطاعت کچه چې د بري زیری او ښکاره نښه یې وه نه شوای کچه کولای، خو له دې وروسته به یې چې کله هم اسامه ولید ورته ویل به یې: السلام علیک ا یها الامیر.

امتي صاحبه!
ابوبکر صدیق(رض) پخپله دغه کړنه کې ټولو صحابه کرامو(رض)او د محمد(ص) ټول امت  ته د اطاعت او محبت لوی درس چې هر ځای او هر مهال په بریاليتوب بدرګه کیده یاد ګار پریښود او ویې ښووله چې د محمد(صلی الله عليه وسلم) ټولې کړنې او ښوونې د وحیې په رڼا کې سر ته رسیدې. هلته له بریالیتوبه پرته بل هیڅ څیز هم نه ځاییده. یواځې د مهالي ځنډ په صورت کې یې ازمویښتونه لرل.

امتي صاحب!
بریالیتوبونه تر هغه چا چې په اطاعت او محبت کې اوسیږي بل مستحق نه پیژني او نه هم ځان په بل چا لوړوي.کله چې محمد رسول الله(ص) وفات سو ضعیف الایمانه عربو د ارتداد لور ته مخه کړه. نفاق هم حالاتو ته په کتو کې سر را پورته کړ او له مسیلمة الکذاب بنو حنیفه سره یې خپل پیوستون اعلان کړ.
هغه مسیلمة الکذاب چې د نبوت دعوه یې کړې وه. داسې د شر په پیټو بار ډلې هم راښکاره سوې چې لمونځ یې قبلاوه او د زکات له ورکولو یې ډه ډه کوله.
ځینو صحابه کرامو(رض) ابوبکر (رض)ته مشوره ورکوله چې کیدای شي، که څه صبر ورته وکړو، نو ایمان به یې په زړونو کې ځای ونيسې. یعنې د زکات ورکولو ته به غاړه کیږدي، خو له ابوبکر صدیق(رض)سره د داسې څه منلو بیخي منطق او توان نه و.

امتي صاحبه!
هغه (رض) د حالاتو د مطالعې بیخي ډېر درسونه ویلي وو، هغه (رض)ته د حالاتو باریکي تر هرچا ډېره ور معلومیده، هغوی(رض) ته د دارنګه حالاتو د مقابلې لپاره د محمد(ص) د تدبیر د مدرسې د اول نمره ګۍ ویاړ حاصل و، نو ځکه یې په پریکنده او نه بدلیدونکو ټکو کې وفرمایل: چا چې د رسول الله(صلی الله عليه وسلم)په مبارک ژوند کې زکوة ورکول د یوه الهي فرض په توګه منلي وي، هغه به خامخا زکوة ورکوي. او زکوة د مال حق دي او هر څوک چې د لمانځه او زکوة تر منځ توپیر وکړي موږ به خامخا ورسره وجنګیږو.

عمر فاروق(رض) فرمایي!
دا بل څه نه و بې له دې چې خدای(ج) د ابوبکر سینه د جهاد لپاره پرانيستله او زه پوه سوم چې ابوبکر په حقه دی، ځکه الله تعالی(ج) فرمایي: فان تابوا واقامو الصلوة واتوالزکوة فخلوا سبیلهم.
ابوبکر(رض) خپلې وفادارې او زړورې لښکرې تیارې او د الهي فرمان په رڼا کې چې د هیچا د ملامتۍ پروا یې ونه کړه. د شپې په آخر او یا د دعاء د قبول په مهال کې په مشرکینو له هره لورې ډیر تیز او سنجول سوي، بریالي بریدونه پیل کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x