ادبي لیکني

د ویاړلي امیر ویاړلی تاریخ چاپ شو

خليل الله فائق

هغه هم ورځ وه چې د افغانستان اسلامي امارت له رسمي ادرسه د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالي وفات رسماً اعلان سو،یقینا بیخي له ویر او غمه ډکې شپې وې،بس زړه ته به مو یوازي د قرآن کريم په دې آیت سره تسلیت وایه:

كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ

هر ساكښ د مرګ د خوند څكونكى دى، بيا به تاسي ټول همدا زما لوري ته را وګرځول شئ.

سُوۡرَةُ العَنکبوت [57]

له دې وروسته بيا دغه حرص راسره مل و چې کاش د ارواښاد امیر د ژوند ټولې برخې د تاریخ پاڼو ته سپارل سوي وای ترڅو یې دوست او دښمن،ژوندی نسل او راروان توکمونه یې له ویاړلي تاریخه خبر وي،دغه تلوسې به زما په څېر د ډېرو ځوانانو په زړونو کې راتاوېدلې!
خو لله الحمد چې موږ به یې یوازي هېلې څرګنولې،مشران به یې په چارو بوخت وو،څلور کاله مخکې مي د هجرت د کور ،د يوې لري پرتې سیمې په یوه مدرسه کې زده کړې کولې،یوه ورځ مي له خپل یوه افغاني ملګري سره پر دې موضوع بحث سو او په دې هکله مي د زړه خواله وکړل،نوموړي یې په هکله ډېر څه راته وويل چې د مرحوم ملاصاحب د تاریخ لیکلو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه سوې ده او خورا په منظمه توګه يې د ژوند ټولې برخې لیکل کېږي.

له دې معلوماتو وروسته به مي چې د زړه کيف څنګه و هغه خو تر وس وتې وه،بیا به تل هم دا فکر راسره و چې کله به مو ددغه ویاړلي امیر د ویاړلی تاریخ په مطالعه سترګې یخې کړو.

له ډېرو انتظارونو وروسته نن په ټولنيزو رسنيو کې د کتاب ټایټل وینم چې د “ثالث عمر” نوم باندې لیکلی او ورسره تفصيل یې”د افغانستان اسلامي امارت د مؤسس امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله مستند تاریخ.فالحمدلله والشکرلله.

د یاد تاریخ په لوستلو کې باید ډېره بیړه وکړو؛ځکه چې دا د یوه معمولي کس تاریخ نه دی،بلکې د هغه چا تاریخ دی چې کلک هوډ او ډبرينو ارادو ته عقلو حیرانېږي،هغه اتل چې په کمو امکاناتو،ملګرو او وسائلو یې د نړۍ یوه ستر ځبرځواک ته تم سو،هغه ملا چې د مقدس جهاد په چیغه يې د نرۍ ویده مسلمانان راويښ کړل،هغه امیر چې له لسګونه پیړیو وروسته یې د وسلوالې مبارزې تجديد وکړ او د آزادۍ د هغه اوسپنیز امام تاریخ دی چې د کفري یرغلونو په وړاندې دآزادۍ او مبارزې یوه انګېزه خپره کړه.

ثالث عمر (یاد تاریخ) باید د ژوند د هر ګړي ملګری وګرځوو،سهار ماښام یې ورد او مطالعه وکړو تر څو مو په زړونو کې ولوله،په رګونو کې احساس او ضمیر مو د ويښتابه په لور سوق کړي.

ددې کتاب چاپ دي درست اسلامي امت ته مبارک وي په ځانګړې توګه د کتاب قدرمن ليکوال استاد قاري عبدالستار سعید او د ټولوونکي کمېټې ټولو غړو ته یې مبارکي وايم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

یقینا ستره لاس ته راوړنه ده او زموږ د جهاد نسل ځوان او نوی د دخپل امیر اړوند باید ټول معلومات ولري د قاري صاحب ویاړلی قلم بختور ده د ویاړ یې مبارکي ورته وایم او د ژر ترلاسه کولو تلوسه یې لرم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x