روغتیا

افغانستان کې عامو وګړو ته د کرونا واکسین پېل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ټولو هغو وګړو ته چې عمرونه یې له ۱۸ کلنۍ پورته دي واکسین لګول پېل شوي دي.

دغه بهیر چې نږدې درې میاشتې وړاندې په لومړي وار افغانستان کې پېل شو، تر دې دمه ۱۷۳ زره ډوزه واکسین روغتیا پالانو، امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته لګول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي رسنیو ته ویلي چې په کابل او نورو ولایتونو کې د واکسین لپاره روغتونونه ځانګړي شوي او خلک ورتللی شي، د نوموړي په وینا خلکو ته د ټولنیزو رسنیو له لارې معلومات ورکول کیږي چې کوم ځای کې واکسین ولګوي.

د نوموړي په وینا، لا هم لومړیتوب روغتیایي کارکوونکو، ښوونکو، د عامه سکتور کارکوونکو او له ۵۰ کلنۍ زیات عمر لرونکو کسانو ته ورکول کیږي.

د روغتیا وزارت د وینا له مخې، نږدې یو ملیون واکسین لري چې له نیمایي زیات یې لګولي او د پاتې نورو بهیر روان دی.

په دغه واکسینو کې دوه میاشتې وړاندې هند ۵۰۰ زره ډوزه، او د کوواکس پروسې له لارې د واکسین نړیوالې ادارې له لوري ۴۶۸ زره ډوزه واکسین مرسته شوي دي.

دغه راز په دې لړ کې چین هم د ۴۰۰ زره ډوزه واکسینو مرستې ژمنه کړې چې د روغتیا وزارت په وینا د اداري چارو تر بشپړیدو به ژر افغانستان ته راوړل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې په راتلونکو میاشتو کې ۱.۵ ملیونه ډوزه واکسین ولګوي او تر ۲۰۲۲م کال پورې د افغانستان ۶۰ سلنه عام وګړي واکسین کړي، ددې لپاره به د کوواکس پروسې له لارې ۱۶ ملیونه ډوزه واکسین ترلاسه کړي.

د کرونا له پېله تر اوسه د ۳۹ ملیونه نفوس لرونکي هېواد افغانستان د کرونا ۳۸۰ زره معاینات ترسره کړي چې ۵۷۷۰۰ کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي او له ۲۵۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوسمهال افغانستان کې د استرازینیکا واکسین کارول کیږي، ددې واکسینو په اړه په اروپایي هېوادونو کې یو شمېر اندېښنې رامنځته شوې وې چې د ناروغ په مغزو کې د وینې راټولېدو لامل کیږي.

خو د یادو اندېښنو او د بندیزونو سربېره سربېره یاد واکسین د نړۍ په لسګونه هېوادونو کې په پراخه کچه کارول کیږي.

د واکسینو تولید کونکو لخوا چمتو شوي معلومات ښيي چې د آکسفورډ استرازینیکا (AZD1222) واکسین د کلینیکي ازموینو پرمهال د کرونا ویروس څخه ۶۳ سلنه خوندي دي.

د کرونا ویروس پر وړاندې کاریدونکي واکسین چې لږ تر لږه د ناروغۍ پر وړاندې ۵۰ سلنه هم اغیزناک وي د ناروغۍ په کنترول کې مرسته کولی شي.

بل لوري ته روغتیا وزارت زیاتوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې نسبتا زیاتې شوي، چې لامل یې په ګاونډي هېوادونو کې د دریمې څپې خپریدل ښودل کیږي.

له کرونا واکسینو لګولو وروسته رامنځته کېدونکي عام جانبي عوارض:

د انجکشن لګولو په ځای کې درد یا حساسیت

سر درد

ستړیا

د غړو یا عضلاتو درد

تبه

ساړه، یا له سړو ریږدیدل

او سر ګرځېدنه یا قۍ کول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x