
درې اعمال چې اجر يې الله سره دی
ژباړه: فهيم عمري
درې ډوله اعمال دي چې د اجر یې څه حد نشته ځکه ډير ستر دي او الله تعالی به يې خپله ورکوي، پوهیږئ هغه درې اعمال کوم دي؛ راځئ ويې لولو!
لومړی: خلکو ته عفوه او بخښنه کول:
اجر ېې حد نلري، ځکه دلیل پرې د الله تعالی د کلام دا قول دی؛{ فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ}.
ژباړه: چا چې عفوه او صلحه وکړه اجر يې پر الله تعالی دی.
دوهم:صبر کول: صبر کولو پاداشت او اجر نهایت زيات او بې حسابه دی، ځکه الله تعالی فرمایي:
(إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ}.🌱
ژباړه: صبر کونکو مومنانو ته پراخه او بي حسابه اجر شته..
دريم: روژه: چې اجر یې لایتناهي دی ځکه حدیث شریف کې راځي چې د آدم اولادې ټول اعمال خپل دي خو یوازې روژه ده چې زما لره ده او اجر يې زه ورکوم
(كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به🌱)
او د اخرت په سخته ورځ به آواز کونکی آواز وکړي چې چيرې دي هغه خلک چې اجر یې پر الله تعالی دی؟
نو صبر کونکي٫ روژه نيونکي او خلګو ته بخښنه کونکي به را مخته شي.
اللهم اجعلنا واياكم ممن ينادى عليهم بهذا النداء.