نظــر

پوهنتون او محصلينو ته څوک خنډ جوړوي!؟

عابدالحق صافى

پوهنتون هغه تعليمي ځاى دى، چې د رڼا د خپراوي څرکونه ترې پورته کېږي، له هر نوع سياسي مداخلې او ډلبازۍ څخه مصؤن مکان دى، که چېرته په کې اسلامي افکار وروزل شي انسان ته سعادت او نېکمرغي په برخه کوي بيا برعکس که چېرته له دې ځاى څخه ناوړه ګټه پورته شي، د اسلام ضد مفاکر په کې وروزل شي د انسان او ټولنې د هلاکت او تباهۍ سبب ګرځي.

محصل هغه طبقه ده، چې شپه او ورځ لګيا وي، د خپلې تعليمي سطحې د اوچت والي او ټولنې ته خدمت په پار غښتلي ګامونه پورته کوي،اسلامي شعائرو ته پام او پلي کول يې خپله وجيبه ګڼي، تر څو هغه ټاکلې موخې ته ځان ورسوي، دې هدف ته د رسېدو لپاره د لارې په اوږدو کې له يو لړ سختيو او تکاليفو سره مخامخېږي؛ خو محصل دا لوړې او ژورې په ورين تندي زغمي، ماتې نه مني.

اروا پوهان وايي: بريالى انسان هغه نه دى چې په يو وار بريا تر لاسه کړي، بلکه بريالى انسان هغه دى، چې څو وارې ولوېږي بيا پورته شي؛ نو بريالى محصل هغه دى چې څومره له ستونزو سره مخامخېږي مبارزه ورسره کوي.

د بيان آزادي د هر وګړي حق دى، تر څو خپلو مخاطبينو ته يې ورسوي. دا چې څوک غواړي دا رسا غږ چپ کړي، د څه لپاره او ولې!؟ غواړو دې لپاره يو شمېر معقول دلايل وړاندې کړو.

د نن عصر د نورو په لاس روزل شوي اجنټان، قدرت غوښتونکي، پرديپال د خپلو سياسي موخو د تر لاسه کولو لپاره بې ګناه محصلين بنديانوي يا يې په شهادت رسوي، بله دا چې دوى غواړي له پرديو څخه راوړې تش په نامه ډيموکراسي، پردى فرهنګ، دود او دستور د اسلامي امت په ځوان نسل تحميل کړي، تر څو يې د انحراف خوا ته بوځي، چې بيا څه لاس ته ورنشي د بشر ضد کړنو ته لاس اچوي پر پوهنتون يا پر محصل بريد کوي، تر څو خپل استعماري او د اسلام ضد افکار د يو فشار په توګه په مظلومو محصلينو تحميل کړي.

دا مالومه خبره چې په اسلامي روحيې سمبال محصلين هيڅکله د نورو تر سيوري لاندې ژوند نه کوى، نه يې فکر پر ځان منلى شي، هغه به خپل ديني مسؤليت ادا کوي، حق ته به حق او باطل ته باطل وايي و لو که يې د سر په بيه هم تمامه شي؛ نو ځکه دا استعماري اشخاص يې د خپلو بريدونو هدف ګرځوي.

دلته د يو څو غميزو او وحشتونو يادونې کوو؛ د 1399کال د لړم پر 12 مه د کابل پر پوهنتون بريد چې په لسګونه محصلين په کې ټپيان او شهيدان شول، د1399 د کب پر 26 مه د بغلان پوهنتون د کرنې پوهنځي د استادانو پر سپرلۍ موټر وحشيانه بريد وشو چې په پايله کې يې يو موټر چلوونکى او يو محصل شهيدان شول، همدا راز د 1400 کال د وري میاشتې په ۱۲ مه نېټه د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د شرشرک د سيمې يو تن محصل محمد ياسين قادري چې د راه سعادت په پوهنتون کې يې زده کړې کولې، خپلې وروستۍ آزموينې ته پر لاره د محلي پوليسو (اربکيانو) لخوا پرې بريد کېږي، نوموړى محصل شهيد او يو بل تن ټپي کېږي دې ته ورته نورې په لسګونه پېښې هره ورځ د علم او پوهې د دښمنانو د جمهوريت دعوه دارانو لخوا تر سره کېږي.
دا چې د دې محصلينو ګناه څه وه!؟ فقط آزادي غوښتل، د نورو تر سيوري لاندې ژوند نه کول.

په آخر کې د محصلينو وروڼو پام يو څو ټکو ته را اړوم:
محصلینو وروڼو! پام مو وي چې د فرهنګي يرغل ښکار ونه ګرځئ، چې څومره تکليفونه، ستونزې او کړاوونه درباندې راځي په ورين تندي يې وزغمئ، خپل وحدت ته ادامه ورکړئ، لاس په لاس خپل اسلام او دين ته خدمت وکړئ،حق ته حق او باطل ته باطل ووايئ.

هغه د استاد ياسر (رح) خبره در په يادوم؛ موږ هغې اوسپنې ته ورته يو چې څومره يې په اور کې ږدې، ټکوې لا پخېږي او تازه کېږي؛ نو چې څومره موږ وهل کېږو، ټکول کېږو، شهيدانېږو، زموږ عقيدې لا پخېږي، لا تېرو کړنو څخه د عبرت درس اخلو.

و ما علينا إلا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

وروره د پوهنتون او مدرسی ترمنځ خورا لوی واټن پروت ده استعمار یولبله په میلو لري کړي دې د اسلامي امت یوازنۍ دنده داده چې دغه واټن لري کړي او یایې اقلا کم کړي ترڅو مو دین او هیواد دواړه سمسور شې

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x