نړۍ

د مسکو ځوابي غبرګون؛ روسيې ۱۰ امريکايي ډيپلوماټان وويستل او سفیر ته يې هم د وتلو امر کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): د روسي ډيپلوماټانو له شړلو دوه ورځې وروسته مسکو هم لس امريکايي ډيپلوماټان له خپل هېواده وشړل او د امريکا سفیر ته يې هم د وتلو امر کړی دی.

روسيې دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې،چې د امريکا ولسمشر جو بايډن وړمه ورځ د ځانګړي فرمان له مخې اوولس روسي ډيپلوماټان له هېواده وشړل او په ۳۲ روسي شرکتونو يې بندیزونه ولګول.

پر دغو روسي ډيپلوماټانو او شرکتونو تور دی، چې د ۲۰۱۶ په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د خپلې خوښې نوماند «ډونلډ ټرمپ» په ملاتړ د اغېز او مداخلې لپاره هڅې کړي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف تېره ورځ په مسکو کې رسنيو ته وويل، د واشنګنټن د پرېکړې په غبرګون کې مسکو پرېکړه کړې، چې لس امريکايي ډيپلوماټان وشړي او پر يو شمېر امريکايي شرکتونو هم بنديز لګوي.

سرګي لاوروف ويلي، دوی د امريکا له سفير څخه هم غوښتي، چې په موقت ډول خپل هېواد ته لاړ شي.

د امريکا او روسيې تر منځ ډيپلوماټيک کړېکېچ په زياتېدو دی، مسکو د واشنګټن پر وړاندې ورته ځوابي ګامونه پورته کوي، خو د چارو څارونکي وايي، کرملين نه غواړي، له سپينې ماڼۍ سره روان تاوتريخوالی زيات کړي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي، د روسي ډيپلوماټانو شړل مسکو ته يو ځانګړی پيغام دی او روسيه بايد پوهه شي، چې واشنګټن تر دې هم ستر ګام اخيستلی شوای.

له تېرو څو کلونو راهيسې د مسکو او واشنګټن تر منځ ډيپلوماټيک جنجالونه روان دي، د امريکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې روسيې ته نږدې سړی بلل کېده، د هغه د واکمنۍ پر مهال هم دا کړکېچ حل شوی نه دی.

د روسيې او امريکا ترمنځ د جنجال اساسي ټکي

امريکا پر روسيې تور پورې کوي، چې د ۲۰۱۶ په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د جمهوري پلوه نوماند ډونلډ ټرمپ په ملاتړ مداخله کړې، همدارنګه په امريکا کې د سایبري «اليکټرونیکي» بریدونو له لارې د خپل فعاليت پراخلو په لټه کې ده.

د امريکا حکومت پر روسيې تور پورې کوي، چې د اوکراين خپلواکۍ ته درناوی نه لري او هلته مداخله کوي.

روسيې دا تورونه رد کړي او بې بنسټه يې بللي دي.

د ناټو پوځي ايتلاف او برتانيې د روسيې پر خلاف د امريکا د بنديزونو ملاتړ کړی دی.

داسې ښکاري، چې روسيه له ټول لويديځ بلاک سره په کړکېچ اخته ده، خو ويل کيږي، چې مسکو د تاوتريخوالي د زياتېدو پلوي نه کوي.

د امريکا ولسمشر روسيې ته خبرداری ورکړی، چې واشنګټن د نورو ګامونو توان هم لري او په ورته وخت کې يې غوښتنه کړې، چې مسکو بايد له واشنګټن سره د همکارۍ فکر ولري، نه د مداخلې او تخريب.

د امريکا او روسيې تر منځ ډيپلوماټيک کړکېچ په داسې حال کې په زياتېدو دی، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د اپرېل په ۱۳مه ولسمشر جو بايډن له خپل روسي سيال ويلاديمير پوټين سره په ټيليفوني اړيکه کې په دوه اړخيزه همکارۍ غږېدلي وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بایډن له ولسمشر پوټین سره په ټيليفوني خبرو کې د همکارۍ خبرې کوي، خو عملا بیا هر څه برعکس وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hey Mr. Putin

You know what to do man. Make sure you do not back off. The west is losing ground on the world stage. Also, make sure you shake hands with Mr. Xi

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x