
«حکومت په تېرو دوو اوونیو کې تر سلو ډېرو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې»
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، حکومتي ځواکونو په تېرو دوو اونیو کې پر ولسي وګړو ۵۵ هوایي، ځمکني او توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې او ولس ته پراخ مالي زیان اوښتی.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې حکومت په ۱۹ ولایتونو کې د خلکو په کورنو او کښت ځایونو بریدونه کړي، چې له امله یې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون ۴۱ تنه ولسي وګړي وژل شوي او شپېته تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دې بریدونو کې درې بابه مساجد، ۸۰ بابه ولسي کورونه او د ولسي خلکو ۷ عراده جات هم تخریب شوي دي.
طالبانو ددې تر څنګ د بشري حقونو پر بنسټونو غږ کړی چې د ولسي تلفاتو په وړاندې چوپ پاتې نه شي، او په وړاندې یې غږ پورته کړي.
حکومت که څه هم تر دې دمه د ملکي تلفاتو په اړه د طالبانو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» په یوه راپور کې ویلي و، چې حکومتي ځواکونه د ۲۷ سلنه ولسي تلفاتو لامل دي.