افغانستان

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پریکړه: د برتانیا لوی درستیز وایي، له بايډن یې داسې تمه نه درلوده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکا او ناټو سازمان له افغانستانه د ټولو بهرنیو عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی، د برتانیا د پوځ لوی درستیز یې له امله اندېښنه ښودلې او په خبره يې، له بایډن یې د داسې پرېکړې تمه نه درلوده.

د برتانیا لوی درستیز «جنرال سرنیک کارټر» ویلي، چې له دوو لسیزو وروسته له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل ښايي د جنګسالارانو واکمنۍ ته لار هواره کړي؛ خو په خبره یې، وضعیت هومره هم بد نه دی، څومره چې يې ځیني «منفي ذهنه» خلک وړاندوینه کوي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له بایډن یې داسې تمه نه درلوده چې له افغانستانه به ټول عسکر وباسي، مګر دده له قوله، برتانیا یادې پرېکړې ته احترام کوي او د بایډن تصمیم د امریکا په ستراتيژۍ کې د څرګند تغیر نښه بولي.

د کارټر په خبره، طالبان اوس پخواني نه دي، بلکې له وخت سره بدل شوي او له دوو لسیزو وروسته یې دا درک کړې، چې سیاسي مشروعیت ته اړتیا لري.

کارټر خوښي ښودلې، چې په تېرو دوو لسیزو کې پر امریکا او د ناټو پر غړو هیوادونو له افغانستانه هیڅ برید نه دی شوی.

د برتانیا د لوی درستیز پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکا او ناټو وايي، د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

برتانوي عسکر هم دوې لسیزې وړاندې د ناټو سازمان تر چتر لاندې افغانستان ته راغلي و او تر ډېره په هلمند ولایت کې دېره وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
I am sorry for you.  But you British repeatedly lost the game to Aafghans. 
It is not the first time.  May be this time you were expecting to win because 
the US and their high tech was there. No, nothing is gonna work.

Sorry Officer


طوطی

چی د طالبانو همداسی کړنه روانه وی نو دا ځلی به د چینایانو د راتګ شاهدان ووسي. دا ځلی به چنیان راځی بیا یی ورته ټینګه کړی.

Adam Khan

AW CHI KALLAH CHINA RASHI NOA DA WEST PAR ZAI BA BIA TOTI GUL DA CHINA LANGAH KAWI

DA GHULAMANO HAMISHA GHULAMI AW CHAPLOSI KAR WI

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x