افغانستان

تېره میلادي میاشت کې تر زرو زیات دولتي منسوبین له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): د طالبانو اړوند د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون وایي، په تېره میلادي میاشت کې تر زرو زیات دولتي منسوبین له طالبانو سره یو ځای شوي او له هغوی سره یې د همکارۍ هر ډول ژمنه کړې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په مختلفو ولایتونو کې د حکومت ۱۰۶۲ منسوبین چې په مختلفو ارګانونو کې په دندو بوخت وو، د «حقایقو تر درک کولو» وروسته تسلیم شوي او ژمنه یې کړې، چې نور له حکومت او بهرنیانو سره هیڅ ډول همکاري کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې تازه تسلیم شویو کسانو مختلف ډول لویې او وړې وسلې او مهمات له ځانه سره راوړي او ژمنه یې کړې چې له طالبانو سره به بشپړه همکاري کوي.

حکومت که څه هم د طالبانو له لوري د تسلیم شویو کسانو د شمېرو په باب څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له دوام سره هم مهاله د حکومت له لیکو څخه د تېښتې لړۍ په بې ساري ډول زیاته شوې.

هره میاشت زرګونه دولتي منسوبین له طالبانو سره یو ځای کېږي، چې د طالبانو له درانه هرکلي سره مخ کېږي او هغوی ته د سر او مال د خوندیتوب ډاډ ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یار داسی اخبار کوم ځای ننسی. طالبان د زندانیانو د ساتلو ځای نلری څه رسه چی خلک ورسی. هو کچیری یی یو دوه ولایته تر خپل کنترول لاندی درلودی چی خلکو یی حکومتداری، سلوک او رویه په خپلو سترګو لیدلای بیا درسته وه نو اوس دا رقم اخبار کوم ځای ننسی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x