تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه(۸)- مشورتي شورا او د مولوي حقاني فارمول

شهرت ننګيال

مشورتي شورا او د مولوي حقاني فارمول

حاجي کمپ (مدينة الحجاج) کې د سلواغې له ۲۱ مې د کب تر لومړۍ غوندو کومه پایله ورنکړه، استاد سیاف ويل د انجينر احمد شاه احمدزي تر مشرۍ لاندې موقت حکومت شته بل ته اړتیا نه لیدل کیږي، له اوږده بحث وروسته وپتېيل شوه چې د انجينر احمدزي حکومت له مشورتي شورا د باور رايه واخلي، چې تر لاسه يې نه کړای شوه.

يو ځل بيا ډب را منځ ته شو، مولوي جلال الدين حقاني د هلمند نسيم اخندزاده ته وویل چې مشرانو ته اخطار ورکړي، نسيم اخندزاده خپله وينا د مشرانو په غندلو پیل کړه، په هغسې ټکو چې يوه مشر هم پورته نشوای کتلی، ده مشران په سخت غبرگون وگواښل. د نسيم اخوندزاده وينا د شورا په غړو کې هم نيوكو ته مخه ورکړه، د امریکا سفیر، جنرال حمید گل او بېنظير بوټو ستومانه شوې وو، د شورا گډونوال هم بې حوصلې وو، ځکه خو يې د کب پر دریمه مولوي حقاني ته د وروستۍ پرېکړي او ادارې توی وړی واک ورکړ.

مولوي حقاني د کب پر څلورمه خپل فارمول وړاندې او پر همدغه ورځ ټاکنې ترسره کړې، لېست له دې امله غزېدلی و چې له هر تنظيم (۶۰) استازو د خپل تنظيم مشر ته رايې ورکولې ځکه خو اکثريت چا نشو ګټلی.

مولوي حقاني خپل فارمول کې د شورا غړو ته د دوو رایو حق ورکړ، طبعي وه چې يوه رايه يې د خپل تنظیم مشر او بله هر مشر ته چې غوښتي وای ورکولی شوی په دې توگه هر مشر چې د دویمو رایو کې بری تر لاسه کړی وي د حکومت مشرتابه او دویم هغه د صدراعظم چوکۍ ګټلې شوه.

حضرت صبغت الله مجددی ۱۷۴، سیاف ۱۷۳، مولوي محمدنبي ۱۳۹ » حکمتیار ۱۲۹، خالص ۱۰۲، رباني ۹۹، گیلاني ۸۹ رایې واخیستې.

ملي جبهې ته له مشرتابه سربېره روغتیا وزارت او اتحاد ته له صدارت علاوه د مخابراتو وزارت ورسېد، د نورو تنظيمونو درې درې وزارتونه په پچه وختل.
دفاع، علمي تحقيقات او کرنې وزارتونه حرکت ته، سرحدات، خارجه او عدليه حزب ته، داخله، حج او ملي امنیت خالص ته، بيا ودانولو، دعوت او ارشاد او معادن جمعیت ته، ستره محکمه، ښوونه روزنه او ماليه محاذ ته.

مولوي خالص پخپل وړانديز سياسي زلزله رامنځته کړه، ده د ښځو لپاره داسې وزارت وغوښت چې له A تر Z ټول کار کوونکي يې ښځينه وي.

د کب پر ۲۶ مه پکتيا شيوه کي کې ( د کرښې ۱۳ کيلومترۍ کې ) کابینې خپله لومړۍ نمایشي غونډه وکړه، خو حکومت داخل ته ونه شوای لېږدېدی، چې جلال آباد یې ونشوای نیولی، هماغسې د پېښور حویلیو کې پاتې شو، د ۱۳۶۸ چنگاښ کې د تخار له پېښې سره چې د حزب سيد جمال وليد په کې د جمعيت يوه ډله قوماندانان يوه کمین کې ووژل، استاد رباني حکومت کې د حکمتیار تعلیق وغوښت. حکومت د تخار پېښې پلټنې ته له لاندې کسانو پلاوی وټاکه:
مولوي قلندر، مولوي محمد سرور، مولوي محمد عمر، مولوي عبدالبصیر، مولوي عبدالرحيم چترالي او ډاکتر عبدالله عزام.

ددغې پېښې وروستۍ پرېکړه د پلاوي او پلټنو پر ځای د محمد یونس قانوني تر مشرۍ ځانگړو تحقيقاتو کې چې د سید جمال په اعدام منتج شوه پلې کړی شوه.
حکمتیار په دې ټکي چې ټاکلې موده کې ټاکنې ونکړی شوې له حكومته ووت. قاضي نجی الله د عدليې وزیر په توگه د حکومت انحلال اعلان کړ؛ خو حکومتي تشكيلات يې منحل نکړای شول. حکومت راکد پاتې شو … آدم نشته بوی يې شته …

راتلونکی عنوان:
د جنرال تڼي ناکامه کودتا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

بلی د ملت په ستره قربانی د قاتلو کمونستانو غلام رژیم نسکوریدو څخه وروسته ولیده شو چی افغان ملت زیاتره تباهی لپاره دی رنګارنګو قاتلینو او د اجنبیو غلامانو تش په نامه مجاهدینو په پچو هم مقامونه سره ویشلی دی او د کابل اوسیدونکی ئي شهیدان او کورونه ئي چورکړل او میرمنی ئی بی ستره کړی بلی فعلی شرائيطو کښی نه مسلکی نه صداقت او نه ملی ارزښتونه موجود دی یعنی تامه انارشی دی او اوسنۍ د صلحی بابولانو باندی ملت ته دوکه ورکول دی ، امریکا او ناتو دوزخی اور افغانستان کښی خپور کړ او اوس پلان لری چی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x