افغانستان

جلال آباد کې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال آباد ښار نهمه امنیتي حوزه کې د ځمکې پر سر شخړې له کبله د یوې کورنۍ ۸ غړي د تروایح لمانځه پرمهال  وژل شوي دي.

دا پېښه تیر ماخوستن د جلال آباد ښار نهمې امنیتي حوزې د نغلو سراچه عليخان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل وايي، په دغه پېښه کې د عبدالوهاب په نوم یو کس د کورنۍ ۸ غړي چې پنځه تنه یې زامن او ۳ یې وریرونه وو وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، لومړني معلومات څرګندوي چې پېښه د ځمکې پرسر د شخړې له کبله رامنځته شوې او د عبدالوهاب وژل شوي درې واړه وریرونه هم په خپلو سره ورونه وو.

په افغانستان کې د ځمکو پر سر شخړې زیاتره وخت په تاوتریخوالي اوړي او په ترڅ کې یې مرګ ژوبله رامنځته کیږي.

تیره اونۍ هم په پروان ولایت کې د اوبو د خړوبولو د نوبت(وار) پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې ۸ تنه ته مرګ ژوبله اووښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x