افغانستان

اربکیانو په غور کې ۱۳۰ استوګنیز کورونه ویجاړ کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۰ل): د غور ولایت په الله یار ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) پر ولسي خلکو د بریدونو په ترڅ کې ۱۳۰ استوګنیز کورونه ویجاړ کړي دي.

د سیمې خلک وايي، اربکیانو پرون  د یکشنبې په ورځ د الله یار ولسوالۍ په «جرې سرخ» سیمه کې د تلاشۍ په پلمه خلک له کورونو راویستلي، خلک یې سخت وهلي ټکولي، یوه میرمن یې «شهیده» کړې، یو نارینه یې ټپي کړی او ۲ ماشومان یې تښتولي دي.

خلک دغه راز شکایت کوي، چې اربکیانو په دغه مهال ۳ شخصي موټر، یوه ژرنده او ۱۳۰ استوګنیز کورونه او د بوټو «خرې» سوځولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې پر ولسي خلکو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ولسي مرګ ژوبلې او ویجاړیو کچه په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x