افغانستانسولې اړوند خبرونه

اروپايي اتحادیه: طالبان دې د ترکیې په ناسته کې برخه واخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې تمه ده راتلونکې اوونۍ د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلل شي، د اروپایي اتحادیې استازي پر طالبانو غږ کړی چې فرصت له لاسه ورنکړي او د ترکیې‌ په ناسته کې ګډون ته چمتو شي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د بهرنیو عسکرو په شتون کې په هیڅ داسې کنفرانس کې برخه نه اخلي، چې د افغانستان په اړه پرېکړې پکې کېږي.

د اروپایي اتحادیې استازي‌ «انډریاس فون برانټ» تېره ورځ په کابل کې د یوې ناستې له منځه پر طالبانو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د سولې د تامین فرصت له لاسه ورنکړي‌ او د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېدونکې ناسته کې ګډون وکړي «داسې مهال چې موږ د روژې مبارکې میاشتې ته داخل شوي یو،‌ زه هیله لرم چې طالبان به دا فرصت له لاسه ورنکړي کوم چې د استانبول په ناسته کې هغوی ته وړاندې شوی.»

نوموړي زیاته کړې، چې که طالبان غواړي‌ چې په افغانستان کې د حکومت برخه واوسي او د اروپایي اتحادیې له مرستو،‌ لاسته راوړنو او د نړیوالو له لوري له ترسره شویو خدمتونو ګټه واخلي؛ نو جدي مذاکرات دې پيل کړي.

د برانټ په خبره، د ضایع کولو لپاره هیڅ وخت نشته.

د اروپایي اتحادیې پورتنۍ هیله داسې مهال ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون خلاف په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو حضور د شپږو میاشتو لپاره غځېدلی، چې له امله یې د‌ طالبانو غوسه راپارېدلې او د بهرنیو عسکرو په شتون کې یې له هر ډول کنفرانسونو سره پریکون اعلان کړی.

د ترکیې د استانبول ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ مه نېټه رابلل کېږي، چې ښایي لس ورځې دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
F*ck off with your Istanbul conference.  

When EU, US, Ashraf #, Hamid Kharzai, Marshal Saib Afghan Doshmen, 
Hekmatyar Polishmar, and Mohib #attend the conference and 
make a decision would be enough.

Talib would be Inshallah making his own decision a decision that is for the 
benefits of Afghan muslim nation not for the west.

By the way, Marshal Saib Afghan Doshman, Make sure you 
go there with your uniform. 
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x