ځانګړي راپورونه

د افغانستان جګړه امريکا ته د څومره مالي او ځاني زيانونو په بيه تمامه شوه؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي، دی د امريکا څلورم ولسمشر دی، له تېرو شلو کلونو راهيسې د افغانستان د جګړې مشري کوي او دی به دا میراث پنځم ولسمشر ته پرې نږدي، بلکې دا جګړه به ختمه کړي او خپل پوځيان به بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.

د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان جګړې د سياسي حل لپاره عملي هلې ځلې پيل کړې وې او افغاني الاصله ډيپلوماټ زلمی خلیلزاد يې د افغانستان سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه، د هغه په مشرۍ امريکا له طالبانو سره څو مياشتې پېچلي مذاکرات وکړل او بالاخره امریکا او طالبانو د ټولو بهرنيو ځواکونو او قراداديانو د ويستلو تړون وکړ.

امريکايي او نړيوالو رسنيو د رسمي سرچينو په حواله د دې اوږدمهالې جګړې د مالي او ځاني زيانونو په اړه بېلا بېلې څېړنې کړي دي.

په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان يرغل:

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په۱۱مه د نيويارک پر دوو اسمانڅکو سوداګريزو برجونو او د دفاع وزارت پنټاګون پر ودانۍ د الوتکو په واسطه مرګوني بریدونه وشول، چې د زرګونو امريکايانو د وژنې لامل شو.

د امريکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبليو بوش د دې پړه د القاعدې پر پخواني مشر اسامه بن لادن واچوله او په بهانه يې پر افغانستان بريد وکړ، چې ګواکې طالبانو هغه ته ځای ورکړی دی او بالاخره د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه يې د طالبانو حکومت له منځه وړلو لپاره د ناټو او نورو نړيوالو ايتلافيانو په ملتيا پر افغانستان برید وکړ، چې هر ډول سپکې او درنې وسلې په کې وکارول شوې.

د امريکا پخوانی ولسمشر جورج ډبليو بوش «زوی»

په دغو بمباريو او جګړو کې هېڅ بشري قوانينو ته درناوی نه دی شوی، امريکايي او ناټو عسکرو او ورسره افغان اشرباڼو د هر مشکوک افغان پر کور چاپه وهلې، نیول، وژل او کور ورانول يې هر بهرني پوځي خپل واک باله.

هغه مهال طالبانو په تکراري توګه له امريکا غوښتي وو، چې د اسامه په اړه که له دوی سره کوم سند وي، بايد طالبانو ته يې وسپاري او دوی به يې د خپلې محکمې له څېړنو وروسته محاکمه کړي، خو امريکا له طالبانو سره خبرې کول خپل سپکاوی باله او له هر ډول خبرو يې ډډه کوله.

د امريکا ولسمشر ټولې نړۍ ته اعلان وکړ، چې يا به له دوی سره درېږي او يا هم له «ترهګرو» سره او درېيمه لاره يې نه منله.

د هغه مهال د دفاع وزير ډونلډ رمسفيلډ ويل، چې القاعده، طالبان او د هغوی ملاتړي باید ووژل شي او يا هم زندانونو ته ولېږدول شي او زياته کړې يې وه، چې طالبان نور د تاريخ د پاڼو برخه شوه.

له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې له سل زرو زيات امريکايي پوځيان په افغانستان کې پراته وو او تر دغه مهاله په دغه جګړه له يوه ټريلين ډالرو ډېر لګښت راغلی و.

خو کله، چې د امريکايي ځواکونو عملياتي ماموريت کم او د افغان عسکرو روزنه يې پيل کړه، په لګښتونو کې يې بې ساری کمښت راغی.

له ۲۰۱۶ کال تر ۲۰۱۸ پورې د امريکايي ځواکونو کلنی لګښت ۴۰ ميليارده ډالر و او د ۲۰۱۹ کال اټکل شوی لګښت ۳۸ ميليارده ډالر و.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» د رپوټ له مخې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر څخه د ۲۰۱۹ تر سپټمبر پورې د امريکايي ځواکونو لګښتونه تر ۷۷۸ ميلياردو ډالرو ته رسېدلي دي.

د دې سربېره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اړوند د نړيوالو مرستو ادارې «يو ايس ايډ» او نورو دولتي ادارو د بيا رغونې په نوم پروژو کې له ۴۴ ميلياردو ډالرو ډېر لګښتونه کړي دي.

د رسمي شمېرو او رپوټونو له مخې د ۲۰۰۱ کال اکټوبر راهيسې د افغانستان جګړې ټول لګښتونه ۸۲۲ ميلياردو ډالرو ته رسيږي، خو په دې کې له پاکستان سره هغه مرستې نه دي شاملې، چې د افغانستان جګړې اړوند عملياتو لپاره يې له امريکا تر لاسه کړي دي.

د امريکا براون پوهنتون په يوه څېړنيز راپور «د جګړې بيه» کې ويلي، چې د افغانستان جګړې په اړه د امريکا د رسمي ادارو له لوري خپاره شوي لګښتونه ډېر لږ ښوول شوي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي، کانګريس په افغانستان او پاکستان کې د جګړو او عملياتو لپاره ۹۷۸ ميليارده امريکايي ډالر لګولي دي.

«د جګړې بيه» رپوټ کې راغلي، چې په دې لګښتونو کې د متقاعدو پوځيانو مراعات، د جګړې اړوند د نورو ادارو فعاليتونه او په سود د پور اخيستل نه دي شامل.

دومره زياتې پيسې په څه شي لګېدلي؟

د امريکا ميلياردونو ډالرو ډېره برخه د ترهګرۍ ضد نوم جګړه‌ييزو عملياتو، د پوځيانو د اړتياوو پوره کولو، طبي مرستو، لباس، تنخواګانو او نورو اړوندو چارو باندې لګېدلي دي.

د رسمي شمېرو له مخې امريکا په تېرو اتلس کلونو کې د افغانستان بیا رغونې په نوم پروژو کې د ټولو لګښتونو ۱۶ سلنه لګولي، چې ۱۴۳.۲۷ ميليارده ډالر کيږي.

په پورته لګښتونو کې يې تر پنځوس سلنه زيات يعنې «۸۸.۳۲» ميليارده ډالره د افغان عسکرو او پوليسو په روزنه لګول شوي دي.

پاتې لګښتونه د ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو، د زير بنا جوړولو، همدارنګه د اقتصادي ودې، بشري او ښځو حقونو او د مخدره‌ توکو د مخنيوي په چارو کې لګېدلي دي.

امريکايي چارواکي وايي، له ۲۰۰۲ کال څخه د ۲۰۲۰ کال تر سپټمبر پورې نهه ميلیارده ډالره د مخدره موادو د مخنيوي لپاره کارولي دي، چې کلنی اوسط يې شاوخوا پنځلس لکه ډالر کيږي.

خو د ملګرو ملتونو او همدارنګه افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» په خپلو رپوټونو کې ويلي، چې دا لګښتونه تر ډېره بې ځايه شوي او د ټولې نړۍ نوي سلنه مخدره مواد په افغانستان کې کرل کيږي.

سيګار په ۲۰۱۷ کال کې ويلي و، چې د تېرو ۱۱ کلونو کې شاوخوا ۱۹ میليارده ډالر په چل، فريب، فساد او ناسمو چارو لګولو کې ضايع شوي دي.

د سيګار سرمفتش جان سوپکو وايي، دا شمېر د امريکا د ضايع شوو مرستو يوه برخه ده.

د سيګار سر مفتش جان ايف سوپکو

د جان سوپکو په وينا د افغان عسکرو په روزنې او بیا رغونه کې دومره فساد شوی، چې خلک يې پر حکومت بې باوره کړي، په دغو لګښتونو جوړو شوو ودانيو ته يا اړتيا نه وه او يا هم دومره کمزورې جوړې شوي، چې له څه وخت تېرېدو وروسته له کاره لويدلي دي او خلک يې مجبور کړي دي، چې د وسله‌والو مخالفينو ملاتړ وکړي.

د جګړې ځاني قربانيان:

د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې، چې امريکا او نړيوال ايتلاف پر افغانستان يرغل پيل کړ، د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه ۲۳۰۰ امريکايي عسکر په دغه جګړه کې وژل شوي او له ۲۰۶۶۶۰ پوځيان ټپيان شوي، د امريکا سربېره د برتانيې ۴۵۰ پوځيان وژل شوي او سلګونه نور يې ټپيان دي او همدارنګه د نورو ايتلافيانو زرګونو عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د غیر رسمي رپوټونو له مخې د امريکايي او نړيوالو ځواکونو د وژل شوو او ټپيانو شمېر تر اعلان شوو هغو ډېر دی.

خو د افغانستان دولتي عسکرو او عامو افغانانو د مرګ ژوبلې او د مالي زيانونو شمېر تر دې څو برابره زيات دی.

د کابل حکومت مشر اشرف غني وړم کال ويلي و، چې په ۲۰۱۴ کې د واک له تر لاسه کولو وروسته يوازې د ده په واکمنۍ کې ۴۵ زره افغان عسکر وژل شوي دي. دا هغه وخت و، چې د امريکايي ځواکونو پوځي ماموريت کم شوی او تر ډېره د افغان عسکرو د مشورو او ملاتړ لپاره کار کوي.

اشرف غني خپلو عسکرو ته په وينا کې ويلي، چې دوی د نيويارک او واشنګټن په امنيت کې مهم رول لوبولی او د دوی د قربانيو له برکته په امريکا او لويديځو هېوادونو کې بریدونه نه دي شوي.

ځينې رپوټونه وايي، د افغان عسکرو د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم ډېر دی. په دې وروستيو کلونو کې د اټکل له مخې هره ورځ شاوخوا پنځوس افغان عسکر وژل کيږي.

خو د دې جګړې تر ټولو ستر قربانيان عام وګړي دي، چې د ګډو عسکرو په عملياتو، بمباريو او جګړو کې يې د خپلې کورنۍ ګڼ شمېر غړي له لاسه ورکړي دي.

د امريکايي عسکرو او قراداديانو ملېشو د عملیاتو پر مهال وژل شوي ملکي وګړي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» له ۲۰۰۹ کال څخه د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر راټولول پيل کړي او وايي، چې تر اوسه له سل زرو زيات ولسي وګړي په دې جګړه کې وژل شوي يا هم ټپيان دي.

 

د جګړې پای:

د امريکا ولسمشر جو بايډن تېره پنجشنبه په خپلو رسمي څرګندونو کې وويل، چې امريکا په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړي، اسامه بن لادن وژل شوی، القاعده ډله له منځه تللې او افغانستان نور د امريکا لپاره ګواښ نه دی او دوی د امريکا متحده ايالتونو او طالبانو تر منځ شوې هوکړې ته درناوی کوي او د مې له لومړۍ نېټې تر سپټمبر پورې خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي او دا جګړه نوره پای ته رسوي.

خو طالبانو د جو بايډن دا څرګندونې د دوحې تړون څخه سرغړونه بللې او ويلي دي، که امريکايي ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه وتل، د هر ډول زيانونو د پېښېدو پړه به يې پر خپله غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا جګړه به ختمیږی که نن وی او که څلور یا شپښ میاشتې ورسته. خو له هغه ورسته به طالب په کوم نوم جهاد کوی له چا سره. د پاکستان ملایان به بیا هم دوی ته دا فتوی ورکوی چی افغانستان کی جهاد روا ده هلته چی نور اشغال ختم شوی. طالبان دی لږ فکر وکړی او نور دی د ملت د نفرت وړ ځانونه نه ګرځوی.

Adam Khan
I must say the numbers are incorrect. People are covering facts in 
sensitive issues like these. The numbers must be 5 times higher.  
And when it comes to the US gov. and US media - you know them 
better than me, don't you.

"KEE  QABOOL KARDAH KI DOGHI SHAN TORSH AST"
محمد اکرم خان

دا خبرى سى سوک ڈیر مڑہ دى ؟ گٹہ چا وکڑہ ؟ پر خپل زائ ، اصل خبرہ دا دہ، سى جنگ پر افغان پشتنو ولى وتپل سوئ؟ او ب گناہ خلگ سى مڑہ سول،د آغوئ پڑہ پر چا دا ؟ اول- ہر چا سى پشتونافغان وزلئ آغہ قاتل دئ کہ قاتلان پہ گوتہ دى سى، دوئم – قاتلانو تہ دى سزا او مقتولینو تہ دى د مرگونو، خوژمنو، زیانمونو پور ورکڑل سى۔ کنى افغانان دى خپلى جبے جوڑیکڑى او قاتلانو او مجرمینو تہ دى پخپلہ سزاگانى ورکڑى، کہ ہر زائ وى، کہ دا مزکى پہ نس کى، یا د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ادم خان صاحب ، ښکلی تبصری لیکی کشکی دا دی په پشتو یا فارسی لیکلی ډیر افغانان په انګریزی نه پوهیږی او تاسی کله پشتو به انګریزی لیکلی او هغه سره خو زه ډیره ستونزه لرم. په هر صورت، زه په انګلیسی پوهیږم تاسی ته می وړاندیز دی ( Pashto. com ) ډون لوډ کړه بیا پشتو کی بورد ته ولاړ شه او هغه ډون لوډ کړه ، له هغه وروسته کولی شی د افغانانو سره د زړه خوالی شریکی کړی او افغانان تری ګټه واخلی . هوو ستاسی د دی خبری سره چه د تلفاتو او خساراتو کچه له… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx