افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني: د جمهوریت نه منل د جګړې د دوام په معنا دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وايي، که څوک جمهوریت نه مني، هغه د د‌ښمنانو له‌ ډلې دی او نور په حکومت کې ځای نه لري.

غني‌ چې په کابل کې یې د شپږنیمو بجو امنیتي ناستې ته وینا اوروله وویل، چې له جمهوریت پرته د بلې هرې لارې انتخابول د جګړې د دوام پلمه ده او هر هغه څوک چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي، نور په حکومت کې ورته ځای نشته.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې که طالبان جمهوریت، ډیموکراټیک اصول او ولسواکي‌ ومني؛ نو سوله به ورسره وشي او له دې پرته بله هره لار د جګړې د دوام په مانا ده.

غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو فرصت وباله او ادعا يې وکړه، چې له دوو کلونو راپدېخوا بهرنیانو وتلو ته په چمتووالی بوخت و او اوس ورته هر اړخیز چمتووالی لري.

نوموړي په افغانستان کې ثبات د‌ پاکستان ثبات وباله او پر یاد هیواد یې غږ وکړ، چې له افغانستان سره د «دښمنۍ» او یا هم «دوستۍ» لار غوره کړي.

د غني‌ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له امریکا او ناټو د روان میلادي‌ کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی دی.

طالبان له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل خپله سره کرښه بولي؛ خو حکومت یې له امله اندېښمن دی او داسې وړاندوینې شته چې ښايي د بهرنیانو له وتلو وروسته حکومت سقوط وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

په اردو ژبه کي متل دی چي د سپي لکۍ لس کاله په نل کي کښیږده چي بیا یې راوباسې هغسي به کږه وي. دا سړی به هم په ژوند سړی نه سي. پخوا یې هم مسلمان افغان ولس ته اخطارونه ورکول او اوس چي زور یې ختلی دی هم چپله اخطاره بله وینا نلري. په قرآن عظیم الشان کي داسي خلګو مثال په سپي ورکړل سوی دی، وایي چي وې وهې هم درته غاپي او چي کار نه په لرې هم درته غاپي. پر داسي خلګو ښه او بد اغیزه نه کوي. دوئ تنها د خپلو شهواتو او خواهشاتو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x