ورزش

برسلونا له اوږد ځنډ وروسته د «کوپا دیل ری» جام اتلولي وګټله – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۰ل): وروسته له سختو پړاوونو هسپانوي کلب برسلونا وتوانېده په تېرو دوه کلونو کې د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټي.

د لیونل میسي په مرسته برسلونا د ۳۱م ځل لپاره د کوپا دیل ری هسپانوي جام اتلولي په خپل نوم کړه.

د هسپانوي جام پایلوبه کې برسلونا د اتلاتیک بیلباو پر وړاندې مخامخ شوه چې برسلونا په زړه پورې لوبه وکړه او په ۴-۰ یې بریا خپله کړه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې که څه هم برسلونا د سیال لوبډلې پر ګول سختې حملې وکړې خو په هیڅ ګول وهلو ونه توانېدل او په دې سره لومړۍ نیمایي په صفر-صفر پای ته ورسېده.

د دوهمې نیمایي د پېل سره سم د لیونل میسي په مشرۍ برسلونا تهاجمي لوبه پېل کړه او په ۶۰مه دقیقه کې یې لومړی، ۶۳مه دقیقه کې دوهم، ۶۸مه دقیقه کې دریم او په ۷۲مه دقیقه کې څلورم ګول وواهه.

فرانسوي لوبغاړي انتواني ګریزمن او فرانکي دیونګ یو-یو، او لیونل میسي ۲ خو په زړه پورې ګولونه ووهل. لیونل میسي د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، خو ترڅنګ یې هالندي فرانکي دیونګ هم په زړه پورې لوبه وکړه.

په یادې بریا سره میسي یو شمېر ریکارډونه په خپل نوم کړل، نوموړي د برسلونا کلب لپاره ۳۵ جامونه راوړل، چې په دې کې څلور د چمپینز لیګ اتلولۍ هم شاملې دي.

۳۲ کلن میسي د پرلپسې ۱۳م ځل لپاره په یوه سیزن کې له ۳۰ زیات ګولونه ووهل، نوموړي تر دې دمه په روانو سیالیو کې ۳۱ ګولونه وهلي دي، او په الماني جیراد مولر چې په ۱۲ سیزونو کې یې پرلپسې ۳۰ ګولونه وهلي وو وړاندې شو.

میسي په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې د کوپا دیل ری جام په ۷ بېلا بېلو پایلوبو کې یې ګولونه وهلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x