ټولنیزه برخه

ټول کار مُلا ته پریښودل….

جلال الدین تاجوال

سمه ده دا به ومنو چې د ملا (عامه لهجه) په ټولنه کې د ديني رهبرۍ د منصب له لحاظه لوړه مرتبه او لوی مسؤوليتونه لري، ځکه چې همدوی بايد خلکو ته د الله تعالی د دين احکام وروښيي، ولس ته د اسلام محاسن بيان کړي، د باطلو افکارو او نظرياتو په خلاف په علمي او فکري ډول مقابله وکړي، د ټولنې افراد بايد د باطل له ضرر او خطر څخه باخبره وساتي، د خپلې ټولنې د ديني تنوير او اخلاقي لوړتيا لپاره کار او دعوت خپله اساسي وظيفه وبولي، د علم او فرهنګ د خپرولو له روحيې سرشاره وي، د ټولنې سياسي، اجتماعي، اخلاقي او رواني نبض احساس کړي او له سياسي، نظامي او اجتماعي پېښو سره د حکيمانه شرعي تعامل وړتيا په ځان کې پيدا کړي. مسولیت به تر نورو ډیر وی، دا به ومنو چې د حالاتو اصلاح، د فکر، فعل او اعمالو اصلاح د ملا صاحب کار ده، دا به هم او باید ومنو که د افغانانو په ژوند کې ملا نه واي، اوس به ډیر لوړ ارزښتونه نه و پاتي.

الله ج دی زموږ په ژوند کې ملا لري.

نو اوس خبره داده چې دا دلیل او منطق چې من ملا نیستم!، زه ملا نه يم! دا به زموږ مسؤلیت اداء کړي؟ دا به په دارینو کې فلاح او نجات شي؟

داسې عجيبې کلیمې چې نني مسلمانان يې وايي.

من ملا نیستم!

زه ملا نه يم!

که ورته ووايې چې ولې موسيقي اورې؟

وايي: زه ملا نه يم

که ورته ووايې چې ولې ږيره خريې؟

وايي: زه ملا نه يم

که ښځې ته ووايې چې حجاب ولې نکوې؟

وايي: زه ملا نه يم

که زوم ته ووايې چي صالحه ميرمن پيداکړه او ناوې ته ووايې چې اسلامي لباس وکړه

وايي: زه ملا نه يم

که نصيحت ورته وکړې

وايي ته څه وخت ملا شوې؟

ايا دالله جل جلاله له اوامرو اطاعت او د رسول صلی الله عليه وسلم پيروي تنها د ملا کار ده؟ ايا ته مسلمان نه يې؟

ايا د اللهﷻ رضا او د رسولﷺ پيروي او جنت نه غواړې؟

ایا الله جل جلاله تنها ملایان د عبادت او بنده ګۍ لپاره پیداکړي؟

يا ربه! اول ماته بيا لوستونکي ته او ټولو مسلمانانو ته د عملي دين توفيق راکړه.

امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x