نظــر

له جينوا تر استانبوله د ازغو په څوکو!

عبدالوحيد وحيد

په افغانستان کې د دښمنۍ پاللو، د مقابل لوري د ماتولو او واک ته د رسيدو په موخه د مقدساتو نوم کارول، له پرديو څخه د مرستو ترلاسه کول، د قوم ژبې سمت او جنس په نوم سياست کول له څو لسیزو راهیسې ګټوره نسخه ده. زه په جهاد باندې ايمان لرم او فرض يې ګڼم، خو په ژور تأسف سره وايم چې د ځينو سياستوالو لخوا د جهاد تر سپيڅلې نوم لاندې د واک په سر جګړې منفور يادونه مې اوس هم کړوي او ځوروي. د چهاراسياب، بالاحصار، خيرخانې، کوټه سنګي، چنداول او کمپنۍ ملوک الطوائفي مو ياده او له تکرار څخه يې ويره لرم.

له تيرو څلورو لسیزو راپدیخوا په ډيرو جګړو باندې د جهاد ټاپه لګېدلې ده، هر قاتل ځان ته د غازي او هر مخالف د مرتد، باغي، اشرار، شر او فساد د دين او هيواد د دښمن  يا هم د روس، ايران، پاکستان او امریکا د اجير په تور وژل شوی دی. د واک په سر جګړه مقدسه نه ده. د کابل ويجاړونکو جهادي ډلو د افغانانو سپيڅلې جهادي روحیه وځپله او مجاهدینو د اسلامي نظام د جوړولو او د نفاذ علمي وړتیا او سياسي پوهه نه درلوده.

د جينوا په تړون کې د مجاهدینو په استازيتوب د پاکستان لاسليک د مجاهدینو اصالت او خپلواکي تر پوښتنو لاندې راوسته. د نجيب د حکومت په مهال د جلال اباد جګړه ستره غلطي وه. کمونستان د دوه مليونه افغانانو قاتلان دي، نجیب د خاد د رئیس په پوست کې يو افغان وژونکۍ وه، خو د جمهور رئیس په توګه ورسره د مذاکراتو نه کول د مجاهدینو ستره تېروتنه وه. په اويايمه لسيزه کې د ملګرو ملتونو په استازيتوب د بينن سيوان د سولې له بهیر سره په لومړي سر کې د نجيب بانې او پلمې، بيا د ځينو جهادي ډلو او پرچميانو لخوا د دغه بهیر سبوتاژ کول له ولس جهاد او هيواد سره جفا وه. ځينې جهادي ډلو کابل ونړاوه، د ژبې او سمت په نوم د عصبيت سياسي ويروس له خلقيانو او پرچميانو څخه ځينو جهادي ډلو ته ولګيده، د بن پريکړې دغه خطرناک ويروس ښه څورب کړ او اغيزې يې زمونږ په ټولنيز وجود کې لاهم ژورې شوې.

کرزی محافظه کار مصلحت خوښونکی مشر وه خو ديني او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا کچه يې خورا لوړه وه. د اوسني حکومت د پراخ فساد له امله تر ستوني رسېدلي يو، بدلون او سمون ته اړتيا لرو، چې د نجيب د حکومت له نسکورېدو وروسته  فاجعې د تکرار د مخنيوي لپاره ترهغو چې مو توان وي د حکومت نسکوريدو مخالفت کوو.

سياسي ګوندونو په ولس کې خپل ټولنيز مقبوليت بايللی ده او بيرته ترلاسه کول به يې وخت وغواړي. د واک په سر افغان وژونکي مجاهد نه ګڼو،  ارګ ميشتي  نه زمونږ په ديني معتقداتو باندي پوهيږي او نه هم ملي ارزښتونه پيژني. د واک مجنونان او تعهد ماتونکي شخصيتونه دي. د قوم، ژبې، سمت مذهب جنسيت او قشر په نوم سياسي دوکانداري يوازې هغو سياستوالو ته ګټه رسوي چې ولس ته يې هيڅ نه وي کړي. په واک کې د پاتې کېدو لپاره ټول هېواد تنور ته اچوي.

طالبان يو دروند عيني واقعیت ده. د جګړې په ډګر کې برلاسي دي. فکري جګړه کوي خو په تعبيرونو او کړنو کې افراط کوي. له هغوى سره له سولې کولو پرته حکومت مطلقاً ناکام ده، د نظام د سمون لپاره د هغوى اغيزمن رول لوبولو ته سخته اړتیا لرو، له اوسنيو چارواکو څخه د هغوى په مشرتابه کې پاک افراد زيات دي، مګر په سياست کې د نورو ډلو په پرتله تجربه نه لري، پردي يې په اسانه غلطولاى شي، په ترانو او احساساتو باندې چليږي. په مصنوعي تشريفاتي کړنو غوليږي. د خليلزاد د سلامونو ترشا د امریکا د پټو موخو د درک وړتيا نلري. د نورو نيمګړتياو سربېره په يوازې سر حکومت يقيناً نشي کولاي. د سولې لپاره يې له افغان حکومت څخه مخکې له امريکا سره د تړون لاسلیک کول سياسي ځان وژنه وه.

علماء زمونږ د فردي او ټولنيزو معنوي رنځونو طبيبان دي، خو ستونزه يې داده چې دغه ډله د اختلافاتو ښکار شوې ده او د شرعي اختلافي مسائلو په وړاندې د حل او فصل متفقه سرچینه نه لري، ځانونه فرداً فرداً واجب الاحترام او له هر ډول نيوکو مستثنا ګڼي. بدبختي لا داده چې دغه استثنا ته شرعي رنګ ورکوي.

هغو سياستوالو ته په ښه سترګه نه کتل کیږي چې فاميلونه يې په بهر کې او خپله په کابل کې ناست وي. د دين، ديموکراسۍ، ملت پالنې او توکم پالنې تر شعار لاندې د سياسي دوکاندارۍ کولو دنده ترسره کوي. زمونږ د ستونزو يو بل لامل دلته د دوه ګوني تابعیت درلودونکو اشخاصو واکمني ده.  دغه خلک د کړکېچ په مهال هيواد پريږدي.

د ډنډې په زور حکومت کول خيال او محال ده، په افغانستان کې د واک د انحصار فکر ليونتوب ده، افغانان شهامت او شجاعت لري، خو سنجيده خلک نه دي.  هر وخت احساساتي عمل کوي او همدغه ځانګړتيا ورته زيان رسولی ده. د نظامونو د نسکوريدو وړتیا لري خو د جوړېدو هنر يې نه ده زده.

د ايرانيانو په اصطلاح “ګذشته را صلوات” راځئ اوس څه کولو ته اړتيا لرو. په اوسنيو شرايطو کې د شخص د واک خبره راته اهميت نلري، خو له ګډوډي څخه د هېواد د نجات لپاره د نظام دفاع خپله دنده ګڼم. د زعامت ټاکل يوازې د ولسي ټاکنو له لارې شونې ده. له تيرو څلورو لسیزو راپدیخوا دلته په روانه جګړه کې د ټولو ډلو ټپلو ترشا په روزنيزه، لوجستیکي، تسليحاتي او مالي برخو کې د پردیو رول او برخه له لمر څخه روښانه ده. د خپلمنځي جګړو چل مو زده ده، خو د خپلمنځي سولې لپاره مو هر وخت نورو ته سترګې نيولې دي. د جينوا، مدينه الحجاج راولپنډۍ،  ګورنرهاوس پيښور، جبل السراج، ماهيپر، بن او دوحې تړونونه يې ښې بيلګې دي.

که د سولې هدف مو ترلاسه کول غوښتل، نو په ټاکنيز سيستم کې بدلون او نوماندانو ته د وړتیا لپاره شرائط ايښودل اړين دي د افغانانو ترمنځ جګړه قطعاً د حل لاره نه ده. د کمونيزم بېخ ته زمونږ کمونستان کيناستل، اسلام ته د اسلام په نوم د سياست کونکو دلالانو زيان ورساوه، ديموکراسي له غرب څخه را وارد شويو له ملي ګټو څخه ناخبرو روڼ آندو وشرموله او بالاخره دلته  افغانانو په سپيڅلو نومونو، د پرديو په مرسته د پرديو د ګټو، په واک کې د پاتې کېدو او واک ته د رسېدو لپاره جګړه وکړه. افغانان يې ووژل او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

مونږ پوهيږو چې ځينې سياستوال په واک کې د پاتې کېدو، واک ته د رسېدو لپاره د لاسته راوړنو او  ځينې نور د مقدساتو ترشا ځان پټوي، خو جګړې ته پردي بچيان استوي. مونږ يې وينو چې د جګړې پلويان په خپله په زرې (مرمۍ ضد) موټرو کې ګرځي، د سيمټي ديوالونو ترشا اوسيږي او اولادونه يې په بهر کې خوندي ژوند کوي. مونږ هغه ليوان پيژنو چې زمونږ د دوکه کولو لپاره يې د پسونو پوستکي اغوستې دي، مونږ ته معلومه ده چې فساد له څومره لوړ مقام څخه سرچینه اخلي، مونږ يې وينو چې څوک اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي، مونږ غل، مل او قاتل سره بېلولای شو، مونږ رب ته په سجده نسکور او د چاپلوسي په موخه  کاږه سرونه ښه پيژنو، مونږ د ليلا مجنون او د شيدو مجنون سره جدا کولاي شو، مونږ په محراب کې د امام او شيطان ترمنځ توپیر کولاي شو. پردي ماتولای شو، خو د خپل ټوټه ټوټه ټولنيز بدن د جوړولو وړتیا نلرو. زمونږ د تاريخ حافظه لاهم دومره وړتیا لري چې؛ چا د دين ولس او هيواد د خپلواکي، بريا سپيڅلتيا او پرمختګ لپاره  خپلې ککرې قربان کړې او چا د خپلو موخو لپاره د شهيدانو په وينه باندې سوداګري وکړه، کامياب او کامران شول.

اوس داده استانبول ته روانيږو. اړينه دا وه چې اوس مو د جګړو دروغجنه تقلبي بريا او د سولې عزت او عفت درک کړی واى. استانبول ته له ملي اجنډا، افغاني وقار او ايماني فراست سره تللي واى، خو متاسفانه عيني واقعیت همداسې نه ده. هر چا طرحه جوړه کړې ده هرچا خپل ځان او غوښتنې پکې د ګوند سمت قوم ژبې نسل او جنس تر پوښښ لاندي ځاى کړي دي. مونږ له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې د ازغو په سر مزلونه کوو. مشران مو د پرديو لخوا کارول شوي او ولس مو مشرانو د مقدساتو په غولولی دى.

زمونږ مفتوح او مغلوب هيوادونه لاهم په نړۍ حکومت کوي خو مونږ د پرديو خيرات ته پروپوزلونه جوړوو. پردۍ ډوډۍ ته ناست يو او پرديو مرستو پروپوزلونه جوړوو. په خپل غولي باندې ناستې د شنو چايو څښل او د خپلو شخړو هوارول راڅخه هير شوي دي.

له ټولو لوستونکو څخه هيله مند يم راڅخه خفه نشئ. له هيڅ اړخ سره دشمني کينه او عقده نلرم. يوازې له رواني جګړې څخه ستومانه شوى يم.

په درنښت؛ عبدالوحید وحيد کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

قدرمن وروره په عمر ، علم ،او په دې ښکلي درک دې خیر او برکت شه دښمن دې خوار و ذلیل شه له تا څوک هم باید خفه نشي او که څوک بیا خفه کیږي هغه به د ځان غوښتنې په مرض اخته وي دتا په لیکنه کې له حقایقو وطن دوستئ او له خپلو خلکو سره له خواخوږي پرته بل څه نه لیدل کیږي . کږه خبره پکې نشته عزتمند او قدرمن شي ژوند ژوند ژوند .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x