د روژې تحفې

روژه؛ که د خالق له لوري مخلوق ته د بښنې موقعه

ثناءالله معصوم

د قرآن کریم هر ایات رحمت دی، هر آیات یې که سړی فکر ته واچوي د انسان لپاره د خوشحالۍ سبب ګرځي. خو البته مونږ ګنهګارو ته چې دغه ایات مخې ته راشي یقین وکړئ ټول غمونه او دردونه د سړي ختم کړي چې فرمایي:

”لا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ“
ژباړه: تاسې مه نا اُمیده کیږی د اللهﷻ  له رحمت څخه، په تحقیق سره اللهﷻ  بښي تاسو ته ټول ګناهونه، او اللهﷻ  بښونکی او مهربانه دی.
هیڅ انسان له ګناهونو پاک نه دی خو البته هغه انسان نیکبخته دی چې خپله ګناه په ګناه ومني او اللهﷻ ته رجوع وکړي.
ځکه رسول اللهﷺ  فرمایي: توبه ویستونکی انسان داسې وي لکه هیڅ ګناه یې چې نه وي کړي. راځئ الله تعالی مونږ او تاسو ته د بښلو لپاره داسې د سرو زرو چانس راکړی، چې په دا مبارکه روژه کې یې د ژوند کولو  په نعمت نازولي یو.
راځئ له دغې موقع څخه په کامله توګه استفاده وکړو، خدای مکړه د هغه هلاکو کسانو له جملې څخه رانشو کومو ته چې جبریل علیه السلام ښیرا کوله او رسول اللهﷺ پرې آمین ویل.

حضرت جابر ابن سمرة رضي الله عنه یو لوی حدیث او واقعه رانقله کړې ده چې یو ځل رسول اللهﷺ منبر ته خوت او درې ځله یې آمین وویل بیا یې وفرمایل چې جبریل علیه السلام وویل:
چې د الله تعالی له رحمت څخه دې هغه کس لرې وي چې رمضان ورباندې تیر شي او مړ شي او اللهﷻ  ورته مغفرت نه وي کړی.
له دغه مبارک حدیث څخه په څرګنده معلومیږي چې روژه د الله تعالی له طرفه بندګانو ته د مغفرت او بښنې یو بهانه ده خو که بنده خپل مسؤلیت وپیژني، ځکه رسول اللهﷺ فرمایي چې اللهﷻ په خپلو بنده ګانو باندې د دوی له میندو څو چنده زیات مهربانه ده؛ یوه مور به هیڅکه په خپل بچي دا پیرزو نکړي چې د جهنم د عذاب مستحق شي.

دا وجه ده چې الله ﷻ خپلو بندګانو ته د توبې او دوی ته د ثوابونو لپاره مختلفې او اسانه لارې پیدا کړي، تر څو بنده پرې روان او د جهنم د عذاب مستحق نشي. رسول الله صلی الله عليه و سلم فرمایي: چې الله جل جلاله فرمایي: روژه زما ده ، او زه به په خپله روژه نيوونکي ته ثواب ورکوم.

همدا راز له ح‍ذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: څوک چې يوه ورځ هم د خدای د رضا لپاره روژه ونيسي بيا له ایمان سره مړ شي نو جنت ته به ځي. رواه احمد

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې په داسې حال کې د روژې د مياشتې روژې ونيسي چې د روژې په فرض کېدلو يې ايمان وي او د ثواب اراده ولري نو ټول مخکني ګناهونه به يې وبخښل شي. رواه البخاري

دا او داسې زیات نور روایتونه یوازې د دې لپاره دي چې مسلمانانو ته د روژې اهمیت معلوم شي چې روژه د الله په دربار کې څومره لوړ مقام لري. خو دا باید سړي ته واضحه وي چې د روژې پیغام یوازې له څښاک او خوراک څخه منع کول نه دي، بلکې روژه کې باید انسان له هر قسم ناوړه افعالو څخه ځان راوګرځوي، ځکه رسول پاکﷺ   فرمایي: ډیر ځله یو روژه دار لپاره د دۀ د روژې هیڅ بدله نه وي بغیر د دۀ له لوږې.
قال رسول اللهﷺ رُبَّ صائمٍ ليسَ لَه من صيامِه إلَّا الجوعُ رواه ابن ماجة
نو باید مونږ ټولو ته واضحه وي چې روژه یوازې د خوراک او څښاک له بندیدو څخه نه ده عبارت، که عبارت وای پاس حدیث به بیا داسې نه ؤ وارد شوی.

خو سړي ته افسوس په دې ورشي چې روژه په ځینو خلکو داسې بوج وي، العیاذبالله لکه یو لوی عذاب چې رانازل شوی وي یوازې په همدې فکر او اراده وي چې څنګه یې اسانه او بې تکلیفه تیره کړم.

زمونږ اسلافو به د روژې میاشت ته انتظار کاوه او دعا به یې کوله چې یا الله ته مو تر رمضان پورې ژوندي ورسوې او په تګ به یې تر ډیره وخته غمجن او خفه و، ځکه هغوی ته د روژې اهمیت معلوم و.

د مرګ په حقتوب ټول قانع یو خو البته هر څوک یې له ځانه لرې ګڼو او همدغه د شیطان یو جال ده چې انسان ته دا په زړه کې واچوي چې مرګ ډیر لرې ده رازه دوه ورځې دنیا ده په خوښۍ او عیش یې تیره کړه. خو انسان ته باید دا حقیقت لکه لمر داسې روښانه وي چې مرګ هره دقیقه د انسان لارې څاري او ځان ته یې نژدې کوي. رازئ محترمو مسلمانانو په دغه مبارکه روژې کې له اللهﷻ سره وعده وکړو چې نور به هغه کارونه نه کوو کوم چې تا ورڅخه منع کړي یو او نه به هغه کارونه کوو چې ته ورباندې ناراضه کیږې.
تر بل کاله څوک ژوندي او څوک مړه دادی دې میاشت ته الله ﷻ ژوندي راورسولو، راځئ دغه لویه د بښنې موقع له لاسه ورنکړو.

پای

ستاسو د نیکو دعاګانو په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx