
افغانستان
بادغیس کې نفوذي بریدګرو ۳ پولیس وژلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۰ل): سیمه ییزو چارواکو د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د نفوذي برید له امله د ۳ پولیسو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.
د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ وايي، پرون د شنبې په ورځ ماسپښین د مقر ولسوالۍ په «سنجدک» سیمه کې دوو نفوذي پولیسو د خپلې پوستې دننه په نورو پولیسو دزې کړي او ۳ تنه پولیس یې وژلي دي.
نوموړی زیاتوي، نفوذي پولیسو له برید وروسته د وژل شوو پولیسو وسلې او مهمات هم له ځانونو سره وړي دي.
د برید مسئولیت طالبانو منلی دی.
نفوذي بریدونه د طالبانو هغه جنګي تکتیک دی چې له امله یې هرکال ګڼو دولتي عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوړي او ترڅنګ د عسکرو ترمنځ د باور او اعتماد فضاء ته سخته صدمه رسیږي.