افغانستان

اشرف غني: له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو پلان چمتو شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني وايي، له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو پلان یې چمتو کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ دولتي عسکرو ته د «مډالونو» ورکولو په یوه غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې دولتي عسکر ددې کار لپاره بشپړ چمتووالی لري او له خپل ځانه دفاع کولای شي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس هغه وخت رارسېدلی په هېواد کې ملي حاکمیت په بشپړ ډول خوندي شي، نوموړي دغه راز د طالبانو لخوا د جګړې دوام «نامشروع» بللی او ادعا یې کړې چې د افغانستان او نړۍ عالمانو هم دغه جګړه ناروا بللې ده.

اشرف غني د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو بیا کتنې ته په اشارې ویلي، چې اوس د پاکستان د پرېکړې ورځ ده، که افغانستان نارامه وي نو پاکستان به هم نارامه وي او پاکستان زمونږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي.

نوموړي په طالبان غږ کړی که چیرې سوله کوي، نو د افغانانو غیږه ورته پرانیستې ده او په خبره یې له سولې پرته بل هر غوراوی د جګړې د دوام په معنی وي.

اشرف غني په داسې مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د پلان چمتو کولو خبره کوي، چې ټاکل شوې ده چې د راتلونکي سپتمبر تر یوولسمې نیټې پورې ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه وه ایستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
اشرف غني: له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو پلان چمتو شوی


It looks like he is the one kicking the western troops out.

Remember, next time he is gonna say "I sent all the western troops to their 
homes and Talib - the enemy of Jamhooriyat is still not coming to the peace
table" 

The other day this idiot was crying and begging Biden "please don't leave me alone"
pattang

ژاړه ژاړه شهزاده بهرامه ژاړه xxx ستا پر څنګ باندي تیریږي ګل اندامه !
دارګ ډول،ډول غوښې درته زار شوې xxx تندوري خوره د اوزبكو بې وجدانه
څوک چې قام اواسلام خرڅ کړي په پردويو xxx مخ یې تور وي شرمنده ځي له جهانه !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x