نړۍ

بلوچستان: پاکستاني جنګي جیټ الوتکه راوغورځیده

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۹) نن له غرمي څخه وروسته دبلوچستان ایالت اوتل سیمه کی یوه جنګي جیټ الوتکه چی له مامول سره سم په ازموښتي الوتنه باندي الوتي وه راپریوته.

له سیمي څخه دپاکستان دهوایی ځواکونو له دفتر څخه په ورکول شوي راپورکی راغلي چی دالوتکي پیلوټ وژل شوی، خو پرځمکه باندی دالوتکی د را لویدو له کبله کوم ځاني یا مالي زیان نه ده اوښتي.

پاکستان دخپل هوایی ځواک په الوتکو کي له امریکایی ایف ۱۶ ډوله الوتکو څخه علاوه چینایی اوفرانسوي الوتکي هم لري، کومه الوتکی چی لویدلي ده، دا یوه فرانسوي V- Mirage په نامه سره الوتکه ده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x