افغانستان

حماس: د مزایل تر ویشتلو وروسته په څو ساعتونو کې بل مزایل جوړوو

نن ټکی آسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه ۱۳۹۳): د حماس جهادي غورځنګ د بهرنیو چارو مسئول اسامه حمدان تېره ورځ په بیروت کې د فلسطین په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې دوی ټول هغه مزایل کاروي چې فلسطین په خپله جوړ کړي.

ښاغلي حمدان زیاته کړې چې دوی د څو میاشتو مقاومت ته تیاری لري.

د حمدان په وینا تر هغې پورې به جګړه روانه وي، څو د دوی شرطونه نه وي منل شوي.

د اسامه حمدان د وینا مهم سرټکي:

۱- هر مزایل چې په اسراییلو توغول کیږي د څو ساعتونو په اوږدو کې د الله په مرسته بل جوړوو. موږ سره د دې توان شته چې څو میاشتې مقاومت وکړو. موږ د نورو ناڅاپي پېښو د مقابلو توان هم لرو.

۲- زموږ اینده پلان د راتلونکې جګړې لپاره دا نه دی چې څنګه ستر مزایل جوړ کړو، بلکې پلان مو دادی چې څه ډول اشغال شوې سیمې تر خپلې ولکې لاندې بېرته راولو او د آزادو سیمو سره یې ونښلوو.

۳- د مصر منځګړتوب د هغو ماتو خوړونکو فکرونو څخه جوړ شوی چې د عربو د ماتې په وخت کې يې ژوند کړی او موږ یواځې د هغه چا منځګړتوب منو چې د آزادۍ په فکر مین او ذلت ردوي.

۴- ټوله نړۍ د اسراییلو د خلاصون لپاره مداخله او د جګړې د دریدلو لپاره هلې ځلې کوي، موږ دوی ته وایو چې جګړه به تر هغه روانه وي چې زموږ شروط نه وي منل شوي. موږ اوس په داسې حالت کې یو چې شروط ږدو، تیری کوونکي دې یا له ظلمه لاسه واخله او یا دې د دوی تندریز ګوزارنه وګالي.

۵- هغه مهال چې اسراییلو په لبنان بمبارۍ کولې ما به سوچ کولو چې کله به داسې ورځ راشي چې موږ د دوی د بمبارۍ ځواب ورکړو او د دوی ښارونو داسې ړنګ کړو لکه زموږ چې ړنګوي او د دوی ملت داسې وکړوو لکه موږ چې کړوي. نن دغه خوبونه او سوچونو د قسام په لاس ريښتیا شول.

۶- د خبرو پر مهال له اسامه حمدان څخه وپوښتل شول چې د یو مزایل بیه څومره ده؟ نوموړی موسکی شو او بیا یې ویل چې د هغو مزایلو څخه چې د عربي هېوادنو پوځونه يې له امریکا اخلي څو چنده کم قیمت لري خو تر هغوی ډیر کاري دی.

۷- اسراییلو د جنګ بندۍ اعلان وکړ موږ يې ځواب په ۴۷ مزایلونو ورکړ چې د قدس لویدیځ، ایلات او تل ابیب یې وویشتل. موږ نن جګړه اداره کوو او موږ نن شروط ږدو.

۸- الوتکه موږ ډيره په اسانۍ سره جوړه کړې، عربي پوځونه د هغو امکانیاتو له لارې چې دوی يې لري کولای شي چې تر دې الوتکې مهم او قوي شیان جوړ کړي. نوي ناڅاپي پېښو ته په انتظار اوسئ.

۹- د دې سوال په ځواب کې چې آیا د مزایل ایراني دي؟ نوموړي وویل چې نه، دا مزایل سل په سلو کې فلسطیني دي، موږ له هغو مزایلو پرته چې موږ جوړ کړي بل هیڅ شی نه دی استعمال کړی.

۱۰- یهودي دوه ساعته په زیرزمینۍ او پټنځای کې نشي تیرولی خو د غزې ملت د توپونو د سختو آوازونو او بمباریو لاندې خوب کوي.

۱۱- زموږ نسلونو په غزه کې د آزادۍ شېدې رودلي دي، نن ددغو وروستۍ پایلې دی، په علمي مجال کې لومړی او دوهم شهید دی همدا راز په ادبي برخه کې اول شهید دی او دوهم او درېیم په سنګر کې د خپلې بریا خبر ترلاسه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان

الله پاک (ج) دی نور د مسلمانان نصرت وکړی دا وینی او دا اوښکی چی د مسلمانانو توی شوی دا نور د زغم نه دی
نور باید مسلمانان خپل منځی اختلافات پریږدی یوازی باید د خپل اصلی دښمن مقابله وکړی که بیا هم داسی څوک او یا ډله موجوده وه چی خپل منځی اختلافاتو ته یی لمن وهله نو دا ډله هم باید چی د اصلی دښمن په صف کی حساب شی او مجاهدین همغسی تندریز بریدونه په دوی هم وکړی لکه په اصلی دښمن یی چی کوی
د ټولو مسلمانانو د اتحاد به هیله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x