افغانستان

د غزني په قره باغ کې د پوځي عملیاتو له کبله لسګونه کورنۍ بې ځایه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا د پوځي عملیاتو له کبله لسګونه کورنۍ روژه په خوله بې ځایه شوي، چې دا مهال د غزني په مرکز کې له نامعلوم حالت سره مخ دي.

په غزني ښار کې د شملې رادیو خبریال احسان الله کریمي چې ددغو کډوالو انځورونه یې اخیستل او خبري پوښښ یې ورکولو د امنیتي ځواکونو له بند چلند سره مخ شوی او ګوت څنډنه ورته شوې چې په دې هکله به راپور ورکولو څخه ډډه کوي.

لسګونه کورنۍ چې دا مهال د غزني ولایت مرکز کې د اسلامي ثقافت مرکز کې یې اړولي، نن ماښام په داسې مهال هلته ستړې ستومانه پرتې وې، چې روژه مات یې هم نه لرلو.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو له تیرو څو ورځو راهیسې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د  تصفیوي عملیاتو په «پلمه» د خلکو په کورونو او کروندو پراخ هوايي او توپچي بریدونه پيل کړي، چې له امله یې د روژې په دې مبارکه میاشت کې لسګونه کورنۍ د خپلو مینو پرېښودو ته اړ شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

های های د پنجاب ### په روژه کی د اسلام خلاف کړنی تر سره کوی او برسیره پر هغه دروغ او پرپاګنډاوی کوی.## په یاده ولسوالی کی نا مشروع او د دی ملت خلاف او د پنجاب په اشاره جنګ شروع کړی چی له وجی یی د قره باغ ولسوالی ولسونه په کډو مجبور شوی او د دوی جایدادونه او دوکانونه ټول لوټ شوی د ## له برکته.

اوی که نر یی او اصلی د پنجاب بچی یاست کمینټ می خپور او جواب راکه

محمد نعیم

ښاغلی ګوم نام اغا په ناحقه په دې فرض روژه جزباتي سوي یاست. د قره باغ ولسوالي خلګ د پنجاب یا د پنجاب د بچو د ویري نه دي مهاجر سوي بلکه د کابل د ظالمي ادارې د بمبارونو له ویري مهاجر سوي دي. دوکانونو هم د غنو شخصي ملیشو چور کړي دي. که د پنجاب ### څخه ستاسو هدف غني او د کابل اداره وي بیا نو خبري دي هم ټولي پرځای دي او موږ درسره موافق یو. غني باید په دې فرض روژه پر قره باغ باندي د بریدونو امر نه وای ورکړی. خدای دي یې خراب خراب… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x