افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان: د ترکیې له ناستې هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکیې استانبول کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناستې هرکلی کوي او د پرمختګ په تمه یې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» له «حنیف اتمر» سره په تلیفوني خبرو کې په ترکیه کې د افغان سولې او بیا رغونې په تړاو له جوړېدونکې ناستې هرکلی کوي او تمه یې ښودلې، چې د استانبول په ناسته کې له نوموړي سره وویني او تر هغه وروسته یې په پاکستان کې کوربتوب وکړي.

ورته مهال د کابل د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې قریشي ژمنه کړې چې هیواد به یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان ملاتړ کوي.

د خبرپاڼې په بنسټ، قریشي اتمر ته بلنه ورکړې چې د ترکیې له ناستې وروسته اسلام اباد ته سفر وکړي.

دغه تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې ناټو او امریکا د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې پورې له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو هوډ کړی.

ورته مهال امریکا د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د ترکیې په استانبول کې د یوې ناستې د رابللو وړاندیز هم کړی، چې د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم ورته بلل شوي دي.

حکومت دې ناستې ته چمتووالی نیولی؛ خو طالبان وایي، تر څو چې بهرني پوځيان په افغانستان کې موجود وي، د افغانستان په تړاو جوړېدونکي هیڅ کنفرانس کې برخه نه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

شک نشته ، د باکستان مسلمان ولس او د پاکستان چارواکی یو ردیف کی نه دی ولس یی ### مګر مسلمان اما حکومتی چارواکی د امریکا او انګریزانو غلامان څه چه نیمه انګریزان دی نومونه یی اسلامی او زړونه یی انګریزی دی. د طالبانو سره د پاکستانی حکومت نزدی اړیکی د ناوړو ګټو اخستلو د پاره دی امریکا هر کال دوه بیلونه ډالر مستقیما د پاکستان فوځ ته سباری یعنی د پاکستان فوځ د باکستان اتوم بم د انګریزانو فوځ او انګریزی اتوم بم دی. طالبان باید محتاط و اوسی که هغه دوه بیلونه په څلورو بدل شی د پاکستان… نور لوستل »

طوطی

مجاهد ته: پدی هم پوهیږی چی د هر لسو طالبانو څخه یو تن د پاکستان لپاره کار کوی؟ کنه نو دا تاسیسات او سرکونه ولی ورانوی، بیګناه خلک ولی وژنی؟

طوطی

د ترکې د ناستی برخلیک له پخوا څخه پاکستان ته معلوم دی چی طالبان پکی برخه نه اخلی نو ولی به داسی خبری نکوی. د ترکی ناسته بدون د طالبانو له شرکته کومه معنی نلری. که طالبان پکی برخه وانخلی دا ناسته به هیڅ کومه خاصه نتیجه ورنکړی. طالبانو ته ویل شوی له پخوانه کی پکی برخه وانخلی. خو جنګونه به کومه ګټه طالبانو ونه رسوی ځکه چی اوس امکان د دی نشته چی طالبان لکه د پخوا په شان سریع حرکت وکړی او فتوحات لاسته راوړی. یواځنی لار تفاهم او خبری دی خو مخکی باید اوربند وشی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x