نظــر

انتخابي انتخابات (ټاکنيزې ټاکنې)د جعلي انتخاباتو بديل

عبدالغفار سربڼ

ټاکنې ېا انتخابات د حاکمو کړيو او ډلو په لاس له نيمې پيړۍ را په دې خوا ظاهرا د يوه سپيڅلي او بې بدېلې وسيلې په توګه د استفادې وړ ګرځېدلي دي. انتخابات په هماغه اندازه چې غولونکی لفظ دی په هماغه توګه په ډيره بېشرمۍ او سپين سترګتوب د مشروعيت د وثيقې او ستر حجت په حيث پر خلکو په زور او جبر منل کېږي.

اصلي خبره داده کله چې حتی د انتخاب حق اختياري او د خلکو په خوښه او اراده نه وي برعکس په زور او جبر خلک مجبوره کړل شی چې انتخابات وکړي او رايې ورکړي د خپلې خوښې خلاف دا جبر دی نه انتخاب او اختيار.

د انتخاباتو صورت او بڼه او طرزالعمل د هغو د کيفيت او څرنګوالي ښکارندوی کوي، څو لسيزو کې د هغو بڼه د پانګه والې او لېبراليزم د حاکمه کړيو له خوا او د دوی په ګټه داسې بدل شوي او مرتب شوي چې د هغو نتايج او پايلې پرته له دې چې د شتمنو په ګټه تمامې شي بله کومه پاېله نه راولي.
تارېخ شاهد دی چې هېڅکله هم کوم بېوزله شخص يا ډله ټاکنې په هېڅ يو هېواد کې نه دي ګټلي او که استثناً کوم بېوزله په کوم ګوند کې د غړېتوب په برکت کوم چېرې اتفاقاً ټاکنې وګټي دا شخص هم مجبور دی چې د حاکمه ګوندونو د شتمنو ډلو مفاد ته وفاداره پاتې شي که نه له صحنې لرې کيږي.

د پانګه وال لېبرال دیموکرات حاکمې ډلې او ګوندونه حقوق پوهان اقتصادي عالمان او تکړه مديران او تکنوکراتان روزي او تربيه کوي تر څو ډېر مقدس او سپيڅلي الفاظ له محتوا خالي کړي او په داسې مضمون يې ډک کړي چې عوام په دغو الفاظو وغولول شي او دوی ظاهراً په خپله خوښه خپله اراده او وکالت هغو استازو ته وروسپاري کوم چې شتمنو مخکې له مخکې نه ټاکلي او د دوی ګټو ته متعهد دي.

حقېقت دادی چې دغه تش په نوم انتخابات په اصل کې انتخابي انتخاب دی. هغه طرز چې لېبرال نظام ېې د ټاکنو په نوم پلې کوي صرف هغو کړېو ته اداره او حاکميت لېږدوي چې د شتمنو ګټې تضمين کړي او د دوی حاکميت ته ضرر ونه رسېږي.
هغه انتخاباتي غوښتنې او موخې چې ددغو نوماندانو له خوا وړاندې کيږې غولونکي دي.
په دغه سېستم کې هغه چې ژمنې کوي د نوماند په حېث او هغه چې د تفتېش او کنټرول دنده لري دواړه د شتمنو کړېو ګمارل شوي تکنوکراتان او مديران او بېروکراتان دي.

ملت د مخامخ او مستقيمې پوښتنې او تفتيش حق نه لري، نتېجه دا چې هغه نوماندان چې بل چا ټاکلي له دوی نه په هغه بڼه رايه تر لاسه کوي چې ولس هغه نه غواړي خو په جبر همدوی ته بايد رايه وکاروي، اول ظلم.

بېا له همدغو نوماندانو نه همدا ولس د مستقيم بازخواست او استجواب حق نه لري. ليدل کيږي چې سره له دې چې معتقد او متعهد ديموکراتان د ورځې شل ځلې دا درواغ له ځان سره تکراروي چې دېمو ېعنې خلق او کراسې ېعنې واک ولس واکې خو خلک پوهېږي چې اصلي حاکمان نخبه ګان شتمن مشران د صنايعو او کانونو د بانکونو خاوندان شتمن مذهبي کړۍ او نور دي، حقيقي واکداري د خلکو نه ده.

وګړې قانوناً دوه حقونه لري، انتخابول (رايه کارول) او انتخابېدل.
خو! ددې لپاره چې نوماند شي باېد هغه شرايط پوره کړي چې دده په وس کې نه دي، هغه فقط شتمن او د ټولنې مخور او نخبه ګان پوره کولای شي.
بېا د رايې کارولو کې هم حد او حدود شتون لري: فقط هماغو نوماندانو ته رايه کارولی شي چې د حاکمه کړېو په پيسو او خوښه ټاکل شوې اداره يې شرايط منلي وي (د ټاکنو کمېسون ) او ده ته يې د نوماندېدو حق ورکړی وي.

عوام ابداً هغه شرايط چې دغه په غربي نړۍ کې په پانګه والۍ اېدېولوژۍ مېن متخصصينو جوړ کړي دي نه شي پوره کولای.
په ټولو دېموکراتو هېوادو کې داسې يو مثال چې کوم نوماند دې پرته له دې چې له دغه انتخاباتي لابراتوار څخه د يو عادې عامي په حېث تېر شوی وي نه دی لېدل شوی. د حاکمه کړېو ذات البېني شخړې او کشمکش د انتخاباتو د کمېسېون د غړو د ټاکلو پر سر له همدې کبله ډېر اوږد او ستونزمن دی، ځکه هره حاکمه حلقه د ګوندونو په بڼه او هېئات کې غواړي خپل سړی په کمېسيون کې وټومبي او ښخ يې کړي.
د دغو غړو دنده داده چې داسې ېو نوماند چې د حاکمه ډلو او ګوندونو د ګټو حد او حدود مات کړي او هغوی ته ستونزه راولي په نېوکو نېوکو له نوماندۍ نه بې برخې کړي دا حدود سپيڅلي حدود دي.

بله برخه د څو یا دوه ګوندیز سیستم او نظام شتون دی، پلورالیزم خلک په ټولو سترو دیموکراتو هیوادونو کې د مستقل نوماند په توګه په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستلی.
نن سبا په یو څو هیوادونو کې د اعتراضونو په نتیجه کې دا حق ورکړل شوی خو چا نه دي لیدلي چې داسې نوماند دې ګټونکی شي او بیا خپله موده پوره کړلی شي.

ګوندونه د رایو د کارولو او د نوماندیدو دروازې دي، په ټوله دیموکراته لويدیځ کې حتی یو وګړی دا حق نه لري چې پرته له ګوندیز نظام نه وکيل ولري. یعنې لومړی به ګوند انتخابوي بیا په ګوند کې خپل د خوښې نوماند او دغه نوماند که په ګوندیز انتخاباتو کې مسابقه او مبارزه وګټله نو بیا به دی د ګوند له لارې ولسي جرګې کې استازی ولري. نو پوښتنه داده چې مستقیمه رایه کارونه وګړو ته چېرې او کله اجراء کېږي او فایده یې ده ته څه ده.
د ګوندیز نظام بنسټ ددې لپاره کیښودل شوی دی چې خلک تقسیم شي. اسانه د فیزیک فورمول دی. قوه کله چې وويشل شي اسانه اداره کېدلی شي. احزاب او ګوندونه ددې لپاره شتون لري چې کله خلک ناراضي وي، په یو موټي توګه د حاکمې ډلې په مقابل کې ونه دریږي، بلکه ګوند ګوند او فرقه فرقه خپلې غوښتنې او شکایتونه وړاندې کړي.
یعنې په ګوندیز نظام کې د مقاومت غښتلتیا ويشل کيږي او حکومت ته د ناراضو وګړو د سرکوبولو امکان او برلاسي ورکول کېږي او دا ټول د قانون د موادو په رڼا کې. زرها تنه وګړي چې اعتراض لري او له ادارې راضي نه دي خپل حق غواړي د هغه قانون په حکم چې د همدغو وګړو استازي بلل کېږي سرکوب او تابع کېږي.
چېرې ده په داسې یو حالت کې ولسواکي، کله چې ۵۱ سلنه خلک راضي وي ۴۹ سلنه ناراضي او معترض نو که دا ۴۹ سلنه را پاڅي نو د دیموکراسۍ نظام حکم او فیصله همدا ده چې باید د اکثریت تابع وي او د دوی اعتراض قانوناً د مجازات وړ او ناجایز دی. همدا ده د مساوات برابرۍ اصلي څیره.

له دې بحث او تحلیل نه دا څرګندیږي چې ولس پر خپل ځان لکه چې د دموکراسۍ مداریان یې تکراروي واکدار او حاکم نه دي بلکه د ولس هغه نخبه او مخور استازي چې د دوی په خوښه نه دي ټاکل شوي خو د دوی په رایو مجلس ته ننوتلي پر ولس واکدار دي. ولسواکي نه ده بلکه نخبه سالاري او ملک واکي یا ارباب واکي ده. تر کله به دا لوبه روانه وي والله الاعلم خو د خلکو پر سترګو خاورې شيندل او دروغ ويل هم حد لري.

دا اوږد خو نیمګړی تحلیل مې ځکه مخکې کړ تر څو د هیواد دیموکراتیکو کړیو ته هاغه شفافه ایینه په لاس ورکړم، کوم چې دوی خپل ځان او افکار او باطل باور په هغه کې په رڼا وګوري او پوه شي چې ستاسو دین کې ولسواکي نشته بلکه قهرمان واکي او د بتانو واکداري شته.

دا دومره شدید اعتراض چې پر امارت اسلامي کېږي چې دیموکراسي نه مني او انتخابات نه مني باطل او بېځایه انتقاد دی.
اسلامي عقاید اصولاً د انتخاب او اختیار سره هیڅ ستونزه نه لري. خو عام انتخابات چې غل، قاتل، زاني، غدار، دیندار، بې دین او مشرک دې له پرهیزګاره او باتقوی، مومن او بې ازاره انسان سره مساوي حقوق ولري هغه هم د واکدارۍ او واکمنۍ حقوق حرام ګڼلی ځکه دغه برخه کې انصاف او برابري نشته بلکه د عدل حکم جاري کېږي.

عدل حکم کوي چې واکداري حقیقتاً د تقوی پر بنا او د مسؤلیت منلو او د مهارت او عقلي ظرفیت پر بنیاد ويشل کېږي. دا حکم د علم منطق له مخې هم د منلو وړ دی چې واکداري حق نه دی چې هریو ته ورکړل شي بلکه مکلفیت او مسؤلیت دی. حقوق هر یو ته ورکول کېږي خو د حکمرانۍ او حکومت دنده اصلا یوه دنده ده چې هر چا ته نه شي ورکول کېدلی. الهي حکم دی چې واک هر یوه ته نه ورکول کېږي بلکه هغه ته ورکول کېږي چې الله یې وغواړي.

یعنې حد تعین شو چې واک فقط هماغه کس لاس ته راوړي چې دده له خوا لایق ولیدل شي. د مسلمانو دا عقیده ده چې واکداري الهي فیصله ده، وګړي د الله په امر او ارادې خپلو واکدارانو ته خپل وکالت امامت او مشري د بیعت او متابعت په بڼه ورسپاري او دا اصلاً امانت دی او انتقالي بلل کېږي نه دایمي. دیني عالمان چې راسخ دي او فقط د تقوی او پرهیز ګاري شهرت لري فقیه دي او هغه مخور او مشران چې ځان د وګړو د خدمت لپاره ژمن ګڼي، هغه سرداران او سرښندونکي چې د ولس د ځان او مال ساتنه کوي او همدارنګه هوښیار زړه ور او دنیوي متعهد او مومن عالمان د ولس استازیتوب کولای شي او همدغه استازي د مشر یا مشرانو د ټاکلو صلاحیت مهارت درایت او دنده لري.

نو اوس زه نه پوهیږم چې پر داسې یو ټاکنيز طرز او بڼې باندې د دیموکراتانو څه اعتراض دی. اخر دا هم یوه بڼه ده د ټاکنو! او انتخابات بلل کېږي. خو! دا هم انتخابي انتخابات دي. ولس خپل خواخوږي پيژني. رضایت او اعتراض نه کول د تابعیت اصلي بیلګې دي. کله چې انسان رضایت ولري نو هماغه د هغه انتخاب دی. زما په فکر دا تور چې امارت اسلامي پر انتخاباتو باور نه لري یوه دسیسه ده د طالبانو په خلاف.
الله جل جلاله انسان ته دا انتخاب او اختیار ورکړی دی چې دی به یا د رحمن لار نیسي چې جنت ته رسیږي يا به د شيطان لار نیسي چې سیده دوزخ ته ځي. په کوم دلیل به طالبان د انتخاب او اختیار مخالفت کوي؟

خو! دوی په هغه شيطاني او له غالو ډک انتخاباتو رښتیا هم باور نه لري کوم چې که سل کاله هم تیر شي ظالم او شتمن واکدار پاتې کوي او مظلوم او بیوزلي محکوم او مجبور ساتي. بیوزلي وګړي له سهاره تر ماښامه د حلالې روزۍ په لټه کې په کار بوخت وي او شتمن دده د لاس ثمر په چل او زور د همدغې واکدارۍ په برکت له ده نه اخلي او د واکدارۍ ټول مصرف او تاوان له ده نه د مالیاتو په شکل حصولوي. نه یې علاج کېږي، نه یې ژوند کې هوسایي او ارام راځي. همداسې ستومانه بلې دنیا ته کډه شي، خو د بډایي پانګه والانو کاخونه، قصرونه او ماڼۍ لا زیاتيږي او دوی لا هوسا کېږي.

بلې! پر داسې انتخاباتو چې یو څو ګوندیز، سیکولر او پانګه وال نظام په تکرار تکرار راولي طالبان او حقیقي مومنان عقیده او باور نه لري.
ځینې شاید ووایي او دا وایي هم چې د طالبانو دا غوښتنه او موخه خیالي ده او داسې طاقت نړۍ کې نه شته چې د ننني لیبرال نظام مخه د ټولې ځمکې پر مخ ونیسي او دوی خو یوه وړه ډله ده! دا رښتیا ده خو الله اکبر الله له ټولو ستر دی او دا کوم حرج او ګناه نه ده کله چې د یوه سم فکر او عمل پلي کېدل خورا ستونزمن شي نو سړی دی بیا د حق غوښتلو او پر سمې لار تګ پریږدي او پر نورو غلطو لارو ګام ووهي.

هو ! دا خبره ضرور کول غواړم چې نننی افغانستان له دوو لارو سره مخامخ دی یا به د غربي نړۍ نسخې او غربي انتخاباتي او فدرالي نسخې او د مکراتیکې طرحې مني او پلې کوي او یا به د خپلو پلرونو په لار روانیږي او د دیني، ملي، سترې جرګې له لارې پر یو محکم متحد مرکزي نظام چې حنفي فقه یې د اسلامي نظام بنسټ وي فیصله کوي که نه د بهرنیانو د یرغلونو په نتیجه کې د تجزیې په درشل کې دي.

توکم پالونکي دې هم پوه شي چې هر ډول خود مختاري د ټولو نړیوالو او ګاونډیانو له مخالفت سره مخامخ کېږي، ځکه هره قومي بې ثباتي په افغانستان کې د دغو هیوادونو د اقلیتونو د لمسون باعث ګرځي.
هیڅ یو هیواد له دغو ګاونډیانو نه نن ورځ په داسې یو نظامي، سیاسي، مالي او اقتصادي حالت او غښتلتیا کې نه دی چې په خپل ګاونډ کې له داسې جنجالونو سره مخامخ شي چې د هیواد قومونه یې له ادارې او سیطرې ووځي. دا یو بیل مبحث دی خو همدا یوه اشاره د عاقل له پاره کافي ده.

الله دې د روژې په برکت پر مؤمن ولس ورحمیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

سربڼ سیب په فکر او قلم دی برکت سه. هیله ده داسی یو انتخاباتی نظام ته تفصیل ورکړی چه هلته دجرګی نوی شکل راسی او یا د اوسنی انتخاباتی نظام اصلاحی شکل ولری.

الحاج استاذ بیانزی

سربڼ صاحب الله ج دی په ژبه، قلم او ګوټو برکت واچوی الله ج دی تر دی وړتیا او پیاوړتیا لا زیاته کړه ، حقایق دی په ډاګه کړی دموکراسی د هغه شرینی نوم دی چه زهر بکی نغښتی وی یعنی په ښکاره خوږه ( خلکو ته یی خوږه تعریفوی مګر عملی اړخ کی انسانی ټولنه په ځانګړی ډول مظلوم بشریت د هلاکت او بدمرغیو سره مخ کوی او د هغوی د انزجی زیاته برخه د یو ګروب سرمایداری مافیه وو په چیبو کی لویږی. دا الهی ازموینه د انسانی ژوند له شروع د قابیل او هابیل څخه شروع او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x