ورزش

د پاکستان لوبډلې د کرکټ تسلسل، له سویلي افریقا وروسته مستقیما زمبابوې ته رسېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ لوبډله په ۲۰۲۰م کال کې له اوږدې دمې وروسته پرلپسې سیالۍ ترسره کوي، چې تازه یې په سویلي افریقا کې سیالۍ ترسره او زمبابوې ته سفر وکړ.

په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا له کبله شاوخوا ۵ میاشتې د کرکټ سربېره د نړۍ ټولې لوبې ځنډیدلې وې، چې له هغه وروسته بېرته پېل شوي خو لوبغالي ته د نندارچیانو په ورتګ لا هم بندیز دوام لري.

د پاکستان کرکټ لوبډله په نړۍ کې یو له هغو لوبډلو څخه ده چې زیاتې سیالۍ ترسره کوي، یادې لوبډلې له کرونا وبا وروسته د انګلستان پر وړاندې په انګلستان کې د ۳ ټیسټ او ۳ شل اوریزو سیالۍ ترسره کړې.

له هغې وروسته یې زمبابوې ترسره کړې، چې زمبابوې لوبډلې په سخت حالت کې پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې وکړې. ورپسې یې په نیوزیلاند کې ۳ شل اوریزې او ۳ ټیسټ لوبې وکړې.

لکه څرنګه چې په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې پر سریلانکا له برید وروسته دغه هېواد کې نړیوالې لوبې ځنډیدلې وې، له تېرو څو کلونو راهیسې دغه هېواد ته لوبډلو سفر پېل کړی دی، په دې تسلسل کې سویلي افریقا لوبډلې پاکستان کې ۲ ټیسټ او ۳ شل اوریزې لوبې وکړې.

پاکستان لوبډلې روانه میاشت سویلي افریقا کې ۳ یو ورځنۍ او ۴ شل اوریزې لوبې وکړې چې دواړه سیریزونه یې وګټل، یادې لوبډلې له سویلي افریقا څخه مستقیما زمبابوې ته سفر وکړ، تر څو یادې لوبډلې سره ۳ شل اوریزې او ۲ ټیسټ لوبې وکړي. دا لوبې به د اپریل په ۲۱مه نېټه پېل شي.

زمبابوې کې له لوبو وروسته پاکستان لوبډله په جولایي میاشت کې د ۳ یو ورځنیو او ۳ شل اوریزو سیریزونه ترسره کوي، چې له هغې وروسته به په اکتوبر کې انګلستان پاکستان ته سفر کوي.

بل لوري ته د افغانستان کرکټ لوبډلې په تېرو دوه کلونو کې یوازې ۲ ټیسټ، ۶ شل اوریزې او ۶ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، خو داسې بریښي چې د راتلونکي اسیا جام سربېره یې په ۲۰۲۱م کال کې ټولې ټاکلې لوبې لغوه شوي، خو ویل کیږي په جولايي او اګست میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې د ۳ یو ورځنیو او ۳ شل اوریزو سیالۍ ترسره کړي، چې افغان کرکټ بورډ یې لا هم په اړه کوم چمتو والی نه لري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x