نړۍ

مصر: د اورګاډي پېښه کې ۱۱ تنه مړه او له سلو زیات ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۰ل): د مصر په قلیوبیه ولایت کې اورګاډی له پټلۍ پریوتی چې له کبله یې له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مصر د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ د اورګاډي په پېښه کې د ۱۱ کسانو د وژل کېدو او تر دې دمه د ۹۸ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی، خو ځینې سرچینې د ټپيانو شمېر له سلو زیات ښيي.

دغه پېښه د یکشنبې په ورځ رامنځته شوه چې اورګاډی له قاهرې ښار څخه منصورې ښار ته پر لاره و او په قلیوبیه ولایت کې د طوخ اورګاډي تمځای ته نږدې له پټلۍ پریوته.People gather at the site where train carriages derailed in Qalioubia province, north of Cairo, Egypt April 18, 2021. REUTERS/Mohamed Abd El Ghany

د پېښې ځای ته د مرستې لپاره لسګونه امبولانسونه رسیدلي چې ناروغان نږدې روغتونونو ته ورسوي.

د مصر یوې قضایي سرچینې ویلي چې په دغه پېښه کې د دولت د قضایې ادارې مرستیال طاهر عبد الباری سعید هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي د پېښې څيړلو لپاره سمدستي د یوې کمیټې جوړولو امر کړی تر څو د پېښې جدي لاملونه په ډاګه کړي.

بل لوري ته سرچینو او عیني شاهدانو ویلي چې پېښه د اورګاډي پټلۍ کې د ځینو اصلاحاتو رامنځته کولو له کبله رامنځته شوې چې تېره میاشت پېل شوي او لا هم بشپړ نه وو.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په مصر هېواد کې د ریل ګاډي پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي، چې تېره مارچ میاشت کې دوه اورګاډي د قاهرې په سویل کې ټکر شول، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او له ۲۰۰ زیات ټپيان شوي وو.

Egyptian police officers stand guard at the site where train carriages derailed in Qalioubia province, north of Cairo, Egypt April 18, 2021. REUTERS/Mohamed Abd El Ghany

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x