نړۍ

لاهور کې د پوليسو او قهرجنو لاريونوالو تر منځ اخ و ډب کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې «ويډيو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې د «تحريک لبیک» ګوند له لوري له تېرو شپږو ورځو راهيسې لاريونونه روان وو، چې تېره ورځ د پوليسو او قهرجنو  لاريونوالو تر منځ خونړی اخ و ډب رامنځته شو او لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د فرانسوي چارواکو او رسنيو له لوري د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام په شان کې د سپکاوي له هڅې وروسته د نورې نړۍ سربېره د پاکستان «تحريک لبیک يا رسول الله» ګوند په پاکستان کې د فرانسې پر خلاف پراخ لاريونونه وکړل او د پلازمېنې اسلام اباد پر روان و، چې اسلام اباد ته نږدې فیض اباد سيمه کې د واکمن انصاف غورځنګ حکومتي چارواکو له لاريونوالو سره مذاکرات وکړل او د يوه تړون له مخې يې له لاريونوالو سره ژمنه وکړه، چې په لنډ وخت کې به د پارلمان له تاييد وروسته د فرانسې سفير له هېواده وشړي، خو تحريک لبیک ګوند يو ځل بيا له دې امله لاريونونه پيل کړي، چې حکومت ورسره درغلي کړې او تر هغو به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي، چې تر څو، چې د فرانسې سفير له هېواده شړل شوی نه وي.

حکومت له تېرو څو ورځو راهيسې له لاريونوالو د لاريون ختمولو غوښتنه کوله، چې تحريک لبیک يې غوښتنه نه ده منلې او پر خپلې هغې غوښتنې يې ټينګار کړی، چې د فرانسې سفير دې له هېواده وشړل شي.

له څو ورځو خبرو وروسته تېره ورځ د پوليسو او لاريونوالو تر منځ اخ و ډب رامنځته شو.

که څه د رسمي سرچينو په حواله رښتينو حقايقو ته لاس رسی ستونزمن دی، خو په ټويټر او فیسبوکي اکاونټونو د روان تاوتريخوالي ويډيوګانې خپرېږي او ويل کيږي، چې پوليسو پر لاريونوالو اوښکې بهوونکی ګاز شيندلی او ډزې يې پرې کړي دي.

د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند مشر او د «ډيموکراټيک خوزښت» ايتلاف مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، چې حکومتي پولیسو پر خلکو اوښکې بهوونکی ګاز شیندلی او پر هغوی يې بکتربند موټر خېژولي دي.

په ټويټر کې د خپرو شوو ويډيوګانو کې فعالان وايي، چې پوليسو لسګونو لاريونوال وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د حکومت دريځ

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد وايي، لاريونوال د حکومت قوت او ځواک ته ګواښ و، درې مياشتې ورسره مذاکرات وشول، خو بې ګټې و، له همدې امله حکومت د تحريک لبيک ګوند رسميت لغوه کړ، د هغوی بانکي حسابونه او هر ډول فعاليتونه ناقانونه وګرځول شول.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد او ورسره د مذهبي چارو وزير پير نور الحق قادري

د شيخ رشيد په وينا له تحريک لبیک سره خبرې روانې دي او هيله يې ښکاره کړې، چې ستونزه به د مذاکراتو له لارې حل و فصل شي.

د معلومات له مخې د لاريونوالو او پوليسو تر منځ له ټکر وروسته لاريونوالو يو شمېر پولیس افسران له ځان سره يرغمل کړل او حکومتي پوليسو د خپلو غړو د خلاصون لپاره له سخت تاوتريخوالي کار واخيست او خپل پولیس يې د لاريونوالو له منګولو خلاص کړل.

د لاريونوالو له يرغمل وروسته خلاص شوي پوليس په خپل دفتر کې

د پاکستان پر سترو رسنيو د لاهور پېښې د خپرولو بنديز دی، له همدې امله د پېښې حقیقت ته رسېدل ستونزمن دي.

د سياسي ګوندونو له لوري د پوليسو کړنې غندل او په ټول هېواد کې د حکومت پر خلاف د لاريونونو اعلان

د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، د تحريک لبیک ګوند غړو د فرانسې سفیر د شړلو غوښتنه کړې، دا غوښتنه يې پر ځای ده، حکومت باید له خپلو خلکو سره له تاوتريخوالي او ظلم لاس واخلي.

مولانا فضل الرحمن

فضل الرحمن د پوليسو له لوري پر لاريونوالو ډزې او اوښکې بهوونکی ګاز شيندل «دولتي ترهګري» بللې او ويلي يې دي، چې اوس د فرانسې سفیر شړل حتمي دي.

د مولانا په وينا د فرانسې سفیر په شړلو به ستونزې پيدا کيږي، خو د پيغمبر عليه السلام شان د مسلمان لپاره تر هر څه ستر ارزښت دی او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په شان کې که توهين کېږي، نو د مسلمانانو ژوند کول هېڅ معنا او جواز نه لري.

https://twitter.com/iqrasheikh14/status/1383890676937490440

د پاکستان د رويت هلال کمېټې پخواني مشر مفتي منیب الرحمن او د اهل سنت والجماعت ګوند مشرانو له ټولو مذهبي ګوندونو غوښتي، چې په ټول هېواد کې د حکومت پر خلاف روانو لاريونونو کې د ناموس رسالت په ملاتړ ګډون کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Khan

افرین تول پاکستان وران کرئ بیا مو منم دا ناپاکه خاوره باید پاکه شی د # زاله

ډاکټر احرار

ډیر ## ملک ده تل یې له اسلام څخه د ابزار په څیر کار اخیستی د کفری نړۍ د خوشحالولو لپاره تر ټولو زیات اسلام او اسلامپالو ته زیان هم دوئ اړولی ده الله تعالی دی تبا او برباد کړي

طوطی

خوند یی وکړ. داسی یی چی ملا فضل الرحمن او حامدالحق ټکولی وی ډیر خوند به یی کړی وه. # ته یی سره فکر ندی خو د فرانسې پر ضد بیا لاریونونه کوی. حال مو لدی بتره الله مو تباه کړه.

مجاهد

پاکستان له موره غلام زیږیدلی څه معنی ؟ د هند لویه وچه کی چه د انګریزانو ضد د خپلواکی مقاومت د بریا حالت ته نزدی شوی وو انګریزانو مخکی له مخکی ورته پلانګذاری او سرمایه ګذاری کړی وه هغه دکامنولت د قانون په اساس برطانیان ته د هندیانو د ویزو نه اخستلو اړه یی له منځه وړی وه مګر تکټونه یی له عادی وختو ډیر قیمته کړی وو د هند د لوی وچی سرمایدارانو ( مهمه نه ده چه هغه هندو، مسلمان او که سیکان سرمایداران وو ) کولای شو چه برطانیا ته تګ راتګ او هلته دایمی شهریت ترلاسه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x