نړۍ

ټرمپ: امريکايي ځواکونه بايد د دوحې تړون له مخې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۰ل): د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ولسمشر جو بايډن سختې نيوکې کړي، چې د امريکايي ځواکونو د ويستلو نېټه يې ځنډولې ده.

ولسمشر بايډن ويلي، چې د مې له لومړۍ نېټې به د ټولو امریکايي ځواکونو وتل پيل کړي او تر سپټمبر پورې به بشپړ شي، خو ډونلډ ټرمپ پر نوموړي نيوکې کړي او غوښتنه يې کړې، چې امريکايي ځواکونه بايد د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې د مې مياشت تر لومړۍ نېټې ووځي.

ټرمپ ويلي، کاشکې بايډن د امريکايي ځواکونو د ويستلو لپاره د سپټمبر نېټه نه وای اعلان کړې.

هغه زياته کړې، «موږ کولی شو، چې ژر تر ژره خپل سرتيري له افغانستانه وباسو، ۱۹ کاله ډېر وخت دی، دا ډېره اوږده موده وه، چې امريکايي ځواکونو هلته په جګړه تېره کړه»

ټرمپ، چې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې يې ماتې خوړلې، د افغانستان جګړې د ختمولو او د دوحې تړون له مخې د امريکايي ځواکونو د ویستلو غوښتنه کړې ده.

ټرمپ ويلي، له طالبانو سره له تړون وروسته يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ۱۶ زرو څخه ۲۵۰۰ ته راښکته کړ او هوډ يې درلود، چې د مې تر لومړۍ نېټې خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.

پخواني ولسمشر زياته کړې، چې د افغانستان جګړې ختمول او د پوځيانو ويستل مثبت ګام دی او په دې اړه يې قوي تګلاره جوړه کړې وه.

ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه او وويل، چې نور د جګړې ختمولو وخت رارسېدلی، خو د ځواکونو د ويستلو اعلان يې د دوحې تړون پر ځای د مې له لومړۍ تر سپټمبر پورې وکړ.

طالبانو د امريکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کړ، خو زياته کړې يې ده، چې امريکا د دوحې تړون څخه سرغړونه کړې او د مې له لومړۍ نېټې وروسته د هر ډول زيان او جګړو پېښېدو مسؤولیت به د امريکا پر غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

I believe Joe Biden moved the dates and accepted the risks of more fatalities to give credit to his government and to the Democrat Party. In his speech he did not mention the Doha agreement at all. Instead, Joe said that he would start pulling out troops in May and finish by September. Also, the withdrawal of troops and the acceptance of defeat was initiated by Democrat Obama. On the other hand, the invasion took place during the time of republicans - Bush Administration. Therefore, for all these reasons, democrats must get credit and show to the nation and to… نور لوستل »

محمد عبدالله

تگ او تگمار ليوه د سپى ورور ددوحى امريكايى ترون له اوله د وتلو په نيت نه وو جور شوى ،او دا خبره مونگ له ترون مخكى او وروسته په تبصرو كى كرى ده . امريكايان كه افغانستان پريزدى نو په ترونونو هيسكله نه پريژدى بلكه دا ترونونه اشغالگرو امريكايانو ته په افغانستان كى داسى يو سند دى چى په افغانستان كى د وخت تيرولو او فعاليت كولو جواز وركوى دا د اشغال مجوز دى . اصولى خبره دا ده چى له غل او قاتل سره په غلا شوى كور كى د غلا په دوران خبرى نشى كيدلاى .(امريكايان د… نور لوستل »

ګل احمد

محترم امیر المؤمنین صاحبه د مې دلومړې نټې ورورسته نور پر امریکا باندي خپل بریدونه وکړئ، کوښښ وکړی چی دریځ مو نړیوالو ته پوست او ضعیف مرفي نه کړي. دمشریکین او کفار دی عهد نه لري. کله چی تړون وکړي نو په چمو او دوکو یې نقض کوي.

مجاهد

دا ترمپ او بایدن او لا بوش او اوباما نه دی چه افغانستان او نوره نړی کی څه وشی او څه ونه شی دوی د امریکا لوړپوړی مګر لمړی درجه غلام چارواکی دی دوی هغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو دپاره قومانده ورکړی شوی هو تاکتیک د عملی کولو کی دوی رول لرلی او هغه هم د نظم نوین سره په تفاهم . د امریکا او استعماری نړی اصلی پاچاهان نظم نوین جهانی دی د ماسونیزم په نوم هم یادیږی ، هغوی متعدد استعماری قدرتونه د سوړ جنګ ( افغان روس ) وروسته په یو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x