افغانستان

بلخ کې د هوايي ځواک یو افسر ترور شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۰ل): د بلخ ولایت مرکز مزاشریف کې ناپېژاندو وسله والو د هوايي ځواک یو افسر ترور کړی دی.

دا پېښه پرون د یکشنبې په ورځ مازدیګر هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د مزاشریف ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند کارته زراعت سیمه کې د هوايي ځواک یو افسر باندې برید وکړ.

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن حنیف رضايي وايي، په دغه برید کې د هوايي ځواک افسر بریدمل عبدالصبور وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم د مزارشریف پنځمه امنیتي حوزه کې طالبانو د یو «غلچکي» برید پرمهال د شاهین قول اردو مشر ډاکټر له خپل موټر چلوونکي سره یوځای وژلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x