افغانستان

اشرف غني: حکومت مې د سقوط له ګواښ سره مخ نه دی، نړیوال مرسته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د امریکايي او ناټو عسکرو په نشتون کې د حکومت د سقوط وړاندوینې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي، د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» وایي، نړیوالې ټولنې او امریکا ورسره د مرستو ژمنه کړې او حکومت یې د سقوط له ګواښ سره مخ نه دی.

غني له «سي‌ اېن اېن» تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې هغه اندېښنې غیرحقیقي بللې، چې د بهرنیانو د وتلو په صورت کې د حکومت د سقوط په تړاو کېږي او ټینګار یې کړی چې کابل حکومت حالت باید له ویتنام څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حالت سره پرتله نشي.

نوموړي ویلي، چې کابل حکومت په اوسني‌ وخت کې غښتلي‌ امنیتي ځواکونه لري او تر څنګ یې نړیوالې ټولنې او امریکا ژمنه کړې چې د عسکرو تر ایستلو وروسته به هم له دولتي‌ عسکرو سره مرستې روانې ساتي‌ او اړیکې به یوازې له نظامي مرستو څخه د اقتصادي او سیاسي مرستو حالت ته اوړي.

غني ویلي، که چېرې سیمه ییز هیوادونه او بهرنیان له افغانستان ملاوتړ ونکړي، نو په افغانستان کې به خونړیو جګړو ته لار هواره شي او دا جګړې به سیمه ییز امنیت ته ګواښونه متوجه کړي.

نوموړي ددې تر څنګ له امریکایانو مننه کړې چې دده په اند، د افغانانو د اړتیا په وخت کې د هغوی مرستې ته راغلي او دلته یې د ۲۴۴۸ امریکایي عسکرو د وژل کېدو «قرباني» ورکړې.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکا او ناټو وایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ټول عسکر وباسي.

د بهرنیو ځواکونو وتل که څه هم د‌ طالبانو لپاره سره کرښه ده، خو حکومت یې له امله اندېښمن دی او داسې وړاندوینې شته چې ښيي، ښایي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل حکومت د طالبانو د بریدونو په وړاندې تم نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
GORRA GORRA WAYA, KHOLAH BA DE KHOGAH WI
تور سپین

زما حکومت او دا جمهورى نظام او شل کنى لاسته راوړنى “غنى”. کم حکومت? کم جمهوريت? کمى لاسته راوړنى? د عوامو پښتنى. ايا دا جمهوريت دى? ايا دا د افغانانو په خوښه نظام دى? هغه څه چه پر دى ملت د توپک، بمبار، ټانک او وهشت، جعلى انتخاباتو په زور تپل شوۍ غربى فساد او فهش نظري دى. نو دا جمهوريت سوو? غنى ته خو يوځلى د جمهوريت تعريف وکه. غنى او د غنى داړه مارانو نور مو دا چل او فريب نه چليږى. ټوله دنيا مو اوس پيژنى. سيګار مو هم اوس ښه پيژني. لمر په دو ګوتو نه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

تور سپین صاحب ، هو د جمهوریت معنی همدغه د زهرو ډګه شیرینی ده په ظاهره میدیا کی د خلکو حکومت، ولسوالکی ، بی بندوباره ازادی د ښځو بی حیایی او تولنیز ژوند په انفرادیت بدلول او داسی نور ترسره کوی ټول د دی د پاره چه د یو ګډ وډ حکومت ته د ولسواکی نوم ورکړو دوه سره او لس سری حکومتونه ولسواکی ده ع او غ ولس وټاکل که جان کیری؟ دا ټول تصادفی نه دی غلامان هغه وایی او هغه کوی چه د ویلو او کولو قومانده ورکړی شوی همدغه د لاسته راوړنو ، د بشر حقوق… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx